لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ترکي صدر وايي اسرایلي وزیراعظم په غزه کې جنګ سیمې ته د پراخولو اراده لري


د جون د میاشت په ۲۶ نېټه اسرایلي ځواکونو د لبنان په خیام نومې کلي بمباري وکړه
د جون د میاشت په ۲۶ نېټه اسرایلي ځواکونو د لبنان په خیام نومې کلي بمباري وکړه

د ترکي صدر رجب طیب اردوان د شورو، چهارشنبې، په ورځ په اسرایلي وزیراعظم بېنجمن نېټن یاهو تنقید وکړو او ویې وېل اسرایلي وزیراعظم په غزه کې جنګ سیمې ته پراخول غواړي.

اردوان قانون سازانو ته وویل د اسرایل نظر اوس په لبنان دی او د پردې په شا مغربي طاقتونه د اسرایل ملا ټپوي او ملاتړ يې کوي.

نېټن یاهو ویلي په غزه کې د حماس خلاف د جنګ د شدت مرحله به زر ختمه شي او اسرایلي ځواکونه به د هېواد په شمالي سرحد وګمارل شي. په غزه کې جنګ د شروع کېدو وروسته د اسرایل په شمالي سرحد د اسرایلي ځواکونو او د لبنان د حزب الله وسله والې ډلې ترمنځ وخت په وخت جګړه کېږي.

نېټن یاهو شمالي سرحد ته د پوځ لېږل دفاعي ګام بلي.

امریکايي چارواکو دا هفته اسرایل ته خبرداری ورکړو چې جنګ دې نه زیاتوي.

د امریکې د دفاع وزیر لواېډ اسټن خپل اسرایلي هم منصب یواو ګېلانټ ته وویل حزب الله سره د اسرایل په تاوتریخوالي کې اضافه سیمه اییز جنګ شروع کولی شي.

د نهې، سه شنبې، په ورځ ګېلانټ سره د خبرو کوربتوب په مهال اسټن کړکېچ ختمولو دپاره د سفارتی حل غوښتنه وکړه.

اسټن وویل د اسرایل او حزب الله بل جنګ په اسانه په سیمه اییز جنګ کې بدلېدی شي چې د منځني ختیځ دپاره به خطرناکې نتیجې ولري. هغه زیاته کړه چې کړکېچ د زیاتېدو مخه نیولو دپاره سفارتکاري د ټولو نه غوره لاره ده.
اسټن سره د ملاقات نه مخکې ګېلانټ وویل مفاهمت ترلاسه کولو دپاره کوښښونه کوی خو د دې ترڅنګ د هر ممکن صورتحال دپاره هم تیاری نېسي.

اسرایلي پوځ تېره هفته وویل حزب الله سره د جنګ دپاره منصوبه يې منظوره او تصدیق شوې ده.

د امریکې خارجه وزیر اېنټني بلېنکن هم د ګل، دوشنبې، په ورځ ګېلانټ سره ملاقات کې په اسرایل غږ وکړو چې په لبنان کې تاوتریخوالی زیاتولو نه دې ډډه وکړي.

د اسرایل او حزب الله وروستي ۳۴ ورځنی جنګ په ۲۰۰۶ کې شوی و چې په جنوبي لبنان کې يې دروند جاني نقصان کړی و.

ګېلانټ د امریکايي استخباراتي ادارې سي ايي ای مشر بېل برنز سره هم ملاقات وکړو چې د حماس د ولکې نه اسرایلي یرغمالان ازادولو دپاره مذاکراتو کې شرکت کوي.

په غزه کې جنګ په اووم اکتوبر په اسرایل د حماس د حملې وروسته شروع شوی دی. د حماس په حمله کې ۱۲۰۰ پورې کسان وژل شوي او حماس تر ۲۵۰ پورې نور کسان یرغمال نیولي وو. د حملې په جواب کې اسرایل په غزه کې د حماس خلاف جنګ شروع کړی او چې په کې د غزه د صحت وزارت وايي د ۳۷۶۰۰ نه زیات فلسطینیان وژل شوي دي چې زیاتره په کې ښځې او ماشومان دي.

Forum

Recommended

XS
SM
MD
LG