لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رپورټ: د فلسطيني کډوالو د مرستې دپاره د ملګرو ملتونو اداره د غېرجانبدارۍ مضبوط نظام لري


دا تحقیقاتي کمېشن پس له دې جوړ کړی شوی و چې اسرایل وویل د یو اېن ار ډبلیو ای د عملې تر ۱۲ پورې غړي په اووم اکتوبر په اسرایل د حماس په حمله کې ککړ وو
دا تحقیقاتي کمېشن پس له دې جوړ کړی شوی و چې اسرایل وویل د یو اېن ار ډبلیو ای د عملې تر ۱۲ پورې غړي په اووم اکتوبر په اسرایل د حماس په حمله کې ککړ وو

د فلسطيني کډوالو د مرستې دپاره د ملګرو ملتون ادارې یو اېن ار ډبلیو ای د بې طرفه پاتې کېدو دپاره مضبوط نظام او طریقه کار لري خو په دې کې د بهترۍ ځای شته. دا خبره د ادارې په اړه د یو تحقیقاتي کمېشن په رپورټ کې شوې ده.

د یو اېن ار ډبلیو ای په اړه د تحقیقاتي کمېشن مشرې کېترین کولونا په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په دفتر کې خبریالانو ته وویل د بهترۍ ګنجایش همېشه موجود وي او د بې پلوۍ په لړ کې په یو اېن ار ډبلیو ای کې هم ځينې مسلې وجود لري او هم په دې غرض دا تحقیقاتي کمېشن جوړ کړی شوی و.

هغې وویل ځېنې مسلې چې د یو اېن ار ډبلیو ای په عمله کې موجودې موندل شوي په کې د عملې د غړو د یو یا د بل فریق حمایت، د سکول کتابونو په نصاف کې ځینې لانجمن مواد او د سیاست ښکار د عملې یونین یا اتحاد دی چې په ځینوعملیاتو کې يې ګډوډی پېدا کړی و او انتظامیې ته یې ګواښ ورکړی و.

د ملګرو ملتونو مشر اېنټونیو ګوټېرېس د فېبرورۍ په میاشت کې د فرانس پخوانۍ خارجه وزیرې کولونا په مشرۍ کې کمېشن ګمارلی و چې یواېن ار ډبلیو په غېر جانبداره انداز توګه کتنه وکړي.

دا تحقیقاتي کمېشن پس له دې جوړ کړی شوی و چې اسرایل وویل د یو اېن ار ډبلیو ای د عملې تر ۱۲ پورې غړي په اووم اکتوبر په اسرایل د حماس په حمله کې ککړ وو.

د یو اېن ار ډبلیو ای د عملي غړي د اسرایل د وېنا وروسته په سمدستي ډول برطرف کړی شوو، یو مړ شوی او چارواکي کوښښ کوي چې د دوو نورو شناخت واضحه کړي.

خپلو تحقیقاتو کې کولونا د څېړنې مختلفو ادارو سره کار وکړو چې په کې د سويډن راول والن انسټېټيوټ، د ناروی کرېسچین مېچلسن انسټېټیوټ او د ډېنمارک انسټېټوټ اف هیومن رایټس شامل دي.

کولونا د خالي، شنبې، په ورځ د خپلو تحقیقاتو رپورټ او تر ۵۰ پورې سفارشات ګوټېرېس ته ورکړل.

کولونا خبریالانو ته وویل امید کوي چې د هغې سفارشات په عملي کړی شي چې دا ډول یو اېن ار ډبلیو ار خپل منشور سر ته ورسوي او اعتماد پې بحال شي.

اسرایل د ملګرو ملتونو رپورټ مسترد کړو.

د اسرایل د خارجه وزارت ترجمان اورېن مارمورسټین وویل په رپورټ کې د مسلې سنګین نوعیت نظر انداز کړی شوی دی او سر سري حل وړاندې کوي چې په یو اېن ار ډبلیو ای کې د حماس د مداخلت سره څه تعلق نه لري.

مارمورسټین په یو بیان کې وویل د کولونا تحقیقات اصلي او مکمل کتنه نه ده او داسې ښکاري چې د مسلې د حل نه ډډه شوې ده.

مارمورسټین یو اېن ار ډبلیو ای په غزه کې د مسلې حل وبللو او ادارې سره د مرسته کوونکو نه يې وغوښتل چې د یو اېن ار ډبلیو ای په ځای دې د نورو امداد دې تنظیمونو سره مرسته کوي.

د یو اېن ار ډبلیو ای کمېشنر جنرل یا مشر فلېپ لزاریني د تحقیقاتي کمېشن د رپورټ هرکلی وکړو او ویې وېل چې یوه منصوبه کار کوي چې د کمېش سفارشات عملي کړي.

تحقیقاتي کمېشن وویل که څه هم اسرایل په لوه شمېره کې د یو اېن ار ډبلیو ای په عملې الزام لګولی چې د ترهګرو تنظیمونو غړي دي خو د دې خبرې په ملاتړ کې یې ثبوت نه دی مهیا کړی.

کولونا دا واضحه کړې ده چې د هغې په اختیار کې دا نه وو د عملې په غړو د لګول شویو الزامات تحقیقات وکړي. په دې اړه تحقیقات ملګري ملتونه خپله کوي.

اسرایل د تېرو څلو کلونو راهسې په یو اېن ار ډبلیو ای الزام لګوي چې احاطې يې د عسکري او سیاسي مقصدنو دپاره استعمالېږي چې په کې حماس هم شامل دی. تحقیقاتي کمېشن موندلي چې د یو اېن ار ډبلیو د احاطو استعمال د طریقه کار سره سم دی او په دې اړه کتنه په کال کې د څلور ځله نه زیاته پکار ده.

د دې الزاماتو په اړه چې د یو اېن ار ډبلیو ای په سکولونو کې چې د نصاب کوم کتابونه ښودل کېږي په دې کې د اسرایل او د یهودیانو خلاف ژبه استعمال شوې، کمېشن وویل د کال ۲۰۲۲ او ۲۰۲۳ راهسې د فلسطیني ادارې تیار کړی شویو کتابونو په ځینو پاڼو د اسرایل او د فلسطینیانو د شخړې په اړه د ملګرو ملتونو د دریځ د نظر نه د تشویش ځینې مسلې شته.

د نصابي کتابونو د مواد په اړه تحقیقاتي کمېشن وویل که څه هم دا مسلې وړې دي خو د جانبدارۍ سنګینه خلاف ورزي ده.

د ګوټېرېس ترجمان سټیفن ډوجېرېک وویل د متحده قومونو مشر د کولونا د رپورټ سفارشات منلي او د عملي کولو دپاره به اړونده چارواکو سره همکاري کوي.

ګوټېرېس د مرسته کوونکو نه غوښتنه وکړه چې په فعاله توګه دې د یو اېن ار ډبلیو ای ملاتړ وکړي ځکه چې د هغه په قول د فلسطیني کډوالو ژوند د ادارې په کار انحصار لري.

د یو اېن ار ډبلیو ای د عملې په ضد د اسرایل د الزاماتو وروسته د امریکې په شمول ۱۶ مرسته کوونکو د ادارې قریباً ۴۵۰ مېلین پنګې ته امداد وځنډولو. ځینو مرسته کوونکو یو اېن ار ډبلیو ای سره بیا شروع کړی دی.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

افغان خبریالان: اوس مو هایبرېډ جرنلېزم ته مخه کړې
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:15 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG