لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا ويلي د ترهګرۍ پرضد به د پاکستان مرستې جاري ساتي


امریکې ویلي د ترهګرۍ خلاف د پاکستان د هڅو مرسته کوي، خو په پاکستان کې د حکومت مخالفه ګوندونه د حکومت لخوا اعلان شوي [عزِم ‏استحکام] نومې عملياتو مخالفت کوي.‏

بل لور ته په جېل کې بندي د تحریک انصاف ګوند مشر او پخواني وزيراعظم عمران خان ویلي، موجوده حکومت د ترهګرۍ پرضد هیڅ واضحه تګلاره نه لري او ‏زور به یې ولس ته رسي.‏

په ‏‎22‎م جون د وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ د اېپکس کمېټۍ ترسره شوې غونډه کې د نوو عملیاتو فیصله او منظوري ورکړل شوې وه. خو سياسي ‏ګوندونه پاکستان تحریک انصاف، جمعیت علما اسلام او عوامي نیشنل ګوند او په ولسي کچه د عملياتو د فېصلې مخالفت کيږي.‏

د امریکې خارجه دفتر ویاند مېتهیو ميلر د جون په ‏‎25‎مه خبري غونډه کې يوې پوښتنې ته په ځواب کې ويلي، امریکا د ترهګرۍ پرضد د پاکستان د هڅو ‏ملاتړ کوي او امنیت په لړ کې به پاکستان سره مرستې جاري ساتي.‏

اسلام اباد کې د شخړو او امنيت د مطالعاتو ادارې پاکستان انسټيټیوټ فار کنفلکټ اینډ سیکورټي سټديز ادارې (پيکس) مشر عبدالله خان وايي، ‏‏"اېپکس کمېټۍ کې په يو مخصوص ځای کې د عملیاتو خبره نه ده شوې خو دا د ریاست لخوا د ترهګرۍ پرضد هڅو جاري ساتلو اعلان دی، لکه ضرب ‏عضب عملیات چې په وزیرستان کې شوي وو دغه شان خېبر ون او ټو په خېبر کې شوي وو نو دا به هغه شان عملیات نه وي خو دلته د يو څو سیاسي ‏ګوندونو د تنقید له وجې دا عملیات د پیل کېدو نه وړاندې لانجمن شوي دي".‏

پاکستان د عزم استحکام عملیاتو فېصله په داسې وخت کې کړې چې په وروستيو کې د چين د کميونسټ پارټۍ د نړيوالو چارو د مرکزي کمېټۍ وزير ‏وزير ليوجيان چاو د پاکستان په سفر کې ویلي، د پرمختيا دپاره کورنی ثبات اړین دی او د پانګونو دپاره به امنيتي حالات ښه کول وي په ښه امنیت کې به ‏تاجران په په پاکستان کې پانګونې کوي.‏

د پاکستان د ځايي رسنيو ترمخه، د چين وزير ليوجيان چاو د پاکستان په سفر کې نزدې د ټولو غټو سیاسي ګوندونو مشرانو سره ليدلي وو.‏

له دې وړاندې هم چين څو وارې پاکستان کې په چينايي وګړو ترسره شوو بريدونو باندې اندېښې څرګندې کړې دي.‏

خبريال حقنواز خان وايي، "د پاکستان وزیراعظم د چین سفر او وروسته د چین وزیر پاکستان ته راتګ په وخت د چین لخوا د پاکستان امنیت باندې ‏اندېښنې ښکاره کړل شوې وې او په ظاهره داسې ښکاري، چې چین به دغو عملیاتو کې د پاکستان مالي او تکنیکي مرستې کوي او داسې ښکاري چې ‏چین به د افغانستان او پاکستان ترمینځ څه قسمه کردار هم لوبولی شي".‏

په عزم استحکام عملیاتو د سختو نيوکو وروسته وزیراعظم شهباز شریف ویلي، چې دا عملیات به د استخباراتو په بنياد وي او د تېرو وختونو په څېر به ‏غټ پوځي اپرېشن نه وي.‏

له دې وړاندې پوځ ویلي وو، چې يواځې د سږني کال په وړومبيو پينځو میاشتو کې په ګرد هيواد کې د ‏‎13,000‎‏ نه زيات عمليات ترسره شوي دي.‏

د پېښور پوهنتون د جرنلزم د څانګې استاد پروفېسر ډاکټر عرفان اشرف وايي، "د تېرو شلو کالو نه مختلف عملیات شوې دي خو څه نتیجه یې نه ده ‏ورکړې، عملیاتوکې ترهګر ونيولی شي وروسته مذاکرات وشي او دا بیرته خلاص کړل شي باید چې پارلیمان په دې حقله فیصلې وکړي او دا به هم هغه ‏وخت موثره وي، په کومو سیمو کې چې ترهګري ده د هغه ځای مشران دې هم په اعتماد کې واخستل شي، دا کار د پوځ نه دی چې عملیاتو پحقله دې په ‏خپل سر فیصلې وکړي".‏

د پاکستان د پخواني وزيراعظم عمران خان په اېکس اکاونټ پوسټ کې ويل شوي، "موجوده حکومت سره د ترهګرۍ پرضد هیڅ تګلاره نشته".‏

خو د پاکستان د اوسني حکومت وزيران تور لګوي د عمران خان په وزيراعظمۍ د پاکستان تحريک انصاف په تېر حکومت کې لاقانونه ډلې تحریک ‏طالبان سره مذاکراتو په وخت دا ترهګر بیرته پاکستان کې اباد کړل شوي وو.‏

‏(په دې خبر کې ځينې معلومات د ډيوه خبريال فضل عزيز شريک کړي دي)‏

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG