لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دارګ ویاند:دسولې دبهیر مشري چې افغان دولت لاس کې نه وي،نتیجه نه شي ورکولی


دافغانستان دصدارتي ماڼۍ ویاند ښاغلي صدیق صدیقي وایي افغان دولت سولې ته اولیت ورکوي خو په دې شرط چې دسولې د پروسې مشري افغان دولت په لاس کې ولري.

ښاغلي صدیقي دا څرګندونې په داسې حال کې کړي چې افغان سولې دپاره دامریکا استازی زلمی خلیلزاد دسه شنبې په ورځ دپاکستان لازمینې اسلام اباد ته رسیدلی اؤ ټاکل شوې ده دقطر نه دطالبانو یو لوړپوړی پلاوی هم نن چهارشنبه اسلام اباد ته رسیږي.

نړیوالې رسنۍ وایي زلمی خلیلزاد اؤ طالبان به د پاکستان دولتي اؤ‌ پوځی مشرانو سره دلیدنو ترڅنګ خپلو کې هم وویني اؤ افغانستان کې دسولې په پروسه به یو ځل بیا خبرې اترې وکړي.

خو دافغانستان د صدارتي ماڼۍ ویاند صدیق صدیقي په ټوئټر لیکلي” که دسولې دبهیر مشري افغان دولت پغاړه ونه لري ،نو هیڅ رقم پرمختګ به پکې ونه شي اؤ دا دافغانانو هم یوه اساسي غوښتنه ده”

تیره میاشت دامریکایي صدر ډانلډ ټرمپ لخوا طالبانو سره دسولې دخبرو ودرولو نه وروسته دا وړومبی ځل دی چې طالب مشران به نیغ په نېغه امریکایي استازي زلمي خلیلزاد سره یو ځل بیا افغانستان کې دسولې په پروسه خبرې وکړي.

دافغانستان په چارو ژور نظر لرونکی افغانستان کې میشت پښتون خبریال ښاغلي طاهر خان وایي په یو وخت د زلمي خلیلزاد اؤ طالب مشرانو اسلام اباد ته دا تازه سفر ښایي چې امریکا اؤ طالبان دسولې ودرول شوې خبرې بیا پیل کول غواړي اؤ دا سفر به د مزاکراتو بحالۍ کې یو خاص ارزښت ولري.

وائس اف امریکا ډيوه سره خبرو کې ښاغلي طاهر خان وویل چې پاکستان ته دطالبانو سفر د وړاندې څخه ټاکل شوی ؤ اؤ د زلمي خلیلزاد سفر په نااعلانه توګه شوی دی خو زیات احتمال دادی چې په اسلام باد کې به دواړه خواوې پخپلو کې وویني اؤ دمذاکراتو په بیا پیل کولو به خبرې وکړي.

اسلام اباد ته دامریکایې استازي زلمي خلیلزاد اؤ طالبانو دا سفرونه په داسې حال کې کیږي چې امریکا ته دخپل اوسني سفر په مهال دپاکستان وزیراعظم ښاغلي عمران خان دزلمي خلیلزاد سره لیدلي وؤ اؤ له هغه یې هیله کړې وه چې امریکا باید طالبانو سره دسولې ودرول شوې خبرې بیرته پیل کړي.

عمران خان په دغه لیدنه کې ښاغلي خلیلزاد ته دا باور هم ورکړی ؤ چې پاکستان به له خپله انده افغانستان کې دسولې په عمل هر رقم مرسته وکړي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG