لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ډاکټران: په بلوچستان کې د پوليو وايرس وجود د اندېښنې وړ دی


د شمالي بلوچستان سلګونه ماشومانو ته په يو مېډيکل کېمپ کې په داسې وخت د پوليو ضد څاڅکي ورکول شوي چې په بلوچستان کې روانه اوونۍ په چاپيريال کې د پوليو وايرس رپوټ شوی دی.

د بلوچستان د بولان ميډيکل کالج د ډاکټرانو اتحاد هيلپنګ هېنډز بلوچستان وايي، هڅه کوي د اختر په رخصتۍ کې د صوبې په بېلابېلو ضلعو کې ميډيکل کېمپونه جوړ کړي.

ډاکټران وایي په دغو کېمپونو کې به د ناروغانو د مفت علاج ترڅنګ له پوليوضد وېکسينه پاته شويو ماشومانو ته قطرې هم ورکړي، ځکه چې دوې ورځې وړاندې د ږوب په ګاونډي ضلع لورالايي کې په چاپيريال کې د پوليو وايرس رپوټ شوی دی.

د هيلپنګ هېنډز بلوچستان تنظیم مشر ډاکټر شېرزمان مندوخېل وایي، په صوبه کې اوس هم د پوليو وايرس موجود دی، ځکه د دوی هڅه دا ده، چې د صوبې اوسېدونکي د پوليو په ګډون له نورو ناروغيو خوندي کړي:

"موږ غواړو په خپل ښار او سيمه کې د ناروغانو علاج وکړو. د رپوټونو له مخې په بلوچستان کې روان کال د پوليوڅلور مثبت کېسونه رپوټ شوي دي".

کېمپ ته راغلي خلک وايي، دوی په پوليو ضد کيمپېنونو کې ماشومان ارومرو وېکسين کوي.

دوی وایي دا چې په کيمپ کې هم د نور علاج ترڅنګ له وېکسينه د پاته ماشومانو لپاره د وېکسين ورکولو ځای جوړ شوی دی، دا د پوليو په مخنيوي کې د هيلپنګ هېنډز تنظیم ښه او ګټور ګام دی.

د سيمې یو سپين ږيری عبدالقدوس پيرزاده وایي، د دوی کورونو ته د پوليو کارکوونکي ورځي او تر پينځو کلونو پورې ماشومانو ته قطرې ورکوي او پر دروازو یې ډور مارکنګ يا شمېرې ليکي:

"کومو ماشومانو ته چې قطرې نه وي ورکول شوې، هغه ناروغه کېږي، خو چې وېکسين شي، له ناروغيو خوندي شي. په کيمپ کې د پاته ماشومانو لپاره د څاڅکو ورکولو اسانتيا برابرول ښه ګام دی".

د بلوچستان روغتيايي کارپوهان وايي، پوليو يوه خطرناکه ناروغي ده، چې د ماشوم پر اعصابو هم اغېز کوي. دا ناروغي له پاکستان او افغانستان پرته ټولې نړۍ ختمه کړې ده. د ناروغۍ يواځینی علاج دوه څاڅکي دي، بايد ماشومان پر وخت ويکسين او له معذورۍ خوندي وساتل شي.

د ماشومانو د ناروغيو ماهر ډاکټر عزيزالرحمن حريفال وایي، پوليو يوه خطرناکه ناروغي ده چې ماشوم د ټول عمر لپاره معذوره کوي:

"په دنيا کې د وايرس هيڅ علاج نه شته، خو يواځینی علاج يې د وايرس مخنيوي دی او مخنيوی يې هم په ويکسين کېږي. پوليووايرس خو عموما د ماشوم پښې لاسونه فالج کوي خو کله کله د ماشوم پر دماغ هم بريد وکړي".

د کوټې د بولان روغتون د ډاکټرانو اتحاد وايي، مېډيکل کيمپونه د حکومت له مرستې پرته د ډاکټرانو په خپل کومک ترسره کېږي.

وایي په هر کيمپ کې تر دوه زره پورې د ناروغانو علاج او د سلګونه ماشومانو وېکسين کېږي، که حکومت يې مرسته وکړي، دا کار به د صوبې نورو ضلعو ته هم وغزوي.

ډاکټر شېرزمان مندوخېل وایي، دوه درې کاله مخکې دوی په چمن، زيارت، مستونګ، سوراب او خاران سيمو کې هم پرله پسې کيمپونه لګول، خو سږ کال يو خو ګرمي زياته وه او بل ورسره دوایانې نه وې:

"موږ هڅه کوو په ټول بلوچستان کې داسي کېمپونه جوړ کړو خو که حکومت او خيراتي ادارې له موږ سره مرسته وکړي او ميډيسن راکړي چې ناروغانو ته يې ورکړو".

د هيلپنګ هېنډز بلوچستان ميډيکل کيمپ په داسې وخت جوړ شوی، چې روانه اوونۍ د بلوچستان په بوري سيمه کې له چاپيرياله په اخيستل شوو ماحولياتي نمونو کې د پوليو وايرس موندل شوی دی. سږکال د صوبې په ډېره بګټي، چمن، کلاعبدالله او مرکز کوټه کې څلور ماشومان پوليو شوي دي.

  • 16x9 Image

    رفیع الله مندوخېل

    رفیع الله مندوخېل په بلوچستان کې د وي او اې ډیوه خبریال دی چې د پولیو په اړه رپوټونه جوړوي. ده له بلوچستان پوهنتونه په انګرېزي ادبیاتو کې ماسټري کړې ده او وخت په وخت یې د پاکستان له ګڼ شمېر رسنیو لکه «ډان»، «نوای وقت»، «انډیپینډینټ اردو»، «دي فرنټېر پوسټ» او «پیکټ رېډیو» سره هم کار کړی دی.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG