لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا: "د سیمه ييزه خطرو د مخنيوي په لړ کې زمونږ او پاکستان ګټې شريکې دي"‏


امریکې ويلي، "د سيمې امنیت ته ورپېښو خطرو د مخنيوي په لړ کې د امريکا او پاکستان ګټې شريکې دي". د امریکې د بهرنيو چارو وزارت يو پلاوي ‏اسلام اباد کې د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د چارواکو سره ليدلي دي.‏

د امریکې د بهرنيو چارو وزارت مرستیال وياند ويدانت پټېل د نهې- سه شنبې په ورځ خبري غونډه کې د امریکې او پاکستان د دفاعي مرستو په اړه ‏پوښتنې ته په ځواب کې ويلي:

‏"امریکا د ترهګرۍ د مخنيوي او خپلو وګړو د ساتنې يقيني کولو دپاره د پاکستان د هڅو ملاتړ کوي، کوم څه چې د قانون واکمنۍ او بشري حقونو ساتنې ‏ته وده ورکوي". ‏

پټېل ويلي، "د امنيتي چارو په لړ کې د پاکستان سره زمونږ همکارۍ کې د لوړې کچې د ترهګرۍ د مخنيوي بحث يا خبرې اترې، د ترهګرۍ د مخنيوي د ‏توان سېوا کولو مالي مرستې، او د امریکې او پاکستان د ځواکونو په کچه اړيکو ته وده ورکول شامل دي".‏

پټېل دغه څرګندونې په داسې وخت کې کړي چې د امریکې د بهرنيو چارو وزارت د سياسي چارو سرپرست مرستيال جان بس په مشرۍ پلاوی د اسلام اباد ‏په سفر دی.‏

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ویلي، جان بس په اسلام اباد کې د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د سرپرست سيکرټري رحيم حيات قرېشي سره ليدلي ‏دي.‏

ويل شوي، په ليدنه کې په دوه اړخيزه چارو ګټورې خبرې شوي دي. دواړو خواو د تجارت، پانګونې او سيمه ييزه امنیت په برخو کې د مرستو سېوا کولو ‏ژمنه کړې ده.‏

ويل شوي امریکايي پلاوي کې د بهرنيو چارو وزارت مرستياله الېزبت هورسټ او پاکستان کې د امریکې سفير ډونلډ بلوم هم شامل وو.‏

د امريکايي استازي د سفر په اړه ویدانټ پټېل په خبري غونډه کې ويلي، جان بس به د دوحه او اسلام اباد په سفر کې د قطر او د لوړ پوړو چارواکو سره ‏ويني، د افغانستان د ملاتړ او سيمه کې د ګډ امنيت د ګټو په اړه به ورسره خبرې کوي.‏

هغه ويلي، تمه لري چې امریکايي استازی به د پاکستان د لوړ پوړو چارواکو سره وويني، په سيمه ييزه امنيت او دوه اړخيزه چارو به ورسره خبرې وکړي.‏

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG