لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکې کلنی رپوټ وایي په پاکستان کې د بشري حقونو حالت نه دی بدل شوی


Pakistan Missing Persons
Pakistan Missing Persons

د امریکې د بهرنیو چارو وزارت په نړۍ کې د بشري حقونو د حالت په هکله تازه رپوټ کې د نړۍ د نورو لسګونو هېوادونو په ګډون د پاکستان حالت ته هم کتنه کړې او وایي تېر کال په دې هېواد کې د بشري حقونو حالت نه دی بدل شوی.

دا رپوټ د اپریل پر 22مه خپور شوی، د امریکې د بهرنیو چارو وزیر اینټني بلینکن د دوشنبې- ګل په ورځ په یوه آنلاین بیان کې وویل، د دغو رپوټونو په را غونډولو کې له مختلفو معتبرو او پر حقیقت ولاړو سرچینو څخه معلومات اخیستل شوي، چې په هغه کې د حکومتي ادارو، غیرسرکاري تنظیمونو او رسنیو رپوټونه شامل دي.

د امریکې د بهرنیو چارو وزارت په کلني رپوټ کې په پاکستان کې تر ډېره د بشري حقونو هغه سرغړونې یادې شوې دي‌ چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان کې یې ذکر کړې دي.

په رپوټ کې ویل شوي چې په پاکستان کې یې تېر کال د ژوند په بېلابېلو څانګو کې د بشري حقونو د سرغړونو باوري رپوټونه تر لاسه کړي دي، خو وایي حکومت د هغو چارواکو د پېژندلو او سزا ورکولو لپاره ډېر کم ګامونه اخیستي چې کېدای شي په دغو سرغړونو کې لاس ولري.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت لا تر اوسه په دې تازه رپوټ کې د بشري حقونو، د بیان د ازادۍ او نورو شدید سرغړونو دعوو ته څه جواب نه دی ویلی، خو پخوا یې دا ډول رپوټ رد کړي او دعوه یې کړې چې په هېواد کې د ټولو خلکو حقونه خوندي دي.

په رپوټ کې د تېر کال په مهال په پاکستان کې د بشري حقونو د سرغړونو په لړ کې ګڼ شمېر مسایلو ته اشاره شوې ده، چې په هغوی کې له عدالت پرته وژنې، د جبري لادرکۍ پېښې، د حکومت یا د هغه د ایجنټانو له خوا ظالمانه، غیرانساني او له سپکاوي ډک چلند، خپلسره ګرفتارۍ، سیاسي قید، د ازادۍ او مېډیا په ازادۍ شدید بندیزونه پکې شامل دي.

له دې پرته په رپوټ کې پر خبریالانو د تشدد، له جواز پرته د هغوی د نیولو او لادرکه کولو، سنسرشپ، د مذهب د سپکاوي خلاف قوانینو، د مذهبي اقلیتونو خلاف پېښې، د انټرنیټ پر ازادۍ شدیدې پابندۍ، د سوله ییزو غونډو په ازادۍ کې لاسوهنه، له ښځو سره توپیري چلند، جنسي تېري، د کم عمرۍ او جبري ودونو، پر همجنس پرستانو او نرښځیانو د تشدد پېښې شاملې دي.

په رپوټ کې دا هم ویل شوي چې په هېواد کې د خلکو د تښتونو او جبري لادرکۍ پېښې شوې دي، د استخباراتي ادارو، پولیسو او امنیتي ځواکونو ځینو چارواکو په ممکنه توګه خلک نیولي او د هغوی د ځای له ښکاره کولو یې انکار کړی دی.

د بهرنیو چارو وزارت په رپوټ کې د پاکستان د بشري حقونو د تنظیمونو د رپوټونو په بنیاد ویل شوي، چارواکو له کومې وجې یا وارنټ پرته د بشري حقونو پښتانه، سیندي او بلوڅ فعالان نیولي او لادرکه کړي دي.

رپوټ وایي د حقونو تنظیم پښتون تحفظ موومنټ تېر کال د انصاف لپاره او د امنیتي ادارو د ناوړه چلند خلاف سترې سوله ییزې احتجاجي مظاهرې او لاریونونه وکړل، خو وایي امنیتي ادارو د دوی په لسګونو کسان ونیول او د دوی خلاف یې مقدمې جوړې کړې.

په حکومتي کچه د دغو سرغړونو د مخنیوي د هڅو په اړه په رپوټ کې ویل شوي، د تېر کال په نومبر کې نګران مرکزي حکومت د لادرکه خلکو د مقدمو د حل کولو لپاره د کورنیو چارو وزارت په مشرۍ درې کسیزه کمېټۍ جوړه کړې وه.

وایي د لادرکه خلکو لپاره په اګست کې د حکومتي کمیشن د رپوټ له مخې له 2011م کال څخه تر اوسه کمیشن ته د رپوټ شویو 9,967 لادرکه کسانو په مقدمو کې د 7,714 کسانو مقدمې حل شوې او د 2,253 کسانو مقدمې لا روانې دي.

د امریکې په دې تازه رپوټ کې ویل شوي په پاکستان کې د وسلوالو تنظیمونو او نورو غیرریاستي عناصر له خوا د تشدد، ناوړه چلند، ټولنیز او مذهبي زغم د نشتوالي او لاقانونیت کلچر وده کړې ده.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

افغان خبریالان: اوس مو هایبرېډ جرنلېزم ته مخه کړې
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:15 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG