لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شهباز شريف د ترهګرۍ د مخنيوي لپاره د "عزِم استحکام" قامي کمپين د فعالولو منظوري ورکړه 


د پاکستان وزير اعظم شهباز شريف د "عزمِ استحکام" په نوم د عملياتو له لارې د ترهګرۍ د مخنيوي د قامي کمپين د بيا فعالولو منظوري ورکړې ده.

څېړونکي وايي د پاکستان نه ترهګري تر هغې نه شي ختمېدای تر څو چې دې رياست پخپله د ترهګرو د سرپرستۍ نه لاس نه وي اخستی.

په پاکستان کې د ترهګرۍ په ضد د قامي کمېين د فعالولو دا پریکړه وروسته له هغې شوې چې په دې وروستيو کې په پاکستان کې په امنيتي ځواکونو پرله پسې ترهګريزو بريدونو کې هغوي ته درنه مرګ ژوبله اړول شوې ده.

د خالي- شنبې په ورځ اسلام آباد کې د وزيراعظم په مشرۍ د نېشنل ايکشن پلان د ايپکس کميټې د غونډې په اعلاميه کې ويل شوي چې په غونډه کې د ترهګرۍ د مخنيوي د روان مهم هر اړخيزه ارزونه شوې او د داخلي سلامتۍ وضعيت هم ارزول شوی دی.

په دې غونډه کې دپوځ سرلښکر جنرال عاصم منیر، د څلورو واړو صوبو اعلا وزیرانو، ګورنرانو، چیف سیکرټریانو، ددفاع، کورنيو چارو وزيرانو اؤ نورو لوړ پوړو چارواکو برخه درلوده.

د غونډې د اعلاميې له مخې په غونډه کې د نيشنل ايکشن پلان د ګڼ اړخيزو اصولو په اړه د شوي پرمختګ جاج اخيستل شوی او په ځانګړي ډول ددې د عملي کولو په لاره کې د رامنځته کېدونکو خاميو په ګوته کولو ټينګار شوی دی.

اعلاميه وايي په غونډه کې د بشپړ قامي يووالي او همغږۍ په اساسي ترهګرۍ د مخنيوي د يوې هر اړخيزې او پياوړی تګلارې په ضرورت ټينګار وکړل شو.

په ياده غونډه کې وزيراعظم د څلورو واړو صوبو ګلګت بلتستان، د پاکستان د واک لاندې د کشمير او ټولو اړونده خواو په اتفاق سره د اپريشن عزم استحکام پیلولو له لارې د ترهګرۍ د مخنيوي د قامي کمپين د بيا فعالولو منظوري ورکړه.

اعلاميه کې ويل شوي چې دا عمليات به د تند لاريتوب او ترهګرۍ د د ګواښونو سره د مقابلې لپاره کېدونکې بيلا بيلې هڅې پخپلو کې سره مربوطوي

د اعلاميې له مخې په سياسي سفارتي دايره کې به د سيمه ييزو مرستو د لارې ترهګرو لپاره د د هغوي دفعاليت د ساحې کمولو هڅې چټک کولی شي.

اعلاميه زياتوي چې مسلح ځواکونو کوټلې او متحرکه هڅې به د ټولو قانون پځاي کوونکو ادارو په په بشپړه ملاتړ غځولی شي او دا به د قانون سازۍ له لارې با اختیاره کولی شي چې دد قانوني خلاو په لرې کولو سره ترهګرو ته مثالي سزاګانې ورکړل شي.

اعلاميه وايي غونډه کې وویل شول چې د انتها خوښۍ او ترهګرۍ پرضد جګړه د پاکستان جګړه ده او دا جګړه د قام د بقا اؤ ښېګړې دپاره ضروري ده۔

خو څېړونکي او سياستمدران بيا د ترهګرۍ ختمولو لپاره د عزم استحکام په نوم د اپريشن پيل کولو پرېکړه بې ارښته بولي او وایي چرته چې تر لسو،لسو کالو پوځي عملیاتو نتیجه نه ده ورکړې هلته به يوازې د کمپين له لارې څنګه د ترهګرۍ مخه ونيول شي.

د پاکستان د ملي پارليمان پخواني غړي او د ملي جمهوري غورځنګ ګوند مشر ښاغلی محسن داوړ وايي دوی مدام دا خبره کړې ده چې د ترهګرۍ ختمولو لپاره د اپرېشنونو نه بلکې د نيت سمولو ضرورت دی. وایي هر کله چې د چا نيت خراب وي په نمايشي اپرېشنو حالات نه شي سمولی.

ډيوه سره خبرو کې محسن داوړ وويل "داسې ډير اپرېشنونه خو تا مخکې هم کړئ دئ خو ترهګري دې ختموله نه، نيت دې ورته خراب و نو دا دومره غټ اپرېشنونه چې لس،لس کاله روان وو هغې هم څه نتيجه را نه وړه، نو اوس که ته يو سل ځله اپرېشنونه اعلان کړې خو چې د دهشت ګردۍ د ختمولو نيت دې نه وي نو خلک به ورته هم په دې نظر ګوري چې دا دې د ګټو او ډالرو لپاره يوه نوې ډرامه جوړه کړې ده".

هغه وايي يو لوري ته ډ پاکستان واکمنان د ترهګرۍ ډنډورې غږوي او بل لوري ته اوس هم د افغانستان طالبانو ته پروټوکول ورکوي او دلته چې کوم طالبان په پاکستان کې حملې کوي دا هم د افغان طالبانو د مشرۍ لاندې فعاله دي.

محسن داوړ وايي چې موږ مخکې هم ددې اپرېشنو په جار مخالفت کړی،اوس يې هم کوو او بيا به يې هم کوو.

د هغه په خبره "د بد امنۍ چې دا کوم عوامل دي دا هم د پاکستان رياست دا کيسې جوړې کړې دي، دا (ترهګر) اوس هم ساتي هم هغوي او لاره هم هغوي ورکوي نو اپرېشنو د چا خلاف کوي".

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

په پېښور کې د پولیو وېکسين په اړه د پوهاوي تیاتر
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:03 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG