لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د کډوالو نړيواله ورځ: کراچۍ کې افغان کډوال وايي خپل راتلونکي ته پرېشانه دي


پاکستان او د دغه هيواد په غټ اقتصادي ښار کراچۍ کې مېشت افغان کډوال وايي، خپل راتلونکي ته پرېشانه دي او دا پرېشاني يې په داسې وخت کې نوره سېوا کيږي چې دوی ته د پاکستان حکومت ورکړل شوې په قانوني توګه د پاتې موده پوره کيږي.

دغه کډوال وایي تر څو چې د دوی د قانوني اوسېدو د مودې غځولو د بلې نېټې اعلان نه وي شوی دوی به په ویره کې وي ځکه چې وایي په تېرو څو مياشتو کې هم افغان کډوال ځورول شوي او نیول شوي دي.

کډوال وايي دويمه دا چې څوک بيرته افغانستان ته لېږل شوي د هغوی ژوند هم هلته ډېر ښه نه دی او د مشکلاتو سره مخ دي.

د پاکستان حکومت قانوني اسناد لرونکو افغان کډوالو ته په ملک کې د پاتې کېدو دپاره د روانې مياشتې جون 30مې نېټې پورې وخت ورکړی دی.

د کډوالو دپاره د ملګرو ملتونو اداره (يو اېن اېچ سي ار) هم وايي، د کډوالو سره چې کوم قانوني اسناد وي او د هغې موده سر ته ورسيږي بيا دا کډوال د مشکلاتو سره مخ کیږي ځکه د پاکستان د حکومت سره د دوی خبرې روانې دي چې په قانوني توګه پاکستان کې د کډوالو د پاتې کېدو موده وغځوي.

د پاکستان د سېفران وزارت وايي، يوه نوې سمري جوړوي چې افغان کډوالو ته پاکستان کې په قانوني توګه د پاتې کېدو دپاره دوی ته د شپږو مياشتو نه تر يو کال پورې موده وغځول شي.

کډوال څه وايي؟

په کراچۍ کې مېشت 26 کلن افغان کډوال تازه خان چې د کاغذونو او ګټو راټولولو کار کوي، وايي کورنۍ يې د 35 کالو راهسې دلته د کډوالۍ ژوند کوي پلارنی وطن یې د افغانستان کندوز دی.

کراچۍ کې د خپل ژوند په اړه وايي، شپږ اووه مياشتې وړاندې چې په کراچۍ کې د کډوالو پرضد کوم عملیات پيل شوي، د هغې نه مخکې یې ژوند ښه وو، کار روزګار یې روان وو، سهار به خپل کار تله سره د ماشومانو، ماسپښين او ماښام به بيرته راتله ژوند یې ښه وو.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل، په دغو عملياتو کې يواځې هغه کډوال نه چې قانوني اسناد یې نه لرل، نيول کېده بلکې د ده د کورنۍ دوه مشران چې کارډونه یې لرل نيول شوي، هغوی بيا څو مياشتې وروسته د جېل څخه او نيمه کورنۍ یې داسې بيرته هيواد ته لېږلې ده.

په کراچۍ کې پولیس د افغان کډوالو اسناد ګوري.
په کراچۍ کې پولیس د افغان کډوالو اسناد ګوري.

هغه زياته کړه، د قانوني اسنادو لرلو باجود په تيرو څو مياشتو کې د دوی کار روزګار یو څه روان شوی خو اوس چې د کارډونو نېټه په 30م جون سر ته رسي، د هغې وروسته بيا ويرې احساسوي چې څه به ورسره کيږي.

دغه رنګ يو بل کډوال ځوان محمد خان چې د هغه پلارنی تعلق هم د کندوز سره دی په سهراب ګوټ مچهر کالونۍ کې اوسيږي، د سبزيانو په منډۍ کې د ګاډو بارولو او تشولو مزدوي کوي، وايي "پيدايشي د دی ځای يُو".

وي او اې ډیوه سره په خبرو کې هغه وويل، "پيدايشي د دې ځای يُو خو که افغان حکومت راته کور راکړي نو بيرته ځو افغانستان ته، دلته څه کوو، هلته مو ځای ځاييږی نه دی معلوم، هلته چې لاړ شو چرته لاړ شو، پلار مو دلته مړ شو".

محمد خان وويل، "سترګې مو دلته غړېدلي خپله خواري مزدوري کوو، پي او ار کارډ لرم، مخکې تنګول وو اوس نشته".

د کډوالو بيرته شړل

د ترهګرۍ د پېښو سېوا کېدو وروسته پاکستان د تېر کال اکتوبر په میاشت کې په غير قانونه توګه مېشت غير ملکيانو د ويستلو اعلان کړی وو. د پاکستان د سېفران وزارت وايي د تېر کال راهسې خواوشا پينځه لکه افغان کډوال بيرته ستانه کړل شوي دي.

خو پاکستان کې مېشت کډوال وايي، ټول کډوال په جرمونو کې لاس نه لري که چرته يو افغان کډوال کوم جرم وکړي د هغې زور دې د ټولو افغانانو څخه ونه ويستل شي.

د پاکستان تېر نګران حکومت د تېر کال په درېم اکتوبر اعلان کړی وو، غېر قانونه غېر ملکيان دې د 31م اکتوبر پورې په خپله ووځي، کنه د لومړي نومبر وروسته به نيول کيږي او بیرته به خپلو هېوادونو ته لېږل کيږي. او وروسته بيا ويل شوي وو، په دويم او درېم پړاو کې به قانوني اسناد لرونکي کډوال هم اوباسي.

ملګرو ملتونو، د بشري حقونو سازمانونو، پاکستان کې پښتنو ملت پاله سياسي او مذهبي ګوندونو او افغانستان کې واکمنو طالبانو پاکستان ته ويلي چې د افغان کډوالو د بيرته ستنولو پرېکړه واپس واخلي.

خو بيا د روان کال اپرېل په مياشت کې د پاکستان حکومت قانوني اسناد لرونکو يا د پروف اف رجسټرېشن پي او آر (PoR) کارډ موده تر روانې مياشتې جون د 30مې پورې غځولې وه.

يو اېن اېچ سي آر

د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره وايي، پاکستان کې په کال 2007 کې د يو اېن اېچ سي ار په مرسته 13 لکه افغان کډوال رجسټرډ شوي او دوی ته پي او آر کارډونه ورکړل شوي وو، دويمه درجه کې افغان سيټيزن کارډ لرونکي دي د چا رجسټرېشن چې د پاکستان حکومت په 2017م کې کړی وو او درېم هغه دي چې د کال 2021م نه پس پاکستان ته راغلي او د پاکستان د حکومتي شمېرو ترمخه خواوشا شپږ لکه افغانان پاکستان ته راکډه شوي وو.

پاکستان کې د يو اېن اېچ سي ار وياند قېصر اپريدي وي او اې ډيوه ته ويلي، د پاکستان د حکومت سره یې خبرې روانې دي او هيله لري چې د افغان کډوالو د کارډونو موده وغځوي، او هغه خلک چې د 2021م نه وروسته پاکستان ته راغلي هغوی مشکلات لري او زيات پکې نه شي کولی چې بيرته افغانستان ته لاړ شي ځکه هلته ورته چېلنجونه دي، نو د هغو دپاره د کومې تګلارې جوړولو په اړه هم د پاکستان سره خبرې کوي.

د طالبانو د حکومت دريځ

په کراچۍ کې د افغانستان د طالبانو د حکومت کونسلګري وايي، په پاکستان کې د افغانانو مجموعي تعداد خواوشا درې ميلينه دی، په دوی کې 22 لکه خواوشا پي او آر او اې سي سي کارډ لرونکي دي چې پکې د اې سي سي کارډ لرونکو شمېره اته لکه او پاتې پي او آر کارډ لرونکي وو.

په کراچۍ کې د طالبانو کونسل جنرل عبدالجبار تخاري وايي، د تېر کال راهسې نزدې په شپږو مياشتو کې خواوشا شپږ لکه افغان کډوال بيرته ستانه کړل شوي او په دوی کې اکثريت د قانوني اسنادو نه لرونکو وو، په دوی کې دوه يا درې فيصده پي او آر کارډ لرونکي او پينځه فيصده اې سي سي کارډ والا وو.

د تخاري په وينا، "دوی شړل شوي دي"، هغه زیاته کړه، په دوی کې بيا کارډ لرونکي هم ونيول شو، "مونږ نزدې 4251 د سيند صوبې د زندانو ازاد کړي او بيرته لېږلي دي".

هغه وویل، "اوس په سيند صوبه کې د افغان کډوالو ډېر تنګول نه کيږي، د پاکستاني چارواکو سره د دوی خبرې شوي، زياتره غېر قانونه افغانان تللي دي، بل نګران حکومت د افغانانو نيولو سلسله تېزه کړې وه، اوسنی حکومت ښه رويه کوي، تراوسه یې کوم مشکل نه دی جوړ کړی".

د پاکستان حکومت څه پلان لري؟

د پاکستان د سېفران وزیر امير مقام وايي، پاکستان کې د پي او آر کارډ لرونکو شمېره د 13 او 14 لکو په مينځ کې ده، د اې سي سي والو تعداد اته لکه دی او ډېر داسې دي چې هیڅ اسناد نه لري، اندازاً د هغو شمېره هم د اووه، اتو لکو يا لسو لکو پورې ده، نو تراوسه پورې پاکستان کې د 33 نه 35 لکو پورې افغان مېشت دي.

وي او اې ډیوه سره خبرو کې امير مقام وويل، مخکې پرېکړه شوې وه چې اول به غېر قانونه، بيا اې سي سي او پي او آر کار لرونکي ويستل کيږي، خو "اوس مونږ يوه نوې سمري جوړوو چې پي او آر کارډ کارډ لرونکو ته نوره موده ورکړل شي، کوم حالات چې د افغانستان دي او څه صورتحال دی نو په هغې سلسله کې مونږ لګيا يو د ټولو سره په رابطه کې يو".

هغه زیاته کړه، "زمونږ د کورنيو، دفاع او قانون وزارت او نورو سره ناسته شوې او په هغې کې اتفاق په دې شوی، او ما ويلي، کم نه کم د شپږو مياشتو نه تر يو کال پورې دی (دوی ته موده) وغځول شي، چې د نړيوالو ادارو او افغان کډوالو اطمينان وشي".

هغه وويل، د کارډونو موده غځول به د پي او آر سره د د اې سي سي کارډ لرونکو دپاره هم وي.

هغه افغان کډوال چې د تېر کال په نومبر کې پولیسو د قانوني‌ اسنادو نه لرلو په تور نیولي وو.
هغه افغان کډوال چې د تېر کال په نومبر کې پولیسو د قانوني‌ اسنادو نه لرلو په تور نیولي وو.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG