لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسحاق ډار: د پاکستان د انتخاباتو په اړه د امریکايي قرارداد په مقابله کې قومي اسمبلۍ ته قرارداد وړاندې کولی شي


اسحاق ډار وويل، د امریکايي قرارداد نوټس اخستل شوی او په دې اړه به قامي اسمبلۍ کې قرارداد وړاندې کولی شي
اسحاق ډار وويل، د امریکايي قرارداد نوټس اخستل شوی او په دې اړه به قامي اسمبلۍ کې قرارداد وړاندې کولی شي

‏پاکستان کې په عامو انتخاباتو کې د "درغليو" د پلټنو د غوښتنې دپاره د امریکې د استازو په اېوان کې منظور کړل شوي قرارداد په غبرګون کې د ‏پاکستان مرستيال وزیراعظم او بهرنيو چارو وزير اسحاق ډار قامي اسمبلۍ ته په وينا کې وويل، د امریکايي قرارداد په مقابله کې به قرارداد وړاندې کوي.‏

په ‏‎25‎م جون د امریکې د کانګرس د استازو اېوان د اوو رایو په مقابل کې د 368 ووټونو په لوی اکثریت سره یو قرارداد منظور کړی چې پکې په پاکستان ‏کې د جمهوریت ملاتړ شوی او په تېرو انتخاباتو کې د "درغلیو" د پلټنو غوښتنه شوې وه. ‏

اسحاق ډار وويل، د امریکايي قرارداد نوټس اخستل شوی او په دې اړه به قامي اسمبلۍ کې قرارداد وړاندې کولی شي. هغه زیاته کړه، د قرارداد مسوده ‏تیاره کړل شوې د اپوزيشن سره به شريکولی شي او چاته به د پاکستان په کورنيو معاملاتو کې د لاسوهنې اجازت ور نه کړل شي.‏

نوموړي د مخالفه ګوندونو د مشرانو ترڅنګ د ټولو سياسي ګوندونو په مشرانو د امریکايي قرارداد خلاف د ګډ دريځ خپلولو غږ وکړو.‏

اسحاق ډار وویل، د بهرنيو چارو وزارت دفتر امريکايي قرارداد ته غبرګون ويلی چې، دغه قرارداد پاکستان کې د سياسي حالاتو او انتخابي عمل څخه د ‏ناخبرۍ نتيجه ده او پاکستان د نړۍ دويم غټ پارلیماني جمهوريت او پينځم غټ جمهوري ملک دی.‏

هغه زياته کړه، داسې قراردادونه، نه رغنده وي او نه کوم مقصد لري، پاکستان د خپلمنځي درناوي او روغې جوړې په اساس په رغنده مذاکراتو او اړيکو ‏يقين لري او د امریکايي کانګرس څه د پاکستان او امریکې د اړيکو پياوړي کولو کې د مرستې تمه لري.‏

د امریکې د اېوان غړو د ایچ آر-901 په نوم قرارداد ملاتړ کړی چې "په پاکستان کې د جمهوریت او بشري حقونو ملاتړ څرګندول" سرلیک ورکړل شوی، او ‏پکې دعوه شوې چې د دې قرارداد

منظورول په نړیواله کچه جمهوري ارزښتونو ته د ودې ورکولو لپاره د امریکې ژمنې ښکاره کوي.‏
د ياد قرارداد د منظورۍ په غونډه کې د اېوان 85 فیصده غړو ګډون کړی او په هغوی کې 98 فیصده کسانو د قرارداد په حق کې رایې ورکړې وې.‏

په دې قرارداد کې د امریکا له صدر جو بایډن څخه غوښتنه شوې، چې د جمهوریت، بشري حقونو او د قانون د واکمنۍ په ساتلو کې له پاکستان سره ‏همکاري وکړي.‏

په قرارداد کې د ازادو او منصفانه انتخاباتو پر اهمیت ټینګار شوی او د پاکستان د 2024م کال په انتخاباتو کې یې د هر ډول لاسوهنې یا ممکنه درغلیو د ‏دعوو په اړه د بشپړې او خپلواکې پلټنې غوښتنه هم شوې ده.‏

قرارداد په پاکستان کې د جمهوریت په عمل کې د ګډون د ځپلو هڅې غندلې دي. په دغو هڅو کې د خلکو ځورول، ډارول، تشدد، خپلسره نیول کېدل، ‏انټرنیټ ته محدوده رسایي او د بشري، مدني یا سیاسي حقونو هر ډول سرغړونه غندل شوې دي.‏

د امریکې کانګرس ته دا قرارداد په اېوان کې د ریپبلکن ګوند د جورجیا ایالت غړي ریچ مک کارمک وړاندې کړی او د ډیموکرېټ غړي ډینیل کیلډي یې ‏ملګرتیا کړې ده.‏

د حکومت مخالفه پاکستان تحريک انصاف ګوند وياند روف حسن ويلي، په امریکايي کانګرس کې وړاندې کړل شوي قرارداد څخه څرګنديږي چې د ‏درغلۍ په اړه د پي ټي آي دريځ سم دی.‏

په اسلام اباد کې خبري غونډې ته نوموړي ويلي، نړۍ مني چې د اتمې فرورۍ انتخابات جعلي وو او دا وخت په ملک کې په عملي توګه مارشل ‏لا لګېدلې ده.‏

په پاکستان کې د روان کال د فرورۍ پر اتمه په عامو انتخاباتو کې د پراخو درغليو تورونه لګول شوي وو، ځکه چې د ټاکنو په ورځ په ټول هېواد کې ‏موبايل ټيليفونونه بند کړل شوي وو او انټرنېټ ته هم رسایي نه کېده.‏

د پاکستان تحریک انصاف او جمعیت علما اسلام (ف) په ګډون د ملک یو شمېر لویو او وړو سیاسي ګوندونو د انتخاباتو پر بهیر پوښتنې راپورته کړې ‏وې او نتایج یې له درغلۍ ډک بللي وو.‏

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم تر دې وړاندې د پاکستان په انتخاباتو کې د درغلیو د دعوو په اړه د بشپړې پلټنې غوښتنه کړې وه.‏

د اسحاق ډار د ننني بيان نه وړاندې د پاکستان د بهرنيو چارو د وزارت وياندې ممتاز زهرا بلوچ ويلي، پاکستان له هغه قرارداده خبر دی چې د امريکا د ‏استازو اېوان د جون پر 25مه منظور کړی دی. هغې ويلي، "موږ داسې ګڼو چې د ياد قرارداد د منظورېدو وخت او تناظر د دواړو هېوادونو له مثبتو اړيکو ‏سره برابر نه دی، دا قرارداد د پاكستان د سياسي صورتحال او د انتخابي نظام په اړه د نيمګړې پوهې څرګندونه کوي".‏

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG