واشنګټن – د امریکا منتخب ولسمشر جو بایډن به په جنورۍ کې خپل دفتر ته ورشي. اوس منځنی ختیځ له هغه سره توپیر لري چې ده په ۲۰۱۷ کال کې د اوباما د مرستیال په توګه پريښي وو. د ټرمپ لخوا کوم کارونه شوي او د بایډن په اداره کې په سیمه کې د امریکا په سیاست کې کوم بدلون راشي. په دې برخه کې مهم ټکي په دې توګه دي.
د عربو او اسرایلو اړیکې:
ټرمپ په خپله دوره کې د ابراهام تړون وکړ، د اسرایلو اړیکې له عربي متحده اماراتو او بحرین سره نورمالې شوې.
د منځني ختیځ د سباون په څېر دغو تړونونو د لسیزو هغه ګومان او فکر لاندې کړ چې د عربو او اسرایلو سوله به یواځې هغه وخت شونې وي چې د فلسطیني دولت د جوړېدو ستونزه حل شي.
د عربي ګاونډیو سره د اسرایلو د اړیکو ښه کېدل او بیا د ایران پرضد یوځای کېدل د تړونونو نور اړخونه دي چې دغه ګډ دوښمن د ټرمپ لخوا د بندیزونو د زیات فشار په پایله کې کمزوری کړی.
یادو تړنونو دا هم وښودله چې متحدینو په منځني ختیځ کې د امریکا د حضور د کموالی حقیقت ومني کوم چې د ولسمشر بارک اوباما په واک کې د بنسټ ډبره کېښودل شوه او ټرمپ لخوا ورته دوام ورکړل شو او ښايي د بایډن په دوره کې هم دوام وکړي.
د منځني ختیځ په انسټیټیوټ کې د ایران د پروګرام مشر الیکس وټنکا وايي، د خلیج هېوادونه د امریکا د سمیزو اوږد مهاله تعهداتو په اړه بې باوره دي او په داسې لارو چارو باندې غور کوي چې خپله امنیت په خپله وساتي.
"دا یو له هغو څېزونو څخه دي چې دوی یې هیله لري له اسرایلو سره په ملګرتیا کې یې ترلاسه کړي."
بایډن د ابراهام تړون ستایلی دی او دا یې "په ژوره توګه د ویشلي منځني ختیځ د پله لپاره یو مهم ګام یاد کړی." بایډن په سپټمبر کې په خپل ولسمشرۍ کمپاین کې امریکا غږ ته وویل،
"زه باور لرم چې اسرایل باید د ټو سټېت سلوشن لپاره تیا وي."
د بایډن د کمپاین بیان کې عرب هېوادونه هڅول شوي دي، چې له خبرو تېر شي او له اسرایلو سره د اړیکو په ښه کولو کې ځواکمن ګامونه پورته کړي.
خو څېړونکي اټکل کوي چې په ورته اندازه به پکې بیړه نه کېږي.
د سټراټېژیکو مطالعاتو په مرکز کې د منځني ختیځ یو کارکونکې نتاشا هال وايي، "زه شخصا دا باور نه لرم چې چې بایډن هغو مذاکراتو ته هغه ډول لومړیتوب ورکړي څرنګه چې ټرمپ ورکړی وو."
په داسې حال کې چې بایډن پلان لري چې له لویدیځې غاړې او غزې سره به د امریکا مرستې پر ځای وساتي، خو دا یې ویلي، چې دی به له اسرایلو سره د ټرمپ سیاستونه بدل نه کړي چې په هغو کې بیت المقدس ته د امریکا د سفارت انتقال او د ګولان غونډۍ د اسرایلو د خاورې په توګه پېژندل هم شامل دی.
له ایران سره شته لانجې:
که څه هم په سیمیزو سټراټېژیکو متحدینو کې بدلون راغلی، ټرمپ په داسې حال کې له دفتره وځي چې له ایران سره د لوړي پوړي اټومي ساینس پوه محسن فخري زاده د وژل کېدو راورسته لانجې بیا تازه شوي.
تهران ددغه برید پړه په اسرایلو اچوي خو اسرایلو نه دا رد کړې او نه یې هم تایید کړې ده.
سپینې ماڼۍ ددغې وژنې په اړه تبصره نه ده کړې خو ټرمپ په یو ټویټ کې لیکلي دي، چې یو اسرایلي ژورنالست لیکلي، چې فخري زاده د ایران د پټ پوځي پروګرام مشري کوله او موساد ورپسې د کلونو راهیسې ګرځېده.
وټنکا ویلي، ایران چې په بندیزونو باندې دا مهال سخت ځپل شوی دی نشي کولای چې په اوسنیو حالاتو کې یوه پوځي شخړه وکړي.
"زه ګومان کوم چې رژیم به زغم وساتي لکه څنګه چې یې د قاسم سلیماني تر وژل کېدو وروسته ساتلی وو او د بایډن ادارې ته به انتظار وکړي چې راشي او ګوري به چې که له هغوی سره کوم ډول معامله وکړای شي."
د فخري زاده وژنه به د بایډن پلان چې بېرته له ایران سره د اوباما د وخت تړون ته وګرځي ستونزمن کړي. د هغه تړون له مخې، ایران د بندیزونو د معاف کولو په بدل کې خپل اټومي پروګرام ځنډولی وو خو ټرمپ په ۲۰۱۸ کال کې له دغه تړون څخه ووته.
هال وویل، هغه تړون ته بېرته ګرځېدل په اوسنیو سیاسي حالاتو کې نور هم ځکه ستونزمن شوي دي چې لا زیات سخت دریځه کاندیدان د ایران د جون ټاکنو ته دریږي.
د دوامداره جګړو ختمول:
ټرمپ چې د دوامداره جګړو د ختمولو لپاره یې کمپاین کاوه، په دې زور راوړی چې مخکې له دې چې له دفتر ووخي، په ګرده نړۍ کې د شخړو په ځایونو کې خپل پوځي شتون راکم کړي.
د دفاع سرپرست وزیر کریسټوفر مېلر د نومبر په منځ کې وویل، ټرمپ په افغانستان کې له ۴۵۰۰ څخه ۲۵۰۰ ته او په عراق کې له ۳۰۰۰ څخه ۲۵۰۰ ته د سرتېرو د کمېدو حکم کړی.
د ټرمپ په څېر بایډن هم په منځني ختیځ او افغانستان کې د دوامداره جګړو د پای ته رسولو ژمنه کړې او ویلي یې دي چې ټول پام به یواځې القاعده او داعش ته اړوي او په یمن کې به د سعودي تر مشرۍ لاندې د جګړې ملاتړ دروي.
څېړونکو خبرداری ورکړی چې په سیمه کې د پوځي شتون کموالی به ناوړه پایلې ولري.
هال وايي، له دې سره کیدای شي داعش بیا پورته شي او کیدای شي په منځني ختیځ کې زمونږ دوښمنان بېرته رول ولوبوي.