لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان: د خواريکښو په نړیواله ورځ مزدوران وايي د حکومت مقرر اجرت نه ورکول کیږي


پاکستان کې خواريکښ او په شخصي کمپنیو کې کار کوونکي تنخادار وايي، د حکومت لخوا چې د خواريکښو دپاره کومه تنخا يا د میاشتې اجرت مقرر ‏کړل شوی، هغه ورته نه ورکول کيږي. ‏

د خواريکښو په نړیواله ورځ (لومړۍ مې) مزدوران وايي د ورځې یې دومره امدن نه وي چې د بچو د خوراک او کور ضرورتونه پرې پوره کړي. د پاکستان ‏حکومت په سرکاري کچه د مياشتې اجرت کم نه کم ‏‎32,000‎‏ روپۍ او د کار وخت اته ساعته مقرر کړي دي. ‏

خو په شخصې کمپنيو کې کارکوونکي وايي د هغوي نه 12 ساعته کار اخستل کيږې او اجرت ورته کم ورکړل کيږي.‏

د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف ویلي، خواریکښو ته په ورپېښو مسلو خبر دی، حکومت ته په راتلونکي بجټ کې مزدورانو سره د خېرښېګړې کولو ‏ټول ممکنه اقدامات پورته کوي.‏

هغه په لاهور کې خپل کور کې د مزدورانو د نړيوالې ورځې په مناسبت راجوړې غونډې ته په وينا کې ويلي چې مزدور ته پوره حق نه مېلاويږي ملک ‏پرمختګ نه شي، حکومت به یې د مزدورانو اجرت سېوا کول يقيني کوي.‏

په شخصي امنيتي کمپنۍ کې کار کوونکی 40‏‎ ‎‏ کلن امريز خان وايي، څلور نفره کورنۍ لري، د مياشتې ورته ‏‎25,000‎‏ روپۍ تنخا ورکول کيږي. ‏

د پاکستان حکومت په روان مالي کال ‏‎2023/24‎م کې په قامي بجټ کې د مياشتې کم نه کم تنخا دوه ديرزشت زره روپۍ مقرر کړې، خو په شخصې ادارو ‏کې کارکوونکي وايي، اکثرو ته د 25،000‏‎ ‎‏ روپو پورې ورکول کيږي.‏

د خېبر پښتونخوا وزير اعلا علي امين ګنډا پور د مزدروانو د ورځې په حواله ويلي دخواريکښو د خېر ښېګړې د پاره به ګامونه اخلي.‏

د نړيوال بېنک د شمېرو ترمخه پاکستان کې ‏‎40‎‏ فيصده خلک د غربت سره مخ دي.‏

د پاکستان حکومت وايي د ملک دننه د بې روزګارۍ شرحه اته فيصده ده، خو ازادې ادارې وايي بې روزګاري ‏‎16‎فيصدو ته رسېدلې او د يو کس د ورځې ‏امدن څلور ډالره يا ‏‎1100‎‏ روپۍ جوړيږي.‏

نړيوال بېنک وايي د ملک دننه يو کروړ او پينځه ويشت لکه خلک د غربت د کرښې نه لاندې ژوند تيروي.‏

کارپوهان وايي، پاکستان کې خواريکښ نه يواځې د بې روزګارۍ او کم اجرت سره مخ دي، بلکې دوی د موسمي بدلون د بدو اغېزو هم ښکار کيږي.‏

د مزدورانو نړيوال سازمان ويلي چې موسمي بدلون په نړيواله کچه 70 فيصده کارکوونکو دپاره د صحت په برخه کې د ناروغو يو کاکټېل يا مجموعه ‏جوړوي چې پکې کېنسر، د سا ناروغۍ، د زړه بيمارۍ، د ګردو خرابېدل او په دماغي صحت اثرات کېدل شامل دي.‏

د مزدورۍ په تمه ناست کارګر.
د مزدورۍ په تمه ناست کارګر.

کارپوهان دا راپور د اندېښنې وړ بولي او وايي چې په پاکستان کې مزدورانو او کارکوونکو دپاره د اسانتياو نيشوالی، او د خلکو ناپوهۍ له امله د هيواد ‏په هر يو برخه کې کارګران په څه نا څه شکل کې د موسمي بدلون د خرابو اثراتو نه زيات اغېزمن کيږي.‏

د خواريکښو نړيوال سازمان (آی اېل او) پخپل وروستي رپورټ کې ويلي چې موسمي بدلون د وړاندې نه په نړيواله کچه د کارګرانو په خونديتوب او ‏صحت بدې اغېزې کړي دي.‏

د سازمان ترمخه د نړۍ د ‏‎3.4‎‏ بيلينه ټول کاري ځواک ‏‎2.4‎‏ بيلينه څخه سېوا کارکوونکي د خپل کار پرمهال د زياتې ګرمۍ ښکار کېدای شي.‏

د روغتيا د چارو پوهان وايي چې سخته يخني او ګرمي دواړه د کارکوونکو خلکو په ژوند خراب اثر پرېباسي او د بې احتياطۍ له امله د څرمنې بيمارو ‏ترڅنګ د زړه، ګردو او فشارخون ناروغۍ يې ژوند د ګواښ سره مخ کوي.‏

د زړونو د ناروغو ډاکټر اسفنديار خان وايي، " د فالج خطره ډېره زياته شي ځکه چې خولې ډېرې لاړې شي بدن کې اوبه کمې شي او وينه ډېره ټينګه شي، د ‏دې اثراتو له وجې زمونږه ګردې هم خرابېدې شي ځکه چې بدن کې اوبه کمې شي او ګردو چلېدو دپاره اوبه پکار وي او په دوه درېو ورځو کې د د دې د ‏خرابېدو خطره وي او چې ګردې خرابې شي نو د هغې هم په زړه اثر وي او د هغې وجې نه مرګ هم کېدای شي او دې ته مونږه هيټ سټروک وايو".‏

د ادارې د رپورټ ترمخه موسمي بدلون په نړيواله کچه 70 فيصده نه سېوا کارکوونکو دپاره د صحت په برخه کې د ناروغو يو کاکټېل يا مجموعه جوړه وي ‏او د کال 2000 راپدېخوا دا شمېره د 65،5 فيصده نه 70،9 فيصده ته لوړه شوې ده.‏

د ماحولياتو ماهرين وايي پاکستان کې اقليمي شرايط د وړاندې څخه د کارګرانو دپاره مناسب نه وو او لا هم يې هم د ځانونو خوندي کولو په برخه کې ‏پوهه او اسانتياوې نه دي ترلاسه کړي.‏

‏(په دې خبر کې رياض حسېن، ارشد مومند او عبدالرزاق معلومات شريک کړي دي)‏

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG