لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکې کلنی رپوټ وایي د طالبانو حکومت پراخو بشري سرغړونو ته دوام ورکړی، طالبانو رپوټ رد کړی


د بشري حقونو په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت نوی نړیوال رپوټ وایي په افغانستان کې په 2023 کال کې په پراخه توګه د بشري حقونو سرغړونې شوې او د طالبانو حکومت د افغانانو خپلسره نیولو، په اذیت کولو، ځورولو، تښتولو، وژلو او جبري کډه کولو ته دوام ورکړی دی.

دا رپوټ د اپریل پر 22مه خپور شوی او پکې په نړۍ کې د بشري حقونو پر سرغړونو شدیدې اندېښنې ښکاره شوې دي.

په رپوټ کې راغلي چې د طالبانو د فرمانونو له کبله د تعلیم او کار لپاره د افغان مېرمنو او نجونو لاسرسی لا پسې محدود شوی او هغوی یواځې د کورنیو کارونو لپاره محدودې شوې دي:

"د ښځو او نجونو د تعلیم او کار په برخه کې فرمانونه او حکمونه نه دي بدل کړای شوي او نه پکې نرمښت راوستل شوی دی".

د بهرنیو چارو وزارت ویلي طالبانو داسې فرمانونه خپاره کړي چې هم د تېر جمهوري حکومت په دورې کې د ښځو او نجونو د حقونو لپاره له جوړو قوانینو سره په ټکر کې دي او هم په نړیوالو کنونشنونو کې د افغانستان له ذمه واریو سره په تضاد کې دي.

د بهرنیو چارو وزارت په رپوټ کې ویل شوي، تېر کال یې په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو په هکله د "اعتبار وړ" رپوټونه تر لاسه کړي چې وایي وژنې، شدید بدني اذیتونه، په زندانونو کې سخت او ژوند ته خطر لرونکي حالات پکې شامل دي:

"غیرمنصفانه قید او تښتونې، لادرکه کول، د عدلیې په ازادۍ کې سنجیده ستونځې، سیاسي بندیان، د خلکو په شخصي ژوند کې خپلسره او غیرقانوني مداخلې، د خپلوانو په ممکنه جرمونو د هغوی خپلوانو ته سزاګانې پکې شاملې دي".

په رپوټ کې همدارنګه ویل شوي چې طالبانو تېر کال په افغانستان کې د بیان او مطبوعاتو پر آزادۍ شدید محدودیتونه لګولي وو چې وایي په هغوی کې د خبریالانو بندي کول او له هغوی سره تشدد کول هم پکې شامل دي.

د بهرنیو چارو وزارت په کلني رپوټ کې دا هم ویل شوي چې تېر کال په افغانستان کې په سوله ییزه توګه د خلکو د راټولېدو په آزادۍ کې د پام وړ لاسوهنه شوې، په مذهبي آزادۍ، د خلکو په ګرځېدو راګرځیدو او د هیواد پرېښودو په حقونو هم سخت محدودیتونه لګول شوي وو.

د طالبانو حکومت په افغانستان کې د بشري حقونو د حالت په اړه د امریکې د بهرنیو چارو وزارت رپوټ ته په خپل بیړني غبرګون کې ویلي، لوېدیځ هیوادونه دې پر افغانانو خپل کلتور نه تپي، وایي د افغانستان خلک مسلمانان دي او د هغوی حقوق د شریعت په بنیاد تعریف کیږي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د اپریل پر 23مه د افغانستان سرکاري رېډیو آر ټي‌ اې سره په مرکه کې ویلي، هغه څه چې په امریکا او لوېدیځو هیوادونو کې د بشري حقونو د ارزښتونو په توګه تعریف کیږي شاید په افغانستان کې هغه ډول تعریف نه شي:

"دا چې امریکا او یا کوم بل لوېدیځ هیواد د بشري حقونو په تړاو خبرې کوي، هغوی دې لوېدیځ کلتور پر نورو هیوادونو نه تحمیل کوي. کوم څه چې په امریکا کې بشري حقونو په نوم تعریف کيږي شاید په افغانستان کې هغسې نه اوسي".

د امریکې د بهرنیو چارو وزارت په کلني رپوټ کې راغلي چې تېر کال په افغانستان کې په پراخه توګه د قانون واکمني له پامه غورځول شوې وه او هغو کسانو ته رسمي معافیت ورکړل شوی وو او په خلاف یې کوم اقدام نه دی شوی چې بشري حقونه یې تر پښو لاندې کړي وو.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

افغان خبریالان: اوس مو هایبرېډ جرنلېزم ته مخه کړې
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:15 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG