لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې د پوليو دوه نورې پېښې رپورټ شوي دي


د پوليو د مخنيوي پروګرام د صحت په قامي اداره کې د پوليو د مخنيوي ليبارټرۍ لخوا ويلي، په قلعه عبدالله ضلعه کې دوه کلن ماشوم او د کراچۍ په کيماړۍ ضلعه کې درې کلن ماشوم پوليو وايرس ښکار شوی دی
د پوليو د مخنيوي پروګرام د صحت په قامي اداره کې د پوليو د مخنيوي ليبارټرۍ لخوا ويلي، په قلعه عبدالله ضلعه کې دوه کلن ماشوم او د کراچۍ په کيماړۍ ضلعه کې درې کلن ماشوم پوليو وايرس ښکار شوی دی

په پاکستان کې د پوليو دوه نورې پېښې رپورټ شوي چې ورسره په ملک کې سږ کال تراوسه پورې د پولیو د ټولو کېسونو شمېره اتوو ته ورسېدله. د کراچۍ څخه د سږني کال لومړۍ پېښه مخې ته راغلې ده.

د پوليو د مخنيوي پروګرامد جون په 28مه نېټه ناوخته خبر ورکړو چې د پولیو تازه پېښو کې يوه د بلوچستان صوبې په قلعه عبدالله او بله د کراچۍ په کيماړۍ ضلعه کې مخې ته راغلې ده. په سږني کال کې په قلعه عبدالله ضلعه کې د پولیو دا درېمه پېښې رپورټ شوې ده.

د پوليو د مخنيوي پروګرام د صحت په قامي اداره کې د پوليو د مخنيوي ليبارټرۍ لخوا ويلي، په قلعه عبدالله ضلعه کې دوه کلن ماشوم او د کراچۍ په کيماړۍ ضلعه کې درې کلن ماشوم پوليو وايرس ښکار شوی دی.

ويل شوي، د ماشومانو په بدنونو کې د معذورۍ نخښې په 22مه مې او درېم جون ښکاره شوې وې او د دواړو د وايرسو تعلق د پوليو د (کی وايي بي تهري اې کلسټر) سره دي.

پاکستان کې سږ کال تراوسه پورې پوليو اته کېسونه رپورټ شوي دي.

د وزيراعظم د پوليو فوکل پرسن عايشه رضا فاروق ويلي، سږ کال د پوليو څو پېښې رپورټ شوې، دا بدقسمتي ده چې د پوليو وايرس د پاکستان ماشومانو دپاره خطره جوړه شوې ده.

هغې ویلي، څو پورې چې د دې وايرس خاتمه نه وي شوي يو ماشوم هم د دې ناروغۍ څخه محفوظ نه دی، حکومت د پوليو خاتمې دپاره ژمن دی.

د پوليو د مخنيوي دپاره د قامي بېړني مرکز رابطه کار ډاکټر انوار الحق ويلي، د پوليو پروګرام د يادو پېښو پلټنې کوي چې هغه ابادۍ معلومې کړل شي کومې چې د پوليو ويکسينو څخه محرومه پاتې شوي دي.

ویل شوي، د پوليو وايرس په ځانګړي ډول هغه ماشومان په نخښه کوي کوم چې د خوراک د کمي سره مخ دي او د هغو قوت مدافعت د پوليو او نورو ويکسينو څخه د محرومه پاتې کېدو له امله کمزوري وی.

له دې وړاندې په 24م جون د پوليو د مخنيوي پروګرام ویلي وو، پاکستان کې سږ کال د پوليو شپږمه پېښه د بلوچستان صوبې د قلعه عبدالله څخه مخې ته راغلې وه.

پاکستان کې د پوليو د مخنيوي پروګرام ويلي وو، دغه پېښه هم د قلعه عبدالله ضلعې په ګلستان علاقه کې رپورټ شوې وه.

د پاکستان په بلوچستان صوبه کې دغه پېښه په داسې وخت کې رپورټ شوې، چې په 24م جون د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ په ملک کې د پوليو د خاتمې دپاره د (نېشنل ټاسک فورس) غونډه شوې او د بل اېنډ ملېنډا ګېټس مشر بل ګېټس پکې ګډون کړی وو.

وزيراعظم ویلي وو، د پوليو د مخنيوي په لړ کې د کار کوونکو، د پاکستان د عزم او همکارانو په مرسته پاکستان د پوليو خلاف مهم پرمختګ کړی دی خو تر څو چې دا وايرس په ماحول کې موجود دي او ماشومان معذوره کوي تر هغې به کار نه شي بشپړ کېدی.

د پاکستان د سرکاري خبر ترمخه بل ګېټس د پوليو خلاف د پاکستان پرمختګ ستايلی، او زياته کړې یې ده پاکستان کې د پوليو د خاتمې دپاره ژمن دی او د پوليو سره سره به د صحت په نورو برخو کې مرستې دوامداره ساتي.

هغه ویلي وو، باور لري چې په ګډه د کار ساتلو او نوو تګلارو عملي کولو سره به پاکستان د پوليو خاتمې پله پرمختګ وکړي.

د پوليو د مخنيوي پروګرام ویلي، د جولايۍ د لومړۍ نېټې څخه د ملک په 41 ضلعو کې د پوليو د مخنيوي کمپاين پيل کولی شي چې پکې به د 90لکو نه زياتو ماشومانو ته د پوليو ضد څاڅکي ورکولی شي.

په میاندو پلارانو غږ شوی چې د پينځو کالو نه کم عمر خپلو ټولو ماشومانو ته په راتلونکي کمپاين کې د پوليو څخه بچ کېدو څاڅکي ورکړي او د تل عمري معذورۍ څخه یې وژغوري.

پاکستان کې د پوليو د مخنيوي چارواکي وايي، پاکستان او افغانستان يواځيني هيوادونه دي چرته چې د پوليو وايرس شتون لري، او که يو ځل د پوليو وايرس ختم شي د تل دپاره ختميږي ځکه د دې وايرسو په ختمولو ټينګار کولی شي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG