لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

حیدر هوتي: پښتنو مشرانو! راځئ د پښتنو د ستونزو د حل لپاره سره جرګه شو


د عوامي نېشنل ګوند قایم مقام صدر امیر حېدر خان هوتي پر پښتنو مشرانو غږ وکړ چې راځئ د پښتنو د ستونزو د حل لپاره سره جرګه شو.

امير حېدر خان هوتي وويل له تېرو څو لسيزو راهیسې په لر او بر کې پښتانه له نا امنۍ او ترهګری سره مخ دي.

پر پښتنو باندې د ښاغلي هوتي دغه غږ په هغې غونډه کې وشو چې د عوامي نېشنل ګوند له لوري په ژوب کې د "فکر باچا خان اصلاح الافاغنه" تر عنوان لاندې د سلمې کلیزې په مناسبت جوړه شوې وه.

په دغې غونډه کې د باچاخان او د ولي خان کليزې هم ولمانځل شوې.

پدې لمانځغونډه کې د عوامي نېشنل ګوند د مشرانو او غړو ترڅنګ د پاکستان جمهوري غورځنګ (پي ډي ايم) غړو او د پي ټي ايم فعالانو هم په ګڼ شمېر ګډون درلود.

حيدر هوتي د عوامي نېشنل ګوند پر استازيتوب د جميعت علما اسلام ګوند پر مشر مولانا فضل الرحمان، د پښتونخوا ملي عوامي ګوند پر مشر محمود خان اڅکزي، د قومي وطن پارټۍ پر مشر افتاب احمد خان شېر پاو، د جماعت اسلامي پر امير سراج الحق او د دې ترڅنګ پر ټولو قامي او سياسي پښتنو مشرانو غږ وکړ چې نور دې سره يو شي.

د هغه په خبره که پښتانه سره يو نه شوه تر دې به هم له سختو حالاتو سره مخ شي.

پر دې مهال د عوامي نېشنل ګوند سکرېټري جنرل ميا افتخار حسېن په خپله وينا کې وويل، چې په نولس سويوشتم (۱۹۲۱) کال کې باچاخان د اصلاح الافاغنه تحريک هغه وخت شروع کړ چې پښتانه د انګريزانو تر غلامۍ لاندې وو.

شاغلي ميا افتخار وويل، چې باچاخان د جهالت او ظلم په وخت کې د عدم تشدد لاره خپله کړه چې په نتیجه کې يې ټول برصغير ته له انګريزانو څخه ازادي ورکړل شوه خو د ميا افتخار په خبره چې له بده مرغه نن هم په پاکستان کې پښتنو ته د غدار په نظر کتل کيږي.

ميان افتخار حسېن وويل چې د افغانستان د حکومت او ولس له خوښې سره سم په افغانستان کې د امن مزاکراتو روانه لړۍ دې ګړندۍ کړای شي.

د هغه په خبره تر څو چې په افغانستان کې امن رانشي تر هغو پورې به په پاکستان کې امن ممکن نه وی.

د پاکستان د سياسي حالاتو په هکله د پاکستان جمهوري غورځنګ پي ډي ايم وياند ميا افتخار حسېن وويل، چې د پي ډي ايم د کمزوري کيدو په خبرو کې حقيقت نشته بلکه دا تحريک نور مظبوط شوی او په خپل مرام کې به کاميابه کيږي.

تر دې وړاندې اميرحيدر خان هوتي په خپله وينا کې عوامي نېشنل ګوند بلوچستان وياند اسدخان اڅکزي پرلا درکه کېدو سخت خپګان ښکاره کړ او وويل چې له حکومت څخه نه له رياست څخه د اسدخان د موندلو غوښتنه کوي.

د امير حيدرخان په خبره د اسد خان د لادرکه کېدو پر ضد د بلوچستان په هايي کورټ کې ايني درخواست هم جمع کوي.

اسد خان اڅکزی د 2020م د ستمبر پر 29مه له کوټې سره نږدې لادرکه شوی دی.

د بلوچستان د داخله چارو وزير مير ضيا لانګو تېره ورځ رسنيو ته په ليږل شوي خپل يوه بيان کې ويلي، هيله ده چې اسد خان به ژر وموندل شي.

په بيان کي وړاندې راغلي وو چې پوليسو او نورو امنيت خوندي ساتونکو ادارو ته يې د اسد خان د ژر تر ژره موندلو زمه واري ور په غاړه کړې ، خو د عوامي نېشل ګوند مشرتابه وايي، که اسد خان روغ ژر تر ژره رمټ ونه موندل شي نو دوی به سخت ګام اخيستلو ته اړ شي.

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG