لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په افغانستان کې د انساني حقونو په صورتحال رپورټ به ملګرو ملتونو ته وړاندې کولی شي


په جېنېوا کې د یو اېن هیومن رایټس کاونسل ۵۶ غونډې ته دا رپورټ به په افغانستان کې د انساني حقونو په اړه د ملګرو ملتونو خصوصي خبرنګار رېچرډ بېنټ پېښ کوي
په جېنېوا کې د یو اېن هیومن رایټس کاونسل ۵۶ غونډې ته دا رپورټ به په افغانستان کې د انساني حقونو په اړه د ملګرو ملتونو خصوصي خبرنګار رېچرډ بېنټ پېښ کوي

د طالبانو د واکمنۍ لاندې افغانستان کې د انساني حقونو د تازه صورتحال په اړه رپورټ به د نهې، سه شنبې، په ورځ د ملګرو ملتونو د انساني حقونو کاونسل یا شورا ته وړاندې کېږي.

په جېنېوا کې د یو اېن هیومن رایټس کاونسل ۵۶ غونډې ته دا رپورټ به په افغانستان کې د انساني حقونو په اړه د ملګرو ملتونو خصوصي خبرنګار رېچرډ بېنټ پېښ کوي.

د وي او ای اشنا څانګې ترمخه، په جېنېوا کې د افغانستان نماینده دفتر ویلي د بېنېټ رپورټ به په افغانستان کې د انساني حقونو د صورتحال په اړه یو سنګین رپورټ وړاندې کوي.

افغان مېشن په اېکس، پخواني ټوېټر، وویل بېنېټ به په خپل رپورټ کې د ښځو په ضد د طالبانو د جرمونو ذکر کوي چې په منظمه توګه ښځو سره د تعصب چلند کېږي او د ټولنیز ژوند نه بهر ساتل کېږي.

طالبان په افغانستان کې د انساني حقونو په اړه د نړیوالې ټولنې تشویش په عمومي توګه ردوي او د ښځو په اړه د خپلو تګلارو دفاع کوي، وايي دا د اسلام او افغان دود دستور سره سمون خوري.

د طالبان ترجمان ذبیح الله مجاهد
د طالبان ترجمان ذبیح الله مجاهد

په ۲۰۲۱ کې په افغانستان د بیا واکمېندو راهسې طالبانو د ښځو په تعلیم، کار روزګار، کور نه په بهر وتلو او سفر قدغنونه لګولي دي. د طالبانو په عبوري حکومت کې مېرمنې نمایندګي نه لري.

طالبان وايي ښځو د تعلیم او کار روزګار دپاره به د اسلامي تعلیماتو او افغان دود دستور مطابق حالات برابروي.
د طالبانو د دریځ برعکس د انساني حقونو فعالان په افغانستان کې د ښځو او د انساني حقونو صورتحال د تشویش وړ بلي.

د انساني حقونو د نړیوال تنظیم هیومن رایټس واچ چارواکي هېدر بار د جون په ۱۶ نېټه په اېکس، پخواني ټوېټر، خپل پېغام کې وویل بېنېټ به د یو اېن هیومن رايټس کاونسل سخت رپورټ وړاندې کوي چې د افغان مېرمنو او جینکو په ضد د طالبانو په جبرې کې اضافه شوې ده.

بار دا هم وویل مسله دا ده چې طالبان د خوشحالولو دپاره ملګري ملتونه د خپل خصوصي خبرنګار خبره هم نه اوري چې هغه څه وايي؟

ملګري ملتونه به د جون په ۳۰ نېټه په دوحه قطر کې د افغانستان په اړه د يوې نړیوالې غونډې کوربتوب کوي او طالبانو ویلي د قطر غونډې ته به خپل استازي لېږي.

ای اېف پي خبري ادارې د سفارتي سرچینو خبر ورکړی چې د افغانستان د شهري حقونو فعالان به د قطر په غونډه کې نه وي ځکه چې بلنه نه ده ورکړی شوې. د ملګرو ملتونو مشر اېنټونیو ګوټېرېس به هم په ناسته کې شرکت نه کوي.

ملګرو ملتونو ویلي د قطر غونډې ته د طالبانو د بلل کېدو دا معنا نه ده چې طالبان په رسمیت وپېژندل شوو بلکې د دې مقصد د طالبانو او په پراخه کچه افغانستان سره د په منظم او مربوط ډول د نړیوالې ټولېن ښکیلتیا زیاتول دي.

یو ملک هم د طالبانو حکومت لا په رسمیت نه دی پېژندلی.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG