لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ټرمپ صدر زلنسکي ته ویلي که بیا د امریکا صدر وټاکل شي د روس اوکراین جګړه به ختمه کړي


دا د 2019م عکس دی چې ټرمپ او زلنسکي په نیویارک کې سره لیدلي وو.
دا د 2019م عکس دی چې ټرمپ او زلنسکي په نیویارک کې سره لیدلي وو.

د امریکې مخکیني صدر او د ریپبلکن ګوند نومول شوی صدارتي امیدوار ډانالډ ټرمپ د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زلنسکي سره په ټیلیفوني خبرو کې ویلي که په دویم ځل د امریکا صدر وټاکل شي د اوکراین او روس تر منځ جګړه به ختمه کړي.

دوی دواړو دا خبرې د جمعې په ورځ کړې دي. ډانلډ ټرمپ پر خپله ټولنیزه مېډیا ټروت سوشل باندې لیکلي دي، "د صدر زلنسکي مننه کوم چې ماته یې رسایي وکړه، جګړې ډېر خلک وژلي او بې شمېره بې ګناه کورنۍ یې تباه کړې دي".

ټرمپ په اوکراین کې د روس له یرغل پیل کېدو راهیسې څو ځله د دې جګړې د پای ته رسېدو خبرې کړې دي او ویلي یې دي که دی صدر وای دا جګړه به نه وای شوې خو د کیف او ماسکو تر منځ د سولې لپاره یې خپله پالیسي نه ده په ډاګه کړې.

ولادیمیر زلنسکي له ډانالډ ټرمپ سره ټیلیفوني‌ خبرې تایید کړې او له هغه سره یې اتفاق کړی چې په یوه شخصي ناسته کې د امن لپاره پر شفافو او تلپاته ګامونو اخیستلو بحث وکړي. زلنسکي پر خپل ایکس لیکلي:

"ما له ډانالډ ټرمپ سره خبرې وکړې چې هغه ته د ریپبلکن ګوند د نوماندۍ مبارکي ووایم او په پینسلوېنیا کې د هغه وژنې ټکان ورکوونکې هڅه وغندم. ما ورته وویل چې په راتلونکي کې دې پیاوړی او بشپړ خوندي وي".

صدر زلنسکي وایي له ټرمپ سره په خبرو کې یې هغه ته د خپل ملت د ازادۍ او خپلواکۍ د ساتنې لپاره د امریکې د مهم دوه اړخیز ملاتړ یادونه وکړه. وایي "اوکراين به تل د امريکا د مرستو مننه کوي چې د روس د ترهګرۍ خلاف یې زموږ توان پياوړی کړی".

ټرمپ په راتلونکو صدارتي انتخاباتو کې د ریپبلکن ګوند امیدوار دی، هغه له صدر جو بایډن سره په لومړنۍ انتخاباتي مباحثه کې څو ځله دا خبره وکړه که ولسمشر شو له پوټین او زلنسکي سره له ملاقات وروسته به دا جګړه په "24 ساعتونو کې ختمه" کړي.

صدر زلنسکي تېره میاشت په هغه غونډه کې د سولې لپاره خپل پلان په ډاګه کړی وو چې روس ته پکې د ګډون بلنه نه وه ورکړل شوې. په پلان کې له اوکراینه د ټولو روسي پوځیانو د وتلو او په 1991م کال کې د شوروي اتحاد له ماتېدو وروسته حالت غوندې د اوکراین د پولې د پر ځای کېدو غوښتنه شوې وه.

د اوکراین ولسمشر دا هم ویلي وو چې تر څو پورې د روس عسکر په دې هیواد کې وي د سولې په اړه هیڅ ډول خبرې نه شي کېدی.

ډانالډ ټرمپ هر وخت له اوکراین سره د امریکې پر پوځي او نورو مرستو باندې سختې نیوکې کوي، خو په صدارتي انتخاباتو کې د ټرمپ مرستیال سنېټر جېمز ډېویډ وېنس ویلي "دا ورته مهمه نه ده چې په اوکراین کې څخه پېښېږي".

ټرمپ په وار وار د روس ولسمشر ولادیمیر پوټین ستایلی، د اوکراین او متحدینو سره یې دا اندیښنې پیدا شوې چې آیا که ډانالډ ټرمپ بیا د امریکې صدر شي، له کیف سره به د امریکې مرستې دوام ولري که نه.

ملګرو ملتونو، نېټو او امریکې پر اوکراین باندې د روس یرغل غندلی دی. امریکا او متحدین یې له اوکراین سره پوځي او بشري مرستې کوي چې د روس په خلاف جګړه کې بریالی شي.

د امریکا ځینو لوړپوړو چارواکو هڅه کړې چې په عامه توګه له اوکراین سره د واشنګټن د دوامدار ملاتړ ډاډ ورکړي او وایي د روس خلاف جګړه کې د کیف ملاتړ د امریکا په ګټه دی.

امریکې د 2022م کال په فرورۍ کې د روس له یرغل راهیسې اوکراین ته په روانه میاشت کې د 225 میلین ډالرو پېکیج په ګډون د تقریباً 54 ارب ډالرو پوځي وسایل او نورې امنیتي مرستې ورکړې دي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG