لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پښتونخوا او بلوچستان په ګډون د پاکستان په 41 ضلعو کې د پوليو ضد څاڅکو کمپاين پيل شوی



پاکستان کې د پوليو ځانګړی کمپاين په داسې وخت کې کيږي چې تېر د جون په مياشت کې پاکستان کې د پوليو څلور نوې پېښې رپورټ شوي دي، په دغو تازه پېښو کې دوه په قلعه عبدالله، يوه په کوټه او بله د سيند صوبې د کراچۍ ښار په کيماړۍ ضلعه کې مخې ته راغلې ده
پاکستان کې د پوليو ځانګړی کمپاين په داسې وخت کې کيږي چې تېر د جون په مياشت کې پاکستان کې د پوليو څلور نوې پېښې رپورټ شوي دي، په دغو تازه پېښو کې دوه په قلعه عبدالله، يوه په کوټه او بله د سيند صوبې د کراچۍ ښار په کيماړۍ ضلعه کې مخې ته راغلې ده

په پاکستان کې د پوليو مخنيوي پروګرام ويلي، نن د لومړۍ جولايۍ څخه د ملک په 41 ضلعو کې د پوليو ضد څاڅکو ځانګړی کمپاين پيل شوی دی، په دغو 41 ضلعو کې د خېبرپښتونخوا 11 او د بلوچستان صوبې 16 ضلعې شاملې دي.

خېبرپښتونخوا کې د پوليو د مخنيوي پروګرام ویلي، نن د لومړۍ جولايۍ څخه د پينځمې جولايۍ پورې به د صوبې په شپږو ضلعو صوابۍ، سوات، ټانک، شمالي وزيرستان، کوز او بر جنوبي وزيرستان کې ټولو ماشومانو ته د پوليو ضد څاڅکي ورکولی شي.

ويل شوي، په ډېره اسماعيل خان کې به په 22 يونين کونسلو، پېښور کې په درېو، کورمه، بنو او لکي مروت کې به په يو يو يونين کونسل کې د پوليو ضد څاڅکي ورکول کيږي.

د پروګرام ترمخه په ياد کمپاين کې به په صوبه کې 12لکه او 90,000 ماشومانو ته د پوليو ضد څاڅکي ورکول کيږي، د کمپاين پرانسته د صوبې وزيراعلا علي امين ګنډاپور په 28م جون کړې وه.

بلوچستان کې د پوليو مخنيوي پروګرام ویلي، د صوبې په 16 ضلعو قلعه عبدالله، چمن، قلعه سېف الله، لورالايي، شېراني، ژوب، زيارت، دوکۍ، بارکهان، قلات، لسبېله، مستونګ، ماشکېل، نصير اباد، سبي او اوستا محمد کې به ماشومانو ته د پوليو ضد څاڅکي ورکول کيږي.

پاکستان کې د پوليو ځانګړی کمپاين په داسې وخت کې کيږي چې تېر د جون په مياشت کې پاکستان کې د پوليو څلور نوې پېښې رپورټ شوي دي، په دغو تازه پېښو کې دوه په قلعه عبدالله، يوه په کوټه او بله د سيند صوبې د کراچۍ ښار په کيماړۍ ضلعه کې مخې ته راغلې ده.

پاکستان کې سږ کال تراوسه پورې په ټول ملک کې د پوليو ټولې اته پېښې رپورټ شوي، چې پکې درې د بلوچستان صوبې په قلعه عبدالله، يوه يوه په کوټه، چمن او ډېره بګټي کې معلومې شوي دي. دوه نورې پېښې د سيند صوبې په شکار پورې او د کراچۍ په کيماړۍ ضلعو کې رپورټ شوي دي.

دغه ډول د پوليو د مخنيوي پروګرام ویلي، سږ کال تراوسه پورې د ملک په 40 ضلعو کې په ماحولياتي نمونو کې د پوليو وايرس تصدیق شوی دی.

د وزیراعظم فوکل پرسن عایشه رضا فاروق په مياندو پلارانو غږ کړی، د پوليو کمپاين کې خپلو ماشومانو ته د پوليو ضد څاڅکي ورکړئ او تلعمره معذورۍ څخه یې وژغورئ.

د پوليو د مخنيوي قامي بېړني مرکز مشر محمد انوارالحق ويلي، دا اوسنی کمپاين ډېر مهم دی او دا په هغو علاقو کې کولی شي چرته چې د وايرسو پرله پسې موجودګي د ماشومانو دپاره خطره ده.

پاکستان کې د پوليو د مخنيوي چارواکي وايي، پاکستان او افغانستان يواځيني هيوادونه دي چرته چې د پوليو وايرس شتون لري، او که يو ځل د پوليو وايرس ختم شي د تل دپاره ختميږي ځکه د دې وايرسو په ختمولو ټينګار کولی شي.

2

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG