لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په ټانک او کوهاټ کې د وسله والو په بريدونو کې د ملېشې عسکر او دوه نور کسان وژل شوي


د جون په لسمه نېټه په ټانګ کې د جرګې ګډون والو په سیمه کې د امن غوښتنه وکړه
د جون په لسمه نېټه په ټانګ کې د جرګې ګډون والو په سیمه کې د امن غوښتنه وکړه

د خېبرپښتونخوا په جنوبي ضلعې ټانک کې د اختر د پاره په رخصتۍ کورته ته راغلی د ملېشې عسکر وژل شوی دی.‏

پولیس وايي دا پېښه تېر ماښام د ټانک ښار په کوړو خان سیمه کې شوې ده. وېل شوي د ملېشې قواو په عسکر حوالدار کیمیا ګل بېټنی د کور مخې ته نامالومه کسانو ډزې وکړې او هغه په موقع ووژل شو.

د وژل شوي عسکر‏کورنۍ وايي چا سره شخصي دوښمني نه لري او نوموړی د بلوچستان اېف سي ځواک کې عسکر وو او کورنۍ سره اختر تیرولو د پاره په رخصتۍ کور ‏ته راغلی وو.‏

د کیمیا ګل بېټنی د کورنۍ یو غړي نجیب الله وویل د دوی تړاو د ټانک ضلعې نیمه قبایلي سیمې ایف ار پنګ سره ده او نوموړی په علاقه کې د خراب امنیتي صورتحال له ‏امله له خپلې سیمې ‏‎80‎‏ کلومیټره لرې ټانک ښار ته کډه کړې او کوړو خان سیمه کې استوګن شوی وو.‏

کوړو خان د ټانک ښار نه یو نیم کلو مېټر په فاصله ختيځ سیمه ده چې پکې د پاکستان د پوځ سیکټر او ایف سي ځواک مرکز موقیعت لري. ‏

د ټانک ضلعې د صدر تاڼې پولیس چارواکي وايي د ملېشې د وژل شوي عسکر کورنۍ د هغه د قتل په چا دعوېداري نه ده کړې او پولیس پلټنې یې پیل کړي دي.‏

په سیمه کې پوځي افسرانو په دې پېښه اندېښنه څرګندونه کړې او په دې پېښه کې ککړو کسانو مالومولو هوډ یې څرګند کړی دی.‏

تر دې وخت د پېښې زمه واري چا نه ده منلې، او دا پېښه په داسې حال شوې چې تحریک طالبان پاکستان د اختر د درېو ورځو د پاره اوربند اعلان کړی ‏دی.‏

په تانک ضلعې کې کور ته په رخصتي راغلي د امنیتي عسکرو د وژنو پېښې زیاتې شوي دي او دې ورستیو کې ګڼ شمېر عسکر وژل شوي ‏دي.‏

د ټانک بیټني جرګې یوه غړي ملک رفعت الله وویل د دوی زیاتره خلک غریبانان دي او د کور ضرورتونه پوره کولو د پاره په ملېشه او پولیس کې برتي ‏شوي دي.‏

هغه وویل دوی ټولو وسله والو ډلو ته خواست کړی وو چې د اختر په مناسبت سره دې له مودو مسافر کور ته په رخصتۍ راغلي عسکر نه وژني.‏

د جون په لسمه په ټانک ضلع کې ځايي خلکو ورځ تر بلې زياتېدونکې ناامنۍ او هدفي وژنو پر ضد د ټولو قبيلو جرګه شوې وه چې پکې د ناامنۍ په ‏‏ستونزه او امنيتي ځواکونو سختې نيوکې شوې وې. ‏

د جرګې مشرانو د سيمې د امن وضعيت نه ښه کېدو په صورت کې د جولايۍ د مياشتې په دويمه د اسلام اباد پر لور د لوی لاريون اعلان کړی دی.‏

بل لور ته په کوهاټ ضلع کې د سورلو په دوو ګاډو ډزې شوې چې پکې دوه کسان وژل شوي او درې نور ژوبل شوي دي.‏

د کوهاټ پولیس ویاند فضل نعیم وايي پېښه د کوهاټ ضلعې په هنګو سړک شوې چې نامالومه کسانو په یو کوچ او سوزکي وېن ډزې کړې دي. ‏

هغه وویل کوچ د صوبې مرکز پېښور نه د کورمې مرکزي ښار پاړه چنار ته روان او سوزکي وېن د ښار نه کاغزي سیمه ته په لاره وه چې ډزې پرې لګېدلي ‏دي.‏

د ویاند په خبره دې پېښې اطلاع سره سم پولیس دې برید ځای ته رسېدلي او په دې پېښه کې مړي او ژوبل کسان یې کوهاټ کې روغتون ته انتقال کړي او ‏پلټنې یې پیل کړي دي.‏

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG