لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلوچستان:دمسافرو بس د ملیشه ځواکونو په پوسته ورختلی،اته کسان مړه،17 ژوبل


د ځايي خبريال سليم مجاهد په وينا ترافيکي پېښه هغه وخت رامنځ ته شوې چې کله د شپې ناوخته دمسافرو یو ډک بس د دملیشه ځواکونو یا لیویز له چوکۍ سره ټکر شوی دی.

د بلوچستان دلسيبلې ضلعې په بيله سيمه کې پر نېشنل هائ وی یا ستر سړک باندې په ترافيکي پيښه کې اته تنه مړه شوي او 17 تنه نور ټيپان شوي دي .

د ځايي خبريال سليم مجاهد په وينا ترافيکي پېښه هغه وخت رامنځ ته شوې چې کله د شپې ناوخته دمسافرو یو ډک بس د دملیشه ځواکونو یا لیویز له چوکۍ سره ټکر شوی دی.

هغه وایي د مسافرو دا بس له پنجګور څخه کراچۍ ته روان ؤ ، د بيلې نيمي سيمې ليويز ځواک له چوکۍ سره بس له ډرائيور څخه بې قابو شوی ؤ او د ليويز څوکی يې پرې وهلې چې له امله يې پر ډيوټي ناست دوه د ليويز عسکر وژل شوي او دوه ټپيان شوي دي

د لسبېلې د ليويز د چارواکو په خبره، د ليويز له څوکۍ سره په ټکر کيدوسره بس اوښتی چې له امله يې په بس کې سوارو مسافرو کې هم شپږ تنه مړه شوي او 17 ټپيان شوي دي ،

په مړو کې دوه زنانه او دوه ماشومان هم شامل دي ، ټيپيان يې د لومړۍ درملنې لپاره د لسبېلې او بيا د کراچۍ روغتون ته وړي.

په بلوچستان کې د ترافيکو پيښو د ټپيانو د لومړۍ درمنلې او ټپيان زر تر نزدې روغتون رسولو اداره " مېډيکل ايمرجنسي رسيپانس سېنټر1122" استازي سميع الرحمان وي او ای ډيوه ته وويل د کوټې کراچۍ او کوټې ژوب پر لويو لارو باندې په 2020م کال او د روان کال په وړومبیو درېوو اونيو کې نهه زره اؤ 152 ترافيکي پيښې شوې چې له امله يې 190 تنه وژل شوي او څلور زره 930 نور ټپيان شوي دي.

د سيمع الرحمان په خبره د سړکونو وړوکوالی /تنګوالی او درائيورانو بې احتياطي د ترافيکي پېښو لویې لاملونه دي​.

په عین حال کې دبلوچستان حکومت په خپل یو بیان کې ویلي چې حکومت د ترافيکي پيښو د کمولو په موخه د کوټې کراچۍ پر لويه لار مسافر وړونکو 316 بسونو کې د ټريکر سسټم لګولو فيصله کړې ده ،

حکومتي چارواکي وايي دې فيصلې سره به د مسافر وړونکو بسونو تيز والی قابو کوي او د مسافرو دبسونو بشپړ تفصيل به له ذمه واره ادارو سره وي.

د قامي سړکونو جوړولو ملکي ادارې نېشنل هائي وی په خپل يوه بيان کې ويلي چې دوئ دکوټې کراچۍ لویې سړک دغبرګولو پلان ترتيب کړی او په نزدې وخت کې به دې پلان ته عملي جامه ور واغوندي

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG