لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکا کلنی رپوټ: په افغانستان او پاکستان کې تېر کال د بشري حقونو په لسګونو سرغړونې شوې


د امریکې د بهرنیو چارو وزارت په نړۍ کې د بشري حقونو د حالت په هکله تازه کلنی رپوټ کړی چې پکې یې د نړۍ د نورو لسګونو هېوادونو په ګډون د افغانستان او پاکستان حالت ته هم کتنه کړې او وایي تېر کال په دغو هېوادونو کې د بشري حقونو حالت نه دی بدل شوی.

دا رپوټ د اپریل پر 22مه خپور شوی او پکې په اوکراین کې روسي "یرغل"، په سوډان کې کورنۍ شخړه او د اسرایل او حماس جګړه په نړۍ کې د بشري حقونو د ځینو مهمو اندېښنو په توګه یادې شوې دي.

د بهرنیو چارو وزیر اینټني بلینکن د دوشنبې- ګل په ورځ په یوه آنلاین بیان کې وویل، "د دغو [رپوټونو] په را غونډولو کې موږ له مختلفو معتبرو او پر حقیقت ولاړو سرچینو څخه [معلومات] اخیستي، چې په هغه کې د حکومتي ادارو، غیرسرکاري تنظیمونو او رسنیو رپوټونه شامل دي".

پاکستان:

د امریکې د بهرنیو چارو وزارت په کلني رپوټ کې تر ډېره د بشري حقونو هغه سرغړونې یادې شوې دي‌ چې د طالبانو په واکمنۍ کې یې ذکر کړې دي او ویلي یې دي په پاکستان کې تېر کال د بشري حقونو حالت چندانې نه دی بدل شوی.

په رپوټ کې ویل شوي چې په پاکستان کې یې تېر کال د ژوند په بېلابېلو څانګو کې د بشري حقونو د سرغړونو باوري رپوټونه تر لاسه کړي دي، خو وایي حکومت د هغو چارواکو د پېژندلو او سزا ورکولو لپاره ډېر کم ګامونه اخیستي چې کېدای شي په دغو سرغړونو کې لاس ولري.

په رپوټ کې د تېر کال په مهال په پاکستان کې د بشري حقونو د سرغړونو په لړ کې ګڼ شمېر مسایلو ته اشاره شوې ده، چې په هغوی کې له عدالت پرته وژنې، د جبري لادرکۍ پېښې، د حکومت یا د هغه د ایجنټانو له خوا ظالمانه، غیرانساني او له سپکاوي ډک چلند، خپلسره ګرفتارۍ، سیاسي قید، د ازادۍ او مېډیا په ازادۍ شدید بندیزونه پکې شامل دي.

له دې پرته په رپوټ کې پر خبریالانو د تشدد، له جواز پرته د هغوی د نیولو او لادرکه کولو، سنسرشپ، د مذهب د سپکاوي خلاف قوانینو، د مذهبي اقلیتونو خلاف پېښې، د انټرنیټ پر ازادۍ شدیدې پابندۍ، د سوله ییزو غونډو په ازادۍ کې لاسوهنه، له ښځو سره توپیري چلند، جنسي تېري، د کم عمرۍ او جبري ودونو، پر همجنس پرستانو او نرښځیانو د تشدد پېښې شاملې دي.

په رپوټ کې دا هم ویل شوي چې په هېواد کې د خلکو د تښتونو او جبري لادرکۍ پېښې شوې دي، د استخباراتي ادارو، پولیسو او امنیتي ځواکونو ځینو چارواکو په ممکنه توګه خلک نیولي او د هغوی د ځای له ښکاره کولو یې انکار کړی دی.

د بهرنیو چارو وزارت په رپوټ کې د پاکستان د بشري حقونو د تنظیمونو د رپوټونو په بنیاد ویل شوي، چارواکو له کومې وجې یا وارنټ پرته د بشري حقونو پښتانه، سیندي او بلوڅ فعالان نیولي او لادرکه کړي دي.

رپوټ وایي د حقونو تنظیم پښتون تحفظ موومنټ تېر کال د انصاف لپاره او د امنیتي ادارو د ناوړه چلند خلاف سترې سوله ییزې احتجاجي مظاهرې او لاریونونه وکړل، خو وایي امنیتي ادارو د دوی په لسګونو کسان ونیول او د دوی خلاف یې مقدمې جوړې کړې.

په حکومتي کچه د دغو سرغړونو د مخنیوي د هڅو په اړه په رپوټ کې ویل شوي، د تېر کال په نومبر کې نګران مرکزي حکومت د لادرکه خلکو د مقدمو د حل کولو لپاره د کورنیو چارو وزارت په مشرۍ درې کسیزه کمېټۍ جوړه کړې وه.

وایي د لادرکه خلکو لپاره په اګست کې د حکومتي کمیشن د رپوټ له مخې له 2011م کال څخه تر اوسه کمیشن ته د رپوټ شویو 9,967 لادرکه کسانو په مقدمو کې د 7,714 کسانو مقدمې حل شوې او د 2,253 کسانو مقدمې لا روانې دي.

د امریکې په دې تازه رپوټ کې ویل شوي په پاکستان کې د وسلوالو تنظیمونو او نورو غیرریاستي عناصر له خوا د تشدد، ناوړه چلند، ټولنیز او مذهبي زغم د نشتوالي او لاقانونیت کلچر وده کړې ده.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت لا تر اوسه په دې تازه رپوټ کې د بشري حقونو، د بیان د ازادۍ او نورو شدید سرغړونو دعوو ته څه جواب نه دی ویلی، خو پخوا یې دا ډول رپوټ رد کړي او دعوه یې کړې چې په هېواد کې د ټولو خلکو حقونه خوندي دي.

افغانستان:

په رپوټ کې راغلي چې د طالبانو د فرمانونو له کبله د تعلیم او کار لپاره د افغان مېرمنو او نجونو لاسرسی لا پسې محدود شوی او هغوی یواځې د کورنیو کارونو لپاره محدودې شوې دي:

"د ښځو او نجونو د تعلیم او کار په برخه کې فرمانونه او حکمونه نه دي بدل کړای شوي او نه پکې نرمښت راوستل شوی دی".

د بهرنیو چارو وزارت ویلي طالبانو داسې فرمانونه خپاره کړي چې هم د تېر جمهوري حکومت په دورې کې د ښځو او نجونو د حقونو لپاره له جوړو قوانینو سره په ټکر کې دي او هم په نړیوالو کنونشنونو کې د افغانستان له ذمه واریو سره په تضاد کې دي.

د بهرنیو چارو وزارت په رپوټ کې ویل شوي، تېر کال یې په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو په هکله د "اعتبار وړ" رپوټونه تر لاسه کړي چې وایي وژنې، شدید بدني اذیتونه، په زندانونو کې سخت او ژوند ته خطر لرونکي حالات پکې شامل دي:

"غیرمنصفانه قید او تښتونې، لادرکه کول، د عدلیې په ازادۍ کې سنجیده ستونځې، سیاسي بندیان، د خلکو په شخصي ژوند کې خپلسره او غیرقانوني مداخلې، د خپلوانو په ممکنه جرمونو د هغوی خپلوانو ته سزاګانې پکې شاملې دي".

په رپوټ کې همدارنګه ویل شوي چې طالبانو تېر کال په افغانستان کې د بیان او مطبوعاتو پر آزادۍ شدید محدودیتونه لګولي وو چې وایي په هغوی کې د خبریالانو بندي کول او له هغوی سره تشدد کول هم پکې شامل دي.

د بهرنیو چارو وزارت په کلني رپوټ کې دا هم ویل شوي چې تېر کال په افغانستان کې په سوله ییزه توګه د خلکو د راټولېدو په آزادۍ کې د پام وړ لاسوهنه شوې، په مذهبي آزادۍ، د خلکو په ګرځېدو راګرځیدو او د هیواد پرېښودو په حقونو هم سخت محدودیتونه لګول شوي وو.

د طالبانو حکومت په افغانستان کې د بشري حقونو د حالت په اړه د امریکې د بهرنیو چارو وزارت رپوټ ته په خپل بیړني غبرګون کې ویلي، لوېدیځ هیوادونه دې پر افغانانو خپل کلتور نه تپي، وایي د افغانستان خلک مسلمانان دي او د هغوی حقوق د شریعت په بنیاد تعریف کیږي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د اپریل پر 23مه د افغانستان سرکاري رېډیو آر ټي‌ اې سره په مرکه کې ویلي، هغه څه چې په امریکا او لوېدیځو هیوادونو کې د بشري حقونو د ارزښتونو په توګه تعریف کیږي شاید په افغانستان کې هغه ډول تعریف نه شي:

"دا چې امریکا او یا کوم بل لوېدیځ هیواد د بشري حقونو په تړاو خبرې کوي، هغوی دې لوېدیځ کلتور پر نورو هیوادونو نه تحمیل کوي. کوم څه چې په امریکا کې بشري حقونو په نوم تعریف کيږي شاید په افغانستان کې هغسې نه اوسي".

د امریکې د بهرنیو چارو وزارت په کلني رپوټ کې راغلي چې تېر کال په افغانستان کې په پراخه توګه د قانون واکمني له پامه غورځول شوې وه او هغو کسانو ته رسمي معافیت ورکړل شوی وو او په خلاف یې کوم اقدام نه دی شوی چې بشري حقونه یې تر پښو لاندې کړي وو.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG