لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سفارتکاران: په حج کې ‏‎550‎‏ کسان له زیاتې ګرمۍ مړه شوي، زياتره د مصر دي


د نهې- سه شنبې په ورځ سفارتکارو ويلي، سږ کال په حج کې لږ تر لږه ‏‎550‎‏ کسان چې حج ته ورغلي مړه شوي او په دوی کې زيات د ګرمۍ له امله مړه شوي ‏دي، ويل شوي په مړه شوو کې لږ تر لږه ‏‎323‎‏ د مصر دي.‏

دوو عرب سفارتکارو اې اېف پي خبري ادارې ته د مصري وګړو مړينې تاييد کړي او ويلي يې دي په دوی کې زيات د ګرمۍ له امله د ناروغو ښکار شوي ‏وو.‏

سفارتکارو ويلي، "د يو نه سېوا ټول مصري وګړي د ګرمۍ له امله مړه شوي دي".‏

يو سفارتکار ويلي، د مړو شمېره ورته د مکې په المعيسم کې د روغتون د مرده خانې څخه ترلاسه شوې ده.‏

سفارکارو ياته کړې، په مړه شوو کې لږ تر لږه ‏‎60‎‏ د اردن دي.‏

د اې اېف پي د شمېرو ترمخه د مړينو نوې شمېرې د ګڼو هيوادونو لخوا تراوسه پورې رپورټ شوې ټولې شمېرې ‏‎577‎‏ ته رسېدلي دي.‏

تېره مياشت د سعودي عرب يوه څيړنه کې ويل شوي وو، د اب و هوا يا چاپيريال د بدلون له امله په حج باندې په چټکتيا سره اغېزې کيږي، او په کوم ځای ‏کې چې عبادتونه کيږي هلته د تودوخې کچه د ‏‎0.4‎‏ ډګري سيلسيس (‏‎0.72‎‏ ډګري فارن هایټ) پورې سېوا کيږي.‏

د نهې په ورځ د مصر د بهرنيو چارو وزارت ويلي، قاهره د حج په وخت د بې درکه مصري وګړو د لټون دپاره د سعودي عرب د چارواکو سره مرسته کوي.‏

د سعودي عرب چارواکو د ګرمۍ له امله د ‏‎2,000‎‏ نه زياتو حاجيانو د علاج کولو ويلي وو، خو د اتوار د ورځې وروسته دغه شمېرې نه دي شريکې کړل ‏شوي او نه د مړينو په اړه څه ويل شوي دي.‏

تېر کال د مختلفو هيوادونو لخوا لږ تر لږه د ‏‎240‎‏ کسانو د مړينې ويل شوي وو، په هغو کې د زياترو تعلق د انډونيشيا سره وو.‏

د اې اېف پي ترمخه د ګل په ورځ د مکې نه بهر په منا کې حاجیان ليدل شوي چې په سرونو یې د بوتلو څخه اوبه اچولې او رضاکارو ورته يخ شربتونه او ‏ايس کريم ورکول.‏

ويل شوي، سعودي چارواکو خلکو ته په سيوري د پاتې کېدو، اوبو څښلو او په نمر کې د وتلو نه ډډې کولو مشورې ورکولې، خو د حج ډېر مناسک د ‏ورځې په څو ساعتونو په غرمو ترسره کول وي ځکه دوی ته مشورې ورکول عملي کول ممکن نه وي.‏

ځينې اېمبولنسې ليدل شوي چې مړي یې اوچتول.‏

د سعودي عرب د چارواکو په وينا، سږ کال خواوشا ‏‎18‎‏ لکه کسانو د حج فريضه ادا کړې ده او په دوی کې ‏‎16‎‏ لکه د بهر هيوادونو نه سعودي عرب ته ‏ورغلي وو.‏

د خبر ترمخه، هر کال د زرګونو په شمېره کې کسان د غېر قانوني لارو هم حج له د تلو هڅه کوي ځکه دوی په سرکاري توګه د حج د ويزې او نورو خرڅونو ‏دپاره پېسې نه لري، او دوی بيا د د اييرکنډيشن او نورو اسانتياو څخه محرومه وي.‏

‏( د دې رپورټ معلومات د اې اېف پي څخه اخستل شوي)‏

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG