لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د وژل شوي مولانا سميع الحق شخصي سيکرټري بې درکه شوی دی


څو ورځې وړاندې په راولپنډۍ کې د چړو په ګوزارونو د وژل شوي مولانا سميع الحق شخصي سيکرټري د تېرو درېو، څلورو ورځو څخه بې درکه شوی دی.

د ځايي ميډيا د راپورونو ترمخه د وژل شوي مولانا د سيکرټري سيد احمد شاه کورنۍ ادعا کړې چې امنيتي ادارو هغه اوچت کړی خو پوليس دغه ادعا رد کړې ده چې شاه د هغوي په ولکه کې دی.

د مولانا زوي حامد الحق ويلي شاه د درېو يا څلورو ورځو څخه بې درکه دی خو دا نه ده مالومه چې هغه پوليسو بوتللی يا په خپله پټ شوی دی.

درې ورځې وړاندې د پېنډۍ ښار پوليسو ويلي ؤ د مولانا سميع الحق د وژنې د ځای څخه يې شواهد راټول کړي او د سائنسي لارې د وژنې علت مالومولو ته په تمه دي.

د جمعيت علمااسلام (س) ډلې مشر او د اکوړه خټک د دارالعلوم حقانيه مدرسې مشر مولانا سميع الحق د روانې میاشتې په دوېمه نېټه په پېنډۍ ښار کې په خپل کور کې وژل شوی ؤ، هغه په چړو وهل شوی ؤ.

د هغه زوي حامدالحق ويلي ؤ،پلار یې په کور کې یواځې وو او د هغه محافظ او ډرایور له کوره د باندې په څه کار پسې وتلی وو خو وایي کله چې هغه کور ته ور ستون شوي وو، نو لیدلي یې وو چې مولانا سمیع الحق په وینو لړلی پروت دی.

پوليس ویلي دوی د هغو خلکو نه هم پوښتنې کوي د چا سره چې مولانا سميع الحق په تېره مياشت کې د موبايل ټيليفون د لارې رابطې شوي دي.

ويل شوي ؤ دوی د مولانا د شخصي سيکرټري احمدشاه د پېښې د ورځې د ټيليفونو خبرو هم جاج اخلي خو ويل شوي تراوسه د هغه نه په رسمي ډول پوښتنې نه دي شوي.

د مولانا سميع الحق د وژنې مقدمه د نامالومو کسانو پرضد درج کړی شوې ده.

مولانا سمیع الحق به خپل ځان د طالبانو د "روحاني پلار" په نوم یادولو، ويل کيږي دا ځکه چې ګڼ شمېر مهمو طالبانو د هغه د مدرسې نه تعلیم ترلاسه کړی وو.

افغان طالبانو د مولانا د وژنې غندنه هم کړې وه.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG