لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د مغربي ملکونو سفارتکارانو په حماس غږ کړی چې یرغمل کسان دې ازاد کړي


د اسرایل په تل ابيب ښار کې په یو دېوال د یرغمال کسانو تصویران خلک ګوري
د اسرایل په تل ابيب ښار کې په یو دېوال د یرغمال کسانو تصویران خلک ګوري

د مغربي ملکونو سفارتکارانو د نهې، سه شنبې، په ورځ په فلسطیني مسلح ډلې حماس غږ وکړو چې په غزه کې یرغمل کسان دې ازاد کړي.

په اووم اکتوبر په اسرایل د حماس په حمله کې د نیول شویو یرغمال کسانو د حماس په ولکه کې ۲۰۰ ورځې پوره شوې.

د برطانيې خارجه وزیر ډېوېډ کېمرون په اېکس، پخواني ټوېټر، ۲۰۰ ورځې مخکې حماس د هالوکاسټ نه وروسته په اسرایل د ټولو نه زیاته خونړۍ حمله وکړه.

کېمرون وویل د ۲۰۰ وشوې چې یرغمال کسان د حماس په ولکه کې بند دي او خپلوان يې د داسې تکلیف نه تېرېږي چې تصور يې هم نه شي کېدلی.

د جرمني خارجه وزیرې انالینا بېیرباک تر څو چې یرغمال کسان نه وي ازاد شوي په قرار به نه کښېني او امن په هغه وخت موقع ترلاسه کوي چې یرغمالان ازاد کړی شي.

په اووم اکتوبر په اسرایل د حماس په حمله کې تر ۱۲۰۰ پورې کسان وژل شوي او حماس ۲۵۰ کسان یرغمال نیولي وو. ځینې یرغمالان تېرکال د نومبر په میاشت کې د اسرایل او حماس ترمنځ د عارضي جنګ بندۍ په مهال ازاد کړی شوي وو خو اسرایل وايي ۱۰۰ کسان او دېرشو نه د زیاتو کسانو جسدونه لا اوس هم د حماس په ولکه کې دي.

د حماس د حملې په جواب کې اسرایل په غزه کې د وسله والې ډلې خلاف جنګ شروع کړی او د غزه د صحت وزارت وايي د اسرایل په عملیاتو کې لږ تر لږه ۳۴۱۸۳ فلسطینیان وژل شوي او د ۷۷۰۰۰ نه زیات نور زخمیان شوي دي. د غزه د صحت وزارت وايي د وژل شویو کسانو په دریو کې دوه برخې ښځې او ماشومان دي.

د امریکې خارجه وزارت، سټېټ ډپارټمنټ د ګل، دوشنبې، په ورځ وویل حماس د هغه اهم تجویز سره اتفاق نه دی کړی چې د جنګ بندۍ، په غزه کې د یرغمالانو او د اسرایل د زندانونو څخه د فلسطینیانو د ازادۍ او په غزه کې ملکي کسانو ته د زیات انساني امداد د دپاره په مېز اېښودل شوی و.

د سټېټ ډپارټمنټ ترجمان مېتیو مېلر خبریالانو ته وویل داسې ښکاري چې په وروستیو هفتو کې اسرایل د حماس مطالبو ته نږدې شوی دی خو بیا حماس خپلې غوښتنې بدلې کړي دي.

مېلر وویل معاهده د دوو فريقېنو ترمنځ کېږي خو په موجوده وخت کې داسې ښکاري چې حماس معاهده نه غواړي.

اسرایلي پوځ د نهې، سه شنبې، په ورځ وویل تېره شپه په هوايي بمبارۍ کې اسرایلي ځواکونو په غزه کې د حماس د راکټ د چلولو دوه مورچې تباه کړې.

اسرایلي پوځ وویل ځمکني ځواکونو په مرکزي غزه کې عملیاتو ته دوام ورکړی و او په هوايي بمبارۍ کې په غزه کې ګڼ شمېر وسله وال وژل شوي دی.

په لبنان کې، اسرایلي پوځ وویل، د اسرایلي ځواکونو په تازه حملو کې د حزب الله دوه وسله وال وژل شوي دي. اسرایلي پوځ په سوشل ميډیا یوه وډیو وښودله چې ښيي په حمله کې په سړک روان موټر تباه کېږي.

د لبنان سرکاري مطبوعاتو وویل په ادلون سیمه کې په ظاهره اسرایلي حمله کې په یو موټر کې لږ تر لږه یو تن وژل شوی دی.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

افغان خبریالان: اوس مو هایبرېډ جرنلېزم ته مخه کړې
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:15 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG