لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

قطر وایي د اسرایل او حماس تر منځ خپل منځګړتوب ته بیاکتنه کوي، "رول مو ناوړه کارول شوی"


د قطر وزیراعظم او د بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمان الثاني وایي، قطر د اسرایل او حماس تر منځ د منځګړتوب په اړه خپل رول ته بیاکتنه کوي ځکه چې وایي له منځګړتوبه یې ناوړه ګټه اخیستل شوې ده.

عبدالرحمان الثاني د چارشنبې- شورو په ورځ په قطر کې یوې خبري غونډې ته په دې اړه نور سپیناوی ونه کړ خو ویې ویل، "په اوس وخت کې موږ د منځګړي په توګه خپل رول ارزوو او دا ګورو چې د ښکېلو غاړو منځګړتوب څنګه وو".

الثاني وویل سره له دې چې د حماس مشران په قطر کې د جلاوطنۍ ژوند کوي، خو وایي د قطر لپاره د اسرایل او حماس په دغه منځګړتوب کې "محدودیتونه" وو.

قطر له مصر او امریکا سره یو ځای له تېرو څو میاشتو راهیسې د اسرایل او حماس تر منځ د خبرو منځګړتوب کوي چې مقصد یې د یوې اوږدمهاله ډزبندۍ په نتیجه کې حماس یرغمل کړي کسان را خوشي کول او غزې ته بشري مرستې رسېدل دي.

امریکا، مصر، اسرایل او حماس لا په خبرو کې د منځګړتوب په اړه د قطر دې تازه اندېښنو ته جواب نه دی ویلی، خو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر اینټني بلېنکن د سه شنبې- نهې په ورځ د قطر له وزیراعظم سره په دې اړه ټیلیفوني خبرې کړې دي.

د امریکې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، دواړو چارواکو یو ځل بیا پر دې ټینګار کړی چې "په راتلونکو ورځو کې په ګډه کار کول ارزښت لري چې په غزه کې ډزبندي وشي او په ترڅ کې یې بندیان هم خوشي کړای شي."

د قطر وزیراعظم خبري غونډې ته ویلي، د دوی له منځګړتوبه "د محدودو سیاسي ګټو لپاره ناوړه ګټه اخیستل شوې او دې کار قطر مجبور کړ چې په بشپړه توګه د خپل رول ارزونه وکړي".

عبدالرحمان الثاني وویل ځینې سیاستوال د دوی هڅو ته زیان رسوي او د خپل سیاسي پواینټ سکورینګ یا امتیاز تر لاسه کولو هڅې کوي، خو د دغو سیاستوالو نوم یې یاد نه کړ.

په واشنګټن کې د قطر سفارت د سه شنبې- نهې په ورځ د امریکې په کانګرس کې د ډیموکرېټ غړي سټېني هویر پر هغو خبرو نیوکه وکړه چې له امریکې یې غوښتي وو له قطر سره خپلو اړیکو ته دې "بیاکتنه" وکړي.

سټېني هویر د دوشنبې- ګل په ورځ ویلي قطر باید حماس ته ګواښ وکړي که دغه فلسطیني وسلواله ډله "د یرغمل کسانو د خوشي کولو او د لنډمهالې ډزبندۍ په برخه کې د پرمختګ مخنیوي ته دوام ورکړي دا به نتیجې ولري".

د امریکې د کانګرس ځینو نورو غړو هم په وروستیو میاشتو کې تور پورې کړی چې قطر د حماس ملاتړ کوي، خو قطر دا تور رد کړی دی.

په قطر کې دا مهال هم 10,000 امریکایي پوځیان دېره دي چې دا په منځني ختیځ کې د امریکایي پوځیانو تر ټولو زیات شمېر ګڼل کیږي.

د قطر وزیراعظم شیخ محمد بن عبدالرحمن الثاني تر دې وړاندې د چارشنبې- شورو په ورځ دا هم ویلي چې په غزه کې د نوې ډزبندۍ په اړه خبرې په یو "نازک پړاو" کې وې او د خنډونو د لرې کولو لپاره هڅې روانې وې چې تړون ته سره ورسېږي.

د منځني ختیځ د دې مهم هېواد مشر وایي، قطر "د جګړې له پیله راهیسې خبرداری ورکړی وو چې د جګړې دایره به پراخه شي او نن موږ پر بېلابېلو محاذونو شخړې وینو."

عبدالرحمان الثاني وویل، قطر په دوامداره توګه پر نړیواله ټولنه ږغ کوي چې خپلې ذمه وارۍ پر غاړه واخلي او دا جګړه ودروي، وایي د غزې خلک "محاصره او وږي" دي ځکه چې وایي له بشري مرستو د "سیاسي تورونو د وسیلې" په توګه کار اخیستل کیږي.

یادونه:- د رپوټ ځینې معلومات له رویټرز، اې پي او اې ایف پي خبري ایجنسیو اخیستل شوي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG