لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د صدر جوبايډن د کرونا ټېسټ مثبت راغلی، انتخابي جلسه یې ځنډولې


د کرونا  ټېسټ يې مثبت راتلو وروسته جوبايډن ويلي، هغه ښه محسوسوي
د کرونا  ټېسټ يې مثبت راتلو وروسته جوبايډن ويلي، هغه ښه محسوسوي

د امریکې د صدر جوبايډن د کرونا ټېسټمثبت راغلی، د شورو/ چهارشنبې په ورځ یې تاييد شوی دی. له دغې وروسته نوموړي په لاس ويګاس کې لاطيني ووټرانو ته د وړاندې نه ټاکل شوې وينا ځنډولې ده.

د کرونا ټېسټ يې مثبت راتلو وروسته جوبايډن ويلي، هغه ښه محسوسوي.

د سپينې ماڼۍ پرېس سيکرټري جين پيير ويلي، د 81 کلن صدر د کرونا معاينه مثبته راغلې، او په هغه کې د وبا لږ علامات ښکاره شوي دي.

ترجمانې ويلي، صدر د کرونا وايرس څخه د بچ کېدو ويکسين لګولي دي.

ويل شوي، بايډن په ډيلاويير رياست کې د ريهوبوت علاقه کې بيرته کور ته ستنيږي او هلته به قرنطين وي.

پرېس سيکرټري ویلي، سپينه ماڼۍ به د صدر د صحت په اړه تازه احوال شريکوي او صدر بايډن به په قرنطين کې د صدارت چارې ترسره کوي.

د صدر بایډن د کرونا ټېسټ په اړه لومړی خبر د لاطيني تنظيم مشر يوني ډوس يو اېس صدر جينټ مرګيوا په لاس ويګاس کې غونډې ته ويلی وو. هغه ويلي، صدر په دې خفه دی چې نن به د خلکو سره نه وويني.

جينټ مرګيوا ويلي، صدر بايډن په وروستيو کې په څو غونډو کې ګډون کړی او نن یې د کرونا ټېسټ مثبت راغلی دی.

د سپينې ماڼۍ پرېس سیکرټري ویلي، د صدر ډاکټر په يو پيغام کې ويلي، د بايډن د ساه شرحه، د وجود درجه حرارت او په وينه کې د اکسيجن مقدار برابر دي.

هغه ویلي، صدر د کرونا د علاج د ويسکینو يو خوراک اخستی دی.

د صدر علاج کوونکي ډاکټر نوم نه دی ښکاره کړی خو ويلي يې دي، بايډن ته د نزلې او ټوخي عام علامات دي.

د پاکستان صدر اصف علي زرداري او وزیراعظم شهباز شریف د صدر بايډن د روغ صحت دپاره نېک خواهشات وړاندې کړي او د هغه د زر صحت مند کېدو دپاره یې دعا غوښتې ده.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG