لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د فلسطین په پلوۍ امریکا کې د زده کوونکو د مظاهرو لړۍ د نړۍ نورو هیوادونو ته هم غځېدلې


د یمن پوهنتون زده کوونکې د فلسطینیانو په پلوۍ په نړۍ کې د پیل شویو احتجاجونو د ملاتړ لپاره مظاهره کوي.
د یمن پوهنتون زده کوونکې د فلسطینیانو په پلوۍ په نړۍ کې د پیل شویو احتجاجونو د ملاتړ لپاره مظاهره کوي.

د فلسطین په پلوۍ د امریکا په پوهنتونونو کې پېل شوې مظاهرې اوس د لندن،پاریس اؤ روم څخه نیولي تر سډني ،ټوکیو بېروت اؤ تر دې ور اخوا د نړۍ په بیلابیلو هیوادونو کې زور نیسي.

د نړۍ په سترو ښارونو د تعلیمي ادارو دننه دا احتجاجونه د غزې په تړانګه د څو میاشتو راهسې د اسرایل لخوا د روانو پوځي عملیاتو په غبرګون کې پیل شوې وې خو یو شمیر زده کوونکو این بي سي خبري شبکې ته ویلي چې هغوي په دې وروستیو کې د امریکا په پوهنتونونو کې د رامنځته شوؤ ډرامایي مناظرو څخه هم اثر اخستی.

د این بي سي نیوز د رپورټ له مخې په امریکایي تعلیمي ادارو کې اوس ددغو مظاهرینو زور راکم کړل شوی دی .

د جمعې په ورځ پولیس د هغه احتجاج ختمولو ته ور وړاندې شوي وؤ چې یو فرانسیسي پوهنتون یې تړلی ؤ.

د بیلابیلو خبري شبکو له لوري مخې ته په راغلو ویډیوګانو کې لیدل کیږي چې پولیس د سائنسیز پو پوهنتون د ودانۍ لوري ته ور روان دي ، له احتجاج کوونکو یو تن این بي سي ته ویلي چې هغه هم په هغو لسګونو پرامنه مظاهره چیانو کې شامل وؤ چې چارواکو یې احتجاج له مینځه وړی دی.

د فرانس د وزیراعظم ګیبریل اټل دفتر چې هغه هم لکه د صدر یمانویل میکرون د ساینسز پو یو پخوانی زده کوونکی دی، ویلي چې پولیسو د پنجشنبې په ورځ د فرانسې په کیمپسونو کې د 23 سایټونو څخه د زده کونکو د لیرې کولو غوښتنه کړې وه. د هغه دفتر وویل: "ټول په څو ساعتونو کې ایستل شوي"

د برتانیې په کیمپسونو کې هم د راټولیدونکو مظاهره چیانو شمیره په زیاتېدو ده.

د شمالي انګلینډ په لیدز پوهنتون کې هم یو شمیر زده کوونکي د جمعې په ورځ احتجاج ته ورټول شوي وؤ.

دغلته د چهارشنبې د ورځې نه نزدې 50 زده کوونکو خپل احتجاجي کیمپ لګولی دی اؤ دوي په اسرایل د وسلو د بندیز غوښتنه کوي.

ددې ترڅنګ د برتاینې په یو شمیر پوهنتونونو کې هم په دې وروستیو کې د فلسطینیانو سره د یووالي په توګه مظاهرې شوې دي.

څو هفتې پس د هغه چې د امریکا په پوهنتونونو کې د فلسطینیانو په طرفدارۍ مظاهرو زور واخېست، صدر جو بایډن د زیارت/پنجشنبې په ورځ اولس ته وینا وکړه، او هغه کې یې ټینګار وکړ چې په کار ده هم د اظهار رأی آزادي او هم د قانون خیال وساتلی شي.

امریکا صدر وویل: "مونږ یو آمرانه اولس نه یو، چېرته چې خلک خاموشه کړی شي یا مخالفین وچقول شي. د امریکاییانو غږ واورېدل شو. په حقیقت کې، پرامنه مظاهرې تر ټولو بهترینه طریقه ده چې امریکاییان د هغې لارې اهمو مسئلو ته غبرګون څرګندوي."

بایډن دا هم وویل چې هغه د اېوان نمایندګان د سپیکر، مایک جانسن په شمول د هغو رېپبلېکنانو د دې خبرې حمایت نکوي چې وایي د دغو مظاهرو چقولو ته دې نشنل ګارډ ولېږلی شي.

د فلسطینیانو په حمایت کې احتجاج کوونکي غوښتنه کوي چې په غزه کې د اوربند وکړی شي او یونیورسټیانې دې د هغو کمپنیانو سره مالي تعلق ختم کړي چې د اسرایل مرسته کوي.

د زیارت، پجنشبې، په ورځ پولیس نیو هېمشېر ریاست په ډرټ مت کالج کې د احتجاجي کېمپ خیمې لرې کړې او د شورو، چهارشنبې، په شپه يې ګرفتاریانې وکړې. د شورو، چهارشنبې، په ورځ چې په کالج کې کېمپ ولګول شو نو انتظاميې وویل دا د سکول د تګلارې خلاف ګام دی.

د اکتوبر په میاشت کې په ډرټ مت کالج کې دوه زدکوونکي د خیمې دلګولو په مهال نیول شوي وو. د طالب علمانو د ګرفتارۍ خلاف نورو زدکوونکو د لوږې هړتال کړی و او تېره هفته په کالج کې د غزه په حمایت کې احتجاج کې تر ۱۰۰ کسانو ګډون وکړو. د کالج پرووسټ ډېوډ کوټز په یو بیان کې وویل اداره د اختلافاتو پرته په مشکلو موضوعاتو مکالمې ته تیاره ده.

د ټېکسس ریاست په یونیورسټي اف ټېکسس اېټ ډېلس په کېمپس پولیس د فلسطینیانو په حق کې احتجاجي کېمپ لرې کړو او لږ تر لږه ۱۷ کسان يې ګرفتار کړل.

د نیویارک په فورډم یونېورسټۍ کې د شورو، چهارشنبې، په ورځ د فلسطینیانو په حق کې احتجاجي کېمپ د لرې کولو په مهال پولیس ۱۵ کسان ګرفتار کړل.

په یونېورسټي اف مېنېسوټا کې د احتجاج منتظېمینو د شورو، چهارشنبې، په ورځ وویل د یونیورسټۍ د موقتي صدر جېف اېټېنجر سره د خبرو وروسته به يې احتجاجي کېمپ دوام لري. اېټېنجر دغه مذاکرات تعمیري مکالمه وبلل.

د نیویارک د کولمبیا یونېورسټۍ انتظاميې د شورو، چهارشنبې، په ورځ وویل د سمېسټر باقي پاتې تعلیمي هلې ځلې به د احتجاجونو په سبب په انلاین بڼه سر ته رسوول کېږي. کولمبیا یونېورسټۍ کې د احتجاج په مهال زدکوونکو د کېمپس یوه قبضه کړې وه او د مظاهرو په لړ کې پولیس قریباً ۳۰۰ کسان ګرفتار کړي دي.

د شورو، چهارشنبې، په ورځ د فلسطیني ریاست د قیام په اړه د ملګرو ملتونو د غونډې په موقع اسرایلي استازي په امریکا کې د طالب علمانو د احتجاجونو غندنه وکړه. ملګرو ملتونو دپاره د اسرایل سفیر ګیلاد اردن وویل "مونږ ته همېشه معلومه وه چې حماس په سکولونو کې پټېږي، مونږ ته احساس نه و چې دا یوازې د غزه په سکولونو کې نه بلکې په هارورډ، کولمبیا او نورو مخه ورو یونیورسټیانو کې هم" د هغه په قول حماس وجود لري.

د وایټ هاوس ترجمانې کېرن جین پېر د شورو، چهارشنبې، په ورځ خبریالانو ته وویل خلک د پرامنه احتجاج حق لري ترڅو دا د قانون دننه او پرامنه وي.

په اووم اکتوبر په اسرایل د حماس د حملې په جواب کې چې په کې ۱۲۰۰ پورې کسان وژل شوي او تر ۲۵۰ پورې نور کسان یرغمل نیول شوي، اسرایلي ځواکونو په غزه کې د حماس خلاف عملیات شروع کړي دي. د غزه د صحت وزارت وايي په غزه کې تر اوسه د ۳۴۵۰۰ نه فلسطینیان وژل شوي دي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG