لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملاله یوسفزۍ: پاکستان دې د بې اسناده افغان کډوالو د ایستلو لړۍ ودروي


د نوبل جایزې ګټونکې او تعلیم لپاره په نړۍ کې مبارزه کوونکې ملالې یوسفزۍ د پاکستان له حکومته غوښتي چې له دغه هېواد څخه د بې‌ اسناده افغانانو د ایستلو لړۍ ودروي.

ملالې یوسفزۍ ویلي په افغانستان کې د هغو ښځو او نجونو "تیاره راتلونکي" ته اندېښمنه ده چې له پاکستانه ایستل کېږي.

د جمعې په ورځ له فرانس پریس خبري ایجنسۍ سره په مرکه کې ملالې یوسفزۍ ویلي، "دا د ژورې اندېښنې وړ ده چې پاکستان په هېواد کې مېشت افغان کډوال په جبري توګه افغانستان ته استوي او زه د ښځو او نجونو په اړه ژوره اندېښنه لرم".

دوې ورځې وړاندې د حکومت له خوا په پاکستان کې د کډوالۍ د اسنادو درلودونکو افغانانو د پاتې کېدو موده یو کال نوره وغزول شوه خو پاکستان ویلي چې د بې‌اسناده افغانان د ایستلو لړۍ به روانه وي.

ملالې یوسفزې د جولای په پیل کې په دوحه کې د ملګري ملتونو په کوربتوب غونډه باندې هم نیوکې کړې ځکه چې وایي ښځو ته پکې د ګډون بلنه نه وه ورکړل شوې. ملالې وویل د غونډې "د ښځو او نجونو په مستقبل باندې سودا وکړه".

ملالې غوښتنه وکړه چې له طالبانو سره باید "اصولي اړیکې" وساتل شي. هغې وویل، "د نړۍ مشران باید په دې پوه شي چې کله له طالبانو سره کښېني او ښځې او نجونې نه پرېږدي، په حقیقت کې دوی د طالبانو پلوي کوي".

تېر کال له پاکستانه د بې‌اسناده افغان کډوالو د ایستلو په اړه د اسلام‌اباد له اعلان وروسته تراوسه پورې تر شپږ لکه زیات افغانان له پاکستان څخه وتلي او یا ایستل شوي دي.

د بشري حقونو د څار ادارو خبرداری ورکړی چې افغانستان ته یو شمېر ستانه کړی شوي کډوال د طالبانو له خوا ځورول شوي دي.

ملالې یوسفزۍ افغانستان ته د ستانه شویو افغانو نجونو او ښځو په اړه ویلي، "زیاترو دغو نجونو په پاکستان کې تعلیم کاوه، دوی په سکولونو کې وې، دغو ښځو کار کاوه".

ملالې د پاکستان له حکومته غوښتي چې د افغان کډوالو د ایستلو په اړه پر خپلې پالیسۍ بیا غور وکړي‌، هغې ویلي "زه هیله لرم چې پاکستان خپله پالیسي بدله کړي او په ځانګړې توګه هغه نجونې او ښځې وژغوري چې په افغانستان کې به له تیاره راتلونکي سره مخ کیږي".

ملالې یوسفزۍ له دې وړاندې د جولای په درېیمه هم د پاکستان له حکومته غوښتي وو چې د افغان کډوالو د ایستلو پر پالیسي له سره غور وکړي او افغان نجونې او ښځې د "طالبانو له ظلمونو" وژغوري چې په پاکستان کې په خوندي ډول تعلیم ته دوام ورکړي.

طالبانو د 2021م کال د اګست پر 15مه پر کابل له واکمنېدو وروسته په ټول افغانستان کې سختدريځې تګلارې عملي کړې دي چې د پام وړ يې پر ښځو د کار کولو محدوديتونه او له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر تعلیم بندیزونه دي.

د طالبانو حکومت په دې اړه د نړيوالو غوښتنې له پامه غورځولې او دا عمل يې د افغانستان داخلي چاره بللې ده چې په وينا يې د وخت په تېرېدو سره په يو مناسب چوکاټ ورته برابر کړي.

د پاکستان حکومت د 2023م کال د نومبر له لومړۍ راهيسې له هېواده په زوره د بې اسناده افغانانو د ايستلو لړۍ پيل کړې چې لا هم دوام لري.

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو اداره یو این ایچ سي آر او د پاکستان حکومت وايي اسلام اباد تر دې مهاله تر پینځه لکه زيات افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه کړي دي.

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو اداره وايي په پاکستان کې 1.4 ميلينه رجسټر افغان کډوال ژوند کوي او شاوخوا همدومره شمېر نور نارجسټر افغانان په دې هیواد کې میشت دي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG