لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په لنډيکوتل کې د خبریال د وژنې خلاف صحافیانو په دویمه ورځ هم احتجاجونه وکړل


 د حکومتي ګامونو نه ځايي خبریالان نه دي مطمین او سبا د جمعې په ورځ یې د ماسپښین نه پس جمرود کې د باب خېبر په مقام د احتجاج او پرلت اعلان کړی دی
د حکومتي ګامونو نه ځايي خبریالان نه دي مطمین او سبا د جمعې په ورځ یې د ماسپښین نه پس جمرود کې د باب خېبر په مقام د احتجاج او پرلت اعلان کړی دی

د خېبر ضلعې په لنډيکوتل ښار کې د نامعلومه حمله کوونکو په ډزو د وژل شوي خبريال خلیل جبران د وژنې په ضد په دویمه ورځ هم صحافیانو احتجاجې مظاهرې وکړې او په پېښور کې د پریس کلب مخې ته خبریالان راغونډ شوي وو او غوښتنه يې کوله چې د جبران د قتل دې عدالتي پلټنې وشي.

خليل جبران د جون په 18مه د لنډیکوتل په مزرینه سیمه کې نامالومو وسله والو په ډزو وژلی وو.

د خېبر پښتونخوا حکومت وایي د خليل جبران وژنه کې د ککړو تنانو د نیولو پوره کوشش به کوي.
د خېبر یونین آف جرنلسټس صدر ناصر حسېن وايي، "زه د حکومت نه دا خواست کومه چې دا يو مثال جوړ کړي چې دا د خلیل جبران کومه واقعه شوې ده. د دې چې کوم شاته کسان دي. چې هغه ګرفتار شي او ددوي خلاف انکوایري وشي. او څنګه تاسو ته پته ده چې خېبر پښتونخوا کې زمونږ ډېر ملګري داسې دي هغوي ته دهمکیانې ملاویږي".

د ناصر حسېن په خبره، د صحافیانو د مختلفو تنظیمونو په خواست د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د صوبې زیاتره پرېس کلبونو مخې ته مظاهرې وشوې او د خلیل جبران د وژنې رڼې پلټنې غواړي.

مظاهره کونکو خبریالانو وویل امریکا کې د یولسم ستمبر د پیښې نه پس پاکستان او بیا په پښتونخوا کې ترهګري زیاته شوه چې له امله یې صحافیان زیات اغېزمن شول. دوی ړویل اوس یوځل بیا دوی رپوټونه ترلاسه کړي دي چې د سیمې د امنیت حالات په خرابیدو دي.

د پاکستان فېډرل یونین آف جرنلسټس ورکرز صدر شمیم شاهد وايي، د "100 نه زیات جرنالسټان شهیدان کړی شوي دي. په دې کې زیات خلک زمونږ د دې سیمې سره تعلق لري. د خېبر پښتونخوا شمېره هم د 50 نه زیاته ده. دا وخت په وخت باندې دوی وژل شوي دي. او دې کې ټولو نه غټه مسله داده چې په دې کې تحقیقات نه دي شوي. چې دا چا وژلي دي. که یو تحقیق شوی وی. او هغه عدالت کړی وی نو هغه عدالتي رپورټ هم تر اوسه پورې مخې ته نه دی راغلی. په دې وجه دا خطرې ورځ تر ورځه زیاتیږي. اوس خو ډیرې زیاتې شوي دي".

لنډ يکوتل کې هم د خبریالانو تر څنګ سیاسي فعالینو او د مدني ټولنو غړو د خلیل جبران وژنه غندله او د موجوده حکومت نه يې د تحفظ غوښتنه کوله.

د صوبایي حکومت په نمایندګۍ د اطلاعاتو مشیر بیرسټر محمد علي سیف د غجمنې کورنۍ سره خواخوږۍ له لنډيکوتل ته تلی وو او هلته یې رسنیو ته وویل چې حکومت به د خلیل جبران وژنه کې د ککړو تنانو د نیولو پوره کوشش کوي.

هغه وويل، "دا مسلې به هله حل کیږي. کله چې ټول قوم په یو ځای شي. او هغه د اتفاق په طاقت باندې دا مسلې. ځکه چې همیشه قومونو دا مسلې په اتفاق او په دې طریقه باندې چې يوه اتفاق رای یې جوړه شي. انشاالله د حکومت پوره کوشش دی چې وس دی چې مونږه چې څومره هم په وس کې کیږي. ستاسو تعاون هم پکار دی. حکومت به تاسو سره تعاون کوي. تاسو مونږ سره تعاون کوئ".

خو د حکومتي ګامونو نه ځايي خبریالان نه دي مطمین او سبا د جمعې په ورځ یې د ماسپښین نه پس جمرود کې د باب خېبر په مقام د احتجاج او پرلت اعلان کړی دی.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG