لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سي ار اېس اېس: په تیرو درېو میاشتو کې په پاکستان کې په ترهګرو پېښو کې 92 فيصده مرګ ژوبلې په خېبرپښتونخوا او بلوچستان کې شوي دي


د رپورټ ترمخه خېبرپښتونخوا او بلوچستان صوبې د ترهګرۍ او ناامنۍ څخه تر ټولو اغېزمنې پاتې شوي، 87 بريدونه او امنيتي ځواکونو عمليات هم په دغو صوبو کې شوي او 92 فيصده مرګ ژوبلې هم په دغو صوبو کې اوښتي دي
د رپورټ ترمخه خېبرپښتونخوا او بلوچستان صوبې د ترهګرۍ او ناامنۍ څخه تر ټولو اغېزمنې پاتې شوي، 87 بريدونه او امنيتي ځواکونو عمليات هم په دغو صوبو کې شوي او 92 فيصده مرګ ژوبلې هم په دغو صوبو کې اوښتي دي

پاکستان کې د څيړنې او امنيتي مطالعې مرکز سېنټر فار ریسرچ اېنډ سیکيورټي‌سټديز نومې غېر دولتي ادارې ويلي، په تیرو درېو میاشتو کې په ګرد هیواد کې ترهګرو پېښو کې 92 فيصده مرګ ژوبلې په خېبرپښتونخوا او بلوچستان صوبو کې شوي دي. او په دغه موده کې د پوځ د يو کپتان پشمول 65 پوځیان او دوه پوليس افسر پشمول 31 پوليس اهلکار وژل شوي دي.

پاکستاني چارواکي په ملک کې د زياتېدونکې ترهګرۍ په اړه په تکرار وايي، په افغانستان کې د طالبانو په واک کې د راتلو وروسته پاکستان کې ناامني او ترهګرۍ سېوا شوې او تحریک طالبان پاکستان د افغانستان د خاورې څخه پاکستان کې ترهګري کوي، خو په افغانستان کې واکمن طالبان د پاکستان دغه تورونه په کلکه ردوي.

د پاکستان د وزيراعظم شهباز شریف په مشرۍ په 22م جون په ملک کې د ترهګرۍ او توندروۍ پرضد د عزم استحکام په نوو عملياتو منظوري ورکړې او د دفاع وزير خواجه اصف ويلي، په ضرورت پېښدو د پولې پورې غاړې افغانستان کې هم عمليات کولی شي، خو په افغانستان کې د طالبانو د دفاع وزارت خبرداری ورکړی، که چا یې هم د پولې يا حريم سرغړونه وکړه، د نتيجو زمه وار به یې په خپله وي.

سي ار اېس اېس نن د جولايۍ په لومړۍ نېټه خپور کړي رپورټ کې ويلي، په تیرو درېو میاشتو کې په ګرد هیواد کې ترهګرو بریدونو او ترهګرو پرضد عملياتو کې ټولې 240 پېښې شوي، د عامو ملکي وګړو او امنیتي ځواکونو د عسکرو په ګډون پکې 380 کسان وژل او 240 ژوبل شوي دي.

د رپورټ ترمخه خېبرپښتونخوا او بلوچستان صوبې د ترهګرۍ او ناامنۍ څخه تر ټولو اغېزمنې پاتې شوي، 87 بريدونه او امنيتي ځواکونو عمليات هم په دغو صوبو کې شوي او 92 فيصده مرګ ژوبلې هم په دغو صوبو کې اوښتي دي.

په رپورټ کې ويل شوي، د روان کال د لومړيو درېو میاشتو په مقابله کې په وروستيو درېو مياشتو کې په بلوچستان صوبه کې ترهګري کمه شوې خو په خېبرپښتونخوا او پنجاب کې زياته شوې ده.

اسلام اباد کې د شخړو او امنیت د مطالعاتو ادارې پاکستان انسټيټيوټ فار کنفلکټ اېنډ سيکيورټي سټډيز (پيکس) مشر عبدالله خان وايي، "دې ځلې له ریاست دا پالیسي خپله کړې ده چې هیڅ قسمه مذاکرات به نه کوي او د دې پرځای به د ترهګرو پرضد عملیات جاري ساتي او داسې ښکاري چې پاکستان به راتلونکې کې د طاقت نور استعمال هم کوي".

د سي ار اېس اېس په رپورټ کې ويل شوي، په تیرو درېو میاشتو کې په پاکستان کې فرقه يیزه نښتو کې هم 11 تنه وژل شوي دي.

د پاکستان د حکومت اوسني وزیران تور لګوي، په ملک کې د ترهګرۍ زیاتېدو يو علت د پاکستان تحریک انصاف په حکومت کې د تحریک طالبان پاکستان سره د خبرو په وخت د زرګونو په شمېره کې وسله وال بيرته راوستل شوي او اباد کړل شوي دي، خو د تحریک انصاف مشران د وسله والو د ابادولو تورونه ردوي.

پاکستان کې د ترهګرۍ پرضد پوځي عملياتو باوجود په ملک کې د ترهګرۍ نه کمېدو په اړه خبريال اعزاز سيد وايي، "په نوم خو پاکستان يو جمهوري هیواد دی خو د بده مرغه په حقیقت کې دا يو سیکيورټي سټېټ دی او کله چې هيواد سيکيورټي سټېټ وي نو هلته بيا ادارې هم کمزورې وي".

پاکستان کې د تازه عزم استحکام عملياتو د پرېکړې، د حکومت مخالفه ګوندونو د دغو عملیاتو مخالف کوي.

د مذهبي سياسي ګوند جمعیت علما اسلام ف مشر مولانا فضل الرحمان پرون په يو خبري کانفرنس کې پوښتنې راولاړې کړي او ويلي يې دي، "پاکستان کې د څو پوځي عملياتو وروسته ترهګري ولې سېوا شوې ده؟"

مولانا فضل الرحمان د چا د نوم اخستو بغېر ويلي، "پاکستان کې د ترهګرۍ په مخنيوي او ختمولو کې خو تاسو پاتې راغلي يئ، اوس په خپلو ناکامو د پردې اچولو دپاره په افغانستان کې د حملو خبره کوئ."

نوموړي دعوه کړې، "د خېبرپښتونخوا د پرمختيا د فنډونو لس فيصده ترهګرو ته ورکول کيږي، مونږ ته دې د دې پوښتنې ځواب راکړل شي"، هغه ويلي، "وګړی د رياست نه د پوښتنې حق لري، چې ايا ته د ترهګر مرسته کوې يا یې په وړاندې بې وسه یئ؟ "، هغه زياته کړې، زما سره ډېر سوالونه دي خو ریاست ته مسلې جوړول نه غواړم.

د مولانا فضل الرحمان دغو دعوو او تورونو ته د مرکزي او خېبرپښتونخوا حکومتونو لخوا تراوسه کوم ځواب نه دی ویل شوی، خو حکومت بيا بيا تکراروي د ترهګرۍ د خاتمې پورې به د ترهګرۍ ضد جګړه روانه وي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG