د امریکې خارجه وزیر اېنټني بلېنکن د نهې، سه شنبې، په ورځ د چین په دوره روانېږي او په بيجېنګ او شېنګهايي کې به د چین اعلا چارواکو سره ملاقاتونه کوي.
بلېنکن د چین دویمه دوره په داسې حال کې کوي چې واشنګټن بيجېنګ ته خبرداری ورکوي چې چین دې د یوکرېن په جنګ کې د روس ملاتړ نه کوي. چینايي کمپنۍ نېغ په نیغه د روس دفاعي صنعت ته اهمې پرزې ورکوي.
سټېټ ډپارټمنټ، د امریکې خارجه وزارت، وویل چین ته د بلېنکن د دورې په نورو اهمو موضوعاتو کې د نشۍ توکو مخنیوی، د دواړو ملکونو د پوځونو ترمنځ مواصلاتي رابطې ښې کول، د ارټېفېشل اېنټېلېجنس یا مصنوعي ذهانت خطرات او د دې تحفظ او دواړو ملکونو د ولسونو روابط د زیاتولو لارې چارې لټول شامل دي.
د سټېټ ډپارټمنټ یو چارواکي د جمعې په ورځ خبریالانو ته وویل چینايي مامورینو سره د بلېنکن په خبرو کې د پرمختګ د امکاناتو په اړه د امریکې نظر ورښانه او حقیقت پسندانه دی. ځینې څېړونکي توقعو نه کوي چې چینايي مامورینو سره د بلېنکن په مذاکراتو کې به څه اهم پرمختګ وشي.
امریکا په یوکرېن کې د جنګ په لړ کې روس سره د چین په تعلق تنقید کوي.
امریکايي چارواکي وايي چین روس ته یو شمېر الات ورکړي چې په کې ډرون، د کروز مزایل ټېکنالوجي او ځینو نور شیان چې روس يې د وسلو په جوړولو کې استعمالوي.
بلېنکن د جمعې په ورځ د اټلي په کېپري ښار کې د جی سېون ملکونو د تنظیم د غونډې په موقع خبریالانو ته وویل داسې نه شي کېدلی چې چین دې روس سره مرسته هم کوي او د یورپ سره دې يې هم ښه تعلقات وي.
د سټېټ ډپارټمنټ یو چارواکي د جمعې په ورځ وي او ای ته ویلي که ضروري وه نو امریکا تیاره ده چې د هغه چینايي کمپنو خلاف ګامونه واخلي چې د یوکرېن او د یورپ امنیت کمزوری کوي.
چین د امریکايي مامورینو خبرې مسترد کړي، وايي دا د چین او روس د معمول تعلقات د بدنامولو او په دې د حملې کوښښونه دي.
چین وايي روس ته برامدات د چینايي قوانینو مطابق دی. د چین د خارجه چارو وزارت ترجمانې ماونېنګ ویلي امریکا دې د چینايي کمپنو قانوني حقونو او مفاداتو نقصان نه رسووي.
بلېنکن د چین وروستۍ دوره په داسې حال کې کوي چې د تایوان نو منتخب صدر لای چينګ تی به د می په ۲۰ نېټه د خپلې چوکۍ سوګند پورته کوي.
امریکا به د تایوان صدر د سوګند پورته کولو دستورې ته غېر حکومتي پلاوی لېږي.
د چین د دورې په مهال به بلېنکن د تایوان په سمندري تنګي کې د امن او ثبات په ساتنې ټینګار کوي.
چین تایوان خپله برخه ګڼي خو تایوان وايي دا فېصله به ولس کوي. امریکا د تایوان خپلواکي نه تسلیموي او نه يې هم ورسره سفارتي تعلقات شته خو په غېررسمي ډول امریکې د تایوان سره روابط لري.
Forum