لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ويټنام ته د صدر پوټن د سفر په مهال دواړو ملکونو تعلقات د مضبوطولو ژمنه کړې


په دې تصویر کې د ویټنام صدر ټولام او د روس صدر ولادېمېرپوټن لیدل کېږي
په دې تصویر کې د ویټنام صدر ټولام او د روس صدر ولادېمېرپوټن لیدل کېږي

په یوکرېن کې د جنګ په سر په نړیواله کچه د ماسکو تنهايي ختمولو په غرض د روس صدر ولادېمير پوټن د ويټنام دوره وکړه او د زیارت، پنجشنبې، په ورځ دواړو ملکونو تعلقات د مضبوطولو ژمنه وکړه.

ویټنام د سوړ جنګ د زمانې راهسې د روس نږدې ملګری دی او پوټن هنوی ته د شمالي کوریا د دورې وروسته ورغلی و. په پیانګ یانګ کې پوټن د شمالي کوریا رهبر کیم یونګ اون سره او دواړو مشرانو یوه معاهده دستخط کړه چې په کې مطبوعات وايي دا ماده هم شامله ده چې د یو فریق خلاف جارحیت کېږي نو بل به يې مرسته کوي.

مطبوعات وايي کیم په یوکرېن کې د جنګ په لړ کې د روس د مکمل ملاتړ لوظ وکړو.

که څه هم پوټن د هنوی د ملاتړ اعلان ترلاسه نه کړی شو خو د ویټنام صدر ټو لام د دفاع په مد کې روس سره د همکارۍ د زیاتولو خواهش څرګند کړو.

پوټن سره د خبرو وروسته لام خبریالانو ته وویل دواړو ملکونو د دفاع او امنیت په مد او په دې لړ کې د همکارۍ د زیاتولو د خواهش اظهار وکړو چې په سیمه او نړۍ کې د نړیوال قانون په بنیاد د امنیت د غېر روایتي مسلو مخنیوی څنګه کېدلی شي.

ویټنام د ټولو نه زیاته وسله د روس نه اخلي او د ۱۹۹۵ نه تر د ۲۰۲۳ پورې ویټنام د خپل ضرورت ۸۰ فیصد برخه وسله د ماسکو نه اخیستې ده خو په تېرو څو کلونو کې په یوکرېن کې د جنګ په سر په روس د پابندیو په نتیجه کې ویټنام ته د روس د وسلې رسد کم شوی دی.

پوټن او لام د تعلیم، انصاف او د غېر پوځي ایټمي منصوبو په شمول په نورو مختلو مدونو کې د همکارۍ تر ۱۲ پورې معاهدې لاس لیک کړې.

پوټن خبریالانو ته وویل لام سره يې مذاکرات تعمیري وو او په یو شمېر نړیوالو مسلو د دواړو خواو فکر یو شان او یا یو بل ته نږدې و.

هغه وويل په دې اړه يې هم غور وکړو چې په اېشیا پېسېفېک سیمه کې دې د عدم مداخلت او اختلافات په پرامنه ډول د حل کولو د اصولو په بنیاد دې امنیت چوکاټ برابر کړی شي.

پوټن د اېشيايي ملکونو دوره په داسې حال کې وکړه چې د مغربي ملکونو په یوکرېن د روس د یرغل په سر په ماسکول لګولي بندیزونه نور سخت کړي دي.

امريکې، برطانيې او یورپين یونین تېره هفته د روس په ضد نوي پابندۍ اعلان کړې او د جي سېون تنظیم غړي ملکونه په دې متفق شول چې د روس د منجمدو اثاثو د سود نه به یوکرېن ته ۵۰ بېلین ډالر قرض ورکوي.

پوټن په تېرو ۲۴ کلونو کې په وړمبي ځل د شمالي کوریا دوره وکړه او شمالي کوریا سره يې د حملې په صورت کې د یو بل د مرستې معاهده دستخط کړه.

امریکې او جنوبي کوریا د روس او شمالي کوریا ترمنځ په زیاتېدونکي همکارۍ د تشویش اظهار وکړو. واشنګټن وايي شمالي کوریا روس ته وسله ورکوي.

روس او شمالي کوریا د دویم عالمي جنګ د وخت راهسې ملګري دي او په ۲۰۲۲ کې په یوکرېن د روس یرغل وروسته دواړه ملکونو یو بل ته نور نږدې شوي دي.

کیم پوټن د کوریا د ولس خوږ ملګری وبللو او په یوکرېن کې د جنګ په لړ کې يې د روس د مکمل ملاتړ لوظ وکړو.

پوټن غوښتنه وکړه چې په شمالي کوریا د ملګرو ملتونو بندیزو نظر ثاني دې وشي او ويې وېل دواړه ملکونه به د مغربي ملکونو بلېک مېلېنګ یا فشار ته نه تيډيږي.

پیانګ یانګ ته د پوټن د سفر په اړه د امریکې د خارجه وزات، سټېټ ډپارټمنټ، ترجمان وویل پکار نه ده چې یو ملک هم پوټن ته پلېټ فارم ورکړي چې د یوکرېن خلاف د جارحیت جنګ ته وده ورکړي.

جاپان وویل د روس او شمالي کوریا د معاهدې په اړه سنګین تشویش لري.

په پیانګ یانګ کې د پوټڼ تود هرکلی شوی او کیم ورته غاړه ورکړې وه خو په هنوی کې د روسي صدر په هرکلي کې دغه شان ګرمجوشي نه لیدل کېده. ویټنام په نړیواله کچه د صنعتي پېداوار د لویو مرکزونو څخه یو دی او خارجه پالېسي په داسې ډول احتیاط چلوي چې د هر چا سره د ملګرتیا غواړي خو نه غواړي چې چا ته جوابده هم وي. ویټنام د امریکې او د چین په رقابت کې د بې طرفۍ کوښښ کړی دی.

د امریکې صدر جوبایډن د تېر کال د سېپټمبر په میاشت کې د هنوی دوره کړې وه په داسې حال کې چې واشنګټن غواړي د جدېدي ټېکنالوجۍ د درامداتو دپاره ويټنام د چین متبادل کړي او په چین انحصار کم کړي.

ویټنام ته د بایډن د دورې درې میاشتې وروسته، د چین صدر شي جېن پينګ د هنوی سرکاري دوره وکړه.

په ملګرو ملتونو کې ویټنام په هغه ووټونو کې د برخه اخیستلو نه ډډه کړې ده چې په یوکرېن د حملې په سر په کې د روس غندنه کېدله او د ویټنام د یو اخبار دپاره خپل مضمون کې پوټن د هنوی ستاینه وکړه چې د یوکرېن د شخړې په اړه يې متوازن دریځ اختیار کړی دی.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG