د افغانستان د شمال ختیځ ولایت بدخشان په مرکزي ښار فیض اباد کې نن غرمه مهال د طالبانو د امنیتي ځواکونو له موټرو سره نیژدې چاودنه شوې ده چې د رپوټونو له مخې د طالبانو عسکرو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.
د رپوټونو له مخې چاودنه د فیض اباد ښار له کوکچې سکول او پل جوزون سیمې سره نیژدې د چارشنبې- شورو په ورځ شاوخوا یوولس بجې شوې ده او په پېښه کې وژل شوي او ټپیان د ولایت سرکاري روغتون ته وړل شوي دي.
رسنیو د ناتایید شویو رپوټونو له مخې ویلي په چاودنه کې اووه تنه وژل شوي او 14 نور ټپیان شوي دي، ویل کیږي چې وژل شوي کسان د طالبانو د امنیتي ځواکونو عسکر دي.
خو د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع وایي، په پېښه کې د دوی درې تنه پولیس وژل شوي او پینځه نور ټپیان شوي دي، قانع پر خپل ایکس [مخکیني ټویټر] لیکلي:
"په یوه موټرسایکل کې د ځای پر ځای شوي چسپکي ماین له کبله چاودنه رامنځ ته شوه. یاد ماين په داسې حال کې وچاوديد چې د پوليسو د ځواکونو کاروان د کوکنارو د کښت د له منځه وړلو په موخه له سړک څخه تېرېده. ياده پېښه د پوليسو تر څېړنې لاندې ده".
په بدخشان کې د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او کلتور ادارې مشر ذبیح الله امیري وي او اې ته چاودنه تایید کړه، خو په چاودنه کې چاته د زیان اوښتو په اړه یې نور معلومات ورنه کړل.
ځینو ځایي رسنیو ویلي یو تن په موټر سایکل سپور د طالبانو د امنیتي ځواکونو د موټرو پر کاروان برید کړی چې له امله یې یو رېنجر موټر تباه شوی دی دی.
د چاودنه ذمه واري تر اوسه کومه وسلوالې ډلې نه ده منلې خو د طالبانو له واکمنۍ راهیسې چې پر طالبانو کومې حملې شوې دي د اکثرو ذمه وارۍ داعش خراسان ډلې منلې دي.
په بدخشان کې دا چاودنه په داسې وخت شوې چې په وروستیو کې د طالبانو حکومت په دې ولایت کې د نشه موادو د کښت خلاف اقدامات پیل کړي او د کروندګرو له مخالفت سره مخ شوي چې له کبله یې شخړه شوې او دوه کسان پکې وژل شوي دي.
Forum