لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان طالبان وايي د ملګرو ملتونو د انساني حقونو ماهر د دوحه غونډې ته نقصان رسوول غواړي


د طالبانو ترجمان ذبیح الله مجاهد د شورو، چهارشنبې، په ورځ په دې خبره ټینګار وکړو نړیوالې ټولنې ته پکار دي چې د طالبانو حکومت سره تعمیري او مثبته ښکیلتیا ولري
د طالبانو ترجمان ذبیح الله مجاهد د شورو، چهارشنبې، په ورځ په دې خبره ټینګار وکړو نړیوالې ټولنې ته پکار دي چې د طالبانو حکومت سره تعمیري او مثبته ښکیلتیا ولري

د افغانستان واکمنو طالبانو ویلي دا میاشت په دوحه، قطر، کې د افغانستان په اړه د نړیوال کانفرنس نه وړاندې په هېواد کې د انساني حقونو په اړه د ملګرو ملتونو تازه رپورټ طالبانو د بدنامولو کوښښ دی.

د طالبانو ترجمان ذبیح الله مجاهد د شورو، چهارشنبې، په ورځ په دې خبره ټینګار وکړو نړیوالې ټولنې ته پکار دي چې د طالبانو حکومت سره تعمیري او مثبته ښکیلتیا ولري.

د مجاهد د خبرو نه یوه ورځ وړاندې په افغانستان کې د انساني حقونو د صورتحال په اړه د ملګرو ملتونو خصوصي خبرنګار رېچرډ بېڼېټ خپل رپورټ کې وویل په افغانستان کې د طالبانو په واکمنۍ کې د ښځو او جینکو د بنیادي حقونو په منظمه ډول خلاف ورزۍ زیاتې شوي دي.

بېنېټ خپل رپورټ د نهې، سه شنبې، په ورځ د ملګرو ملتونو د انساني حقونو کاونسل یو اېن هیومن رایټس کاونسل ته وړاندې کړو او غوښتنه يې وکړه هغه خلک چې د انساني حقونو په خلاف ورزو کې ککړ دي، پکار ده چې احتساب یې وکړی شي. مجاهد وویل د ملګرو ملتونو ځینې غړي او په خصوصي توګه د بېنېټ رپورټ د دوحه د راتلونکي غونډې په اړه تاثر خرابول غواړي.

مجاهد زیاته کړه چې په ملګرو ملتونو کې دننه ځینې کسان مسلسل کوښښ کوي چې د افغانستان غلط تصویر وړاندې کړي او د ځینو محدودو مسلو نه علاوه اهم پرمختګ د پامه غورځوي.

د افغانستان په د دوحه دوه ورځنۍ ناسته د جون په ۳۰ نېټه شروع کېږي. دا غونډه د ملګرو ملتونو مشر اېڼتونیو ګوټېرېس رابللې ده. په غونډه کې د افغانستان په اړه د مختلفو ملکونو خصوصي استازي شرکت کوي.

طالبان به په دې ناسته کې شرکت کوي خو په داسې ډول تېرو دوو غونډو کې نه وو شریک شوي.

د ملګرو ملتونو په مشرۍ کې د دې مکالمې مقصد د طالبانو حکومت سره متحده او مربوطه ښکېلتیا برابرول دي. په کال ۲۰۲۱ کې په افغانستان د بیان واکمنېدو راهسې یو ملک هم د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی تسلیم کړی.

بېنېټ د نهې، سه شنبې، په ورځ وویل دا ضروري ده چې د شهري حقونو افغان ډلې او ښځې په بامعني توګه د دوحه په غونډه کې شرکت وکړي او پکار ده چې په غونډه کې د ښځو او جینکو په حقونو خبرې وشي.

مجاهد وویل دا امید دی چې حقیقت به ومنل او تعمیري دریځ به خپل کړی شي.

د انساني حقونو تنظیمونو په ملګرو ملتونو تنقید کړی چې په ځای د دې چې افغان ښځو او جینکو خلاف جرمونو په سر احتساب وکړی شي، طالبانو ته د دوحه د غونډې دعوت ورکړی شوی دی.

د انساني حقونو تنظیمونو په دې اړه هم تشویش څرګند کړی چې د دوحه د دوو تېرو غونډو برعکس د شهري او د انساني حقونو فعالان د دوحه د دریمې غونډې نه د طالبان په فشار بهر ساتل شوي دي.

د نهې، سه شنبې، په ورځ د ملګرو ملتونو نایت ترجمان فرحان حق ملګرو ملتونو د دې فېصلې دفاع وکړه چې د دوحه غونډې ته یې طالبان رابللي دي خو هغه دا و نه وېل چې ایا د افغانستان د شهري حقونو نمایندګان به د طالبانو سره ناسته کوي او که نا؟ حق په نیویارک کې خبریالانو ته وویل د دوحه غونډې انتظامات لا دوام لري.

بېنېټ په خپل رپورټ کې غوښتنه کړې چې د طالبانو جېنډر اپارټایډ یا جنسي تعصب دې د انسانيت خلاف جرم وټاکل شي. په دې اړه د پوښتنې په جواب کې فرحان حق وویل دا یو اهم تشویش دی او دا خبره یقیني کول غواړي چې د دنیا د نورو برخو په شان د افغانستان په ټولنه کې دې د ښځو د جایز کردار احترام وکړی شی.

ګوټېرېس په کال ۲۰۲۳ کې په دوحه کې د افغانستان په اړه وړمبۍ غونډې ته طالبان نه وو رابللي او په دویمه غونډه کې طالبان ګډون نه و کړی او غوښتل يې چې د دوی دې د افغانستان نمایندګان و منل شي.

د طالبانو خارجه وزارت د اتوار، يکشنبې، په ورځ وویل چې د دوحه غونډې ته به پلاوی لېږي. وزارت وویل که چېرې په اېجنډا کې تبدیلۍ وشوې نو په فېصله به يې اثر وکړي او په وخت به متعلقه فریقېن بیا خبر کړي.

طالبانو د شریعت د خپلې تشریح دلاندې د ۱۲ کلونو نه د زیات عمر د جینکو په ثانوي تعلیم او کار روزګار پابندي لګولې ده. د ښځو د حقونو فعالان وايي طالبانو افغان مېرمنې د سماجي ژوند نه بهر کړي دي خو طالبان د ښځو په اړه د خپلو تګلارو دفاع کوي، وايي دا د اسلام او افغان دود دستور سره سمون خوري.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG