لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان صدر او وزيراعظم ويلي، د ترهګرۍ د خاتمې پورې به د ترهګرۍ ضد جګړه روانه وي


د پاکستان صدر اصف علي زرداري او وزیراعظم شهباز شريف په کورمه کې د پوځيانو د وژنې پېښه غندلې او ويلي یې دي، د ترهګرۍ د خاتمې پورې به ‏د ترهګرۍ ضد جګړه روانه وي.‏ وزيراعظم نن د امنیت په اړه د اېپکس کمېټۍ غونډه هم رابللې ده.

د پاکستان پوځ ويلي، پرون د جون په ‏‎21‎مه د خېبرپښتونخوا په کورمه ضلع کې د سړک په غاړه بم چاودېدو په پېښه کې پينځه عسکر وژل شوي وو.‏

پوځ ويلي، د ترهګرۍ لعنت ختمولو ته ژمن دی او قربانۍ یې د عسکرو حوصلې نورې پياوړې کوي.‏

د کورمې د پېښې زمه واري تراوسه چا نه ده منلې.‏

د پاکستان صدر اصف علي زرداري د کورمې د چاودنې غندنه کړې او ويلي يې دي، د ترهګرۍ د خاتمې پورې به د قانون نافذونکو ادارو عمليات روان ‏وي.‏

د اېوان صدر د بیان ترمخه، صدر د ترهګرۍ د خاتمې په لړ کې د امنیتي ځواکونو کردار ستايلی او د ترهګرۍ د جرړو څخه ويستو عزم یې څرګند کړی دی.‏

وزيراعظم شهباز شریف د عسکرو په وژنه افسوس څرګند کړی، د پېښې غندنه یې کړې او ويلي يې دي د ترهګرۍ په بشپړ ډول خاتمې پورې به په قلاره نه ‏کښېني.‏

د پاکستان د ځايي رسنیو ترمخه وزیراعظم نن د امنيت په اړه د اپېکس کمېټۍ غونډه هم رابللې ده.

درې ورځې وړاندې چارواکو ويلي وو د افغانستان د پولې سره جوختې د کورمې په سنګړوبه سیمه کې نښته شوې، چې په کې د تحریک طالبان پاکستان ‏کاظم ډلې مهم کومندان عمر وژل شوی وو، او د وسله والو په ډزو کې د پاکستان د یو افسر کپتان په ګډون شپږ عسکر ژوبل شوي وو. د پاکستان پوځ او ‏وسله والو د یادې نښتې په اړه څه نه وو ويلي.‏

په ‏‎16‎م جون کورمه قبایلي ضلعه کې د مسافرو یو ګاډی د سړک غاړې ښخ بم ښکار شوی، د یوې کورنۍ څلور کسان پکې وژل شوي او دوه نور ژوبل شوي ‏وو.‏

له دغې وړاندې په‎ ‎‏ ‏‎15‎م جون پوځ په خېبر ضلعه کې د پينځو ترهګرو د وژلو دعوه کړې وه.‏

په نهم جون د پښتونخوا په جنوبي ضلعه لکي مروت کې د پاکستان د پوځ د یو ګاډي سره نزدې بمي چاودنه شوې د پاکستان د پوځ د یو افسر په ‏ګډون پکې اووه عسکر وژل شوي وو.‏

د يادې پېښې په غبرګون کې د پاکستان پوځ ویلي وو، د نهم او لسم جون په مينځنۍ شپه کې یې عمليات کړي او د ‏‎11‎‏ ترهګرو وژلو یې ويلي وو.‏

پاکستان کې د شخړو او امنيت د مطالعاتو څيړنيزې غېر حکومتي ادارې پاکستان انسټيتیوټ فار کنفلیکټ اېنډ سیکيورټي سټډیز (پيکس) ويلي، د مې ‏‏‏په میاشت کې په ملک کې د ترهګرۍ پېښې ‏‎12‎‏ فيصده سېوا شوي او امنيتي ځواکونو ‏‎82‎‏ جنګيالي وژلي وو. ‏

د روانې مياشتې په درېمه نېټه خپور کړي رپورټ کې پيکس ويلي وو، د اپرېل د مياشتې په مقابله کې په مې کې ترهګري سېوا شوې او وژنو کې هم ‏‎29‎‏ ‏‏‏فيصده اضافه ليدل شوې وه.‏

په رپورټ کې د مې په مياشت کې په ملک کې د ‏‎86‎‏ ترهګرو پېښو ويل شوي، ‏‎90‎‏ کسان پکې وژل شوي چې پکې ‏‎48‎‏ ملکي وګړي، ‏‎22‎‏ امنيتي ساتونکي او ‏‏‏‎20‎‏ جنګیالي شامل وو.‏

پيکس ويلي وو، د مې په میاشت کې د پاکستاني پوځ، نورو امنیتي ادارو او پولیسو د کارروايانو په وخت ‏‎70‎‏ کسان وژل شوي، ‏‎62‎‏ پکې جنګيالي او اته ‏‏‏د امنيتي ځواکونو غړي شامل وو. د رپورټ ترمخه د مې په مياشت کې په مجموعي ډول ‏‎82‎‏ جنګيالي وژل شوي، ‏‎62‎‏ پکې د امنیتي ځواکونو په عملیاتو او ‏‏‏‎20‎‏ د حملو په وخت ځوابي عملياتو کې وژل شوي وو.‏

پيکس ویلي وو، په تيرو اووه کلونو کې د جنګیالو د وژنو دا شمېره په کومه يوه میاشت کې تر ټولو زياته شمېره وه.‏ په رپورټ کې ويل شوي د مې په ‏مياشت کې په ‏‎86‎‏ پېښو کې ‏‎33‎‏ په پخوانۍ فاټا، ‏‎24‎‏ په خېبرپښتونخوا او ‏‎23‎‏ په بلوچستان کې شوې وې. پخوانۍ فاټا کې ‏‏‎30‎‏ کسان، خېبرپښتونخوا کې د ‏ورګډو ضلعو نه علاوه نورو سيمو کې ‏‎37‎‏ کسان وژل شوي، او ټول ‏‎64‎‏ کسان ژوبل شوي وو.‏

پيکس ويلي وو، د روان کال‎ (‎‏‎2024‎م‎) ‎په لومړو پينځو مياشتو کې په ملک کې د ترهګرۍ ټولې ‏‎409‎‏ پېښې شوې، ‏‎414‎‏ کسان پکې وژل شوي او ‏‎474‎‏ ژوبل ‏‏‏شوي وو.‏

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG