لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکایي ګانګرس د قرارداد په ضد د پاکستان قامي اسمبلۍ هم قرارداد منظور کړی


د امریکا کانګرس لخوا پاکستان کې د جمهوریت د ملاتړ او انتخابي "درغلیو" د پلټنو د قرارداد په ضد د پاکستان قامي اسمبلۍ هم نن د جمعې په ورځ یو قرارداد د رایو په اکثریت سره منظور کړی دی.

په قرارداد کې ویل شوي چې د پاکستان ټولټاکنو کې په کروړونو پاکستانیانو خپلې رایې کارولې دي اؤ د امریکایي کانګرس قرارداد په بشپړ ډول له حقیقتونو لرې دی.

په پارلیمان کې تر ټولو ستر محالف ګوند سني اتحاد کونسل د منظور کړل شوي قرارداد سره سخت مخالفت ښودلی دی.

روانه اوونۍ د امریکې د کانګرس د استازو اېوان د اوو رایو په مقابل کې د 368 ووټونو په لوی اکثریت سره یو قرارداد منظور کړی ؤ چې پکې په پاکستان کې د جمهوریت ملاتړ شوی او په تېرو انتخاباتو کې د "درغلیو" د پلټنو غوښتنه شوې وه.

پاکستان پخپل غبرګون کې د دغه قرارداد معلومات نیمګړي بللي وؤ.

د جمعې په ورځ د قامي اسمبلۍ نه د منظور شوي قرارداد په متن کې ویل شوي چې پاکستان یو ازاد اؤ خپلواکه هیواد دی اؤ په خپلو کورنیو چارو کې به مداخلت ونه زغمي.

په قرارداد کې ویل شوي چې د امریکې د استازو ایوان دې غزې اؤ د هند د واک لاندې کشمیر کې د بشري حقونو خلاف ورزیو ته پام وګرځوي.

قرارداد کې ویل شوي د امریکې اؤ پاکستان اړیکې باید په اړونده درناوي اډاڼه وي.

کله چې دا قرارداد اسمبلۍ ته وړاندې کولی شو نو د اپوزیشن تر ټولو سترې ډلې سني اتحاد کونسل یې سخت مخالفت وکړو اؤ ددغه ګوند غړړو په ایوان کې یې ددې په ضد سختز نعرې ووهلې.

د سني اتحاد کونسل د پارلیمان غړو د سایفر ، سایفر اؤ شیم شیم شعرونه ورکول اؤ د اسمبلۍ د غونډې د ایجنډې کتابجې یې وشلولې.

د سه شنبې په ورځ د امریکې د کانګرس د استازو د اېوان غړو د ایچ آر-901 په نوم د قرارداد ملاتړ کړی ؤ چې "په پاکستان کې د جمهوریت او بشري حقونو ملاتړ څرګندول" سرلیک ورکړل شوی ؤ او پکې دعوه شوې وه چې ددې قرارداد منظورول په نړیواله کچه جمهوري ارزښتونو ته د ودې ورکولو لپاره د امریکې ژمنې ښکاره کوي.

ددغه قرارداد د منظورۍ په غونډه کې د اېوان 85 فیصده غړو ګډون کړی ؤ او په هغوی کې 98 فیصده کسانو د قرارداد په حق کې رایې ورکړې وې.

په دې قرارداد کې د امریکا له صدر جو بایډن څخه غوښتنه شوې وه چې د جمهوریت، بشري حقونو او د قانون د واکمنۍ په ساتلو کې له پاکستان سره همکاري وکړي.

په قرارداد کې د ازادو او منصفانه انتخاباتو پر اهمیت ټینګار شوی ؤ او د پاکستان د 2024م کال په انتخاباتو کې یې د هر ډول لاسوهنې یا ممکنه درغلیو د دعوو په اړه د بشپړې او خپلواکې پلټنې غوښتنه کړې وه.

قرارداد په پاکستان کې د جمهوریت په عمل کې د ګډون د ځپلو هڅې غندلې وې. په دغو هڅو کې د خلکو ځورول، ډارول، تشدد، خپلسره نیول کېدل، انټرنیټ ته محدوده رسایي او د بشري، مدني یا سیاسي حقونو هر ډول سرغړونه غندل شوې وه.

د امریکې کانګرس ته دا قرارداد په اېوان کې د ریپبلکن ګوند د جورجیا ایالت غړي ریچ مک کارمک وړاندې کړی ؤ او د ډیموکرېټ غړي ډینیل کیلډي یې ملګرتیا کړې وه.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG