لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ژوب: له احتجاجه وروسته د ماشوم د وژنې مقدمه درج کړی شوې، پوليسو د دوه کسانو د نيولو دعوه کړې


د بلوچستان صوبې په ژوب ضلع کې د يو تنکي هلک د وژلو د پېښې وروسته احتجاج پېل شوی او بيا پولیسو د پېښې مقدمه درج کړې او په پېښه کې د ککړو تورنو کسانو د نيولو دعوه يې کړې ده.

د ژوب پوليس وايي په 28م جنورۍ 12 کلن ماشوم عصمت الله صافی له خپله کوره لا درکه شوی و، د کورنۍ غړو يې پوليسو ته خبر ورکړی و او پوليسو اطلاعي رپورټ درج کړی ؤ.

د ژوب د پوليسو اېس اېچ او شېر علي مندوخېل په خبره د اتوار په ماښام د لا درکه ماشوم مړی د ژوب له حسن زيي کلي سره نزدې د غونډيو څخه موندل شوی، د اېس اېچ او په خبره ماشوم په تشدد وژل شوی او له هغې وروسته د ماشوم مړی سوځول شوی ؤ.

د ماشوم د مړي له موندلو سره سم د ماشوم کورنۍ، د ژوب ټولو سياسي او مذهبي ګوندونو او مدني فعالانو له لوري د ماشوم له مړي سره احتجاج وشو او له پوليسو يې د ککړو خلکو پرضد د مقدمې (اېف ايي ار) درج کولو غوښتنه کوله.

د احتجاج کونکو په غوښتنه پوليسو د دوو تورنو تنو عبدالستار او عبدالجبار پر ضد مقدمه درج کړې چې پکې د تورنو کسانو پر ضد د قتل مقدمه 302، او ترهګرۍ مقدمه 7ATA او نورې دفعې شاملې کړی شوي دي.

د وژل شوي ماشوم پلار خدای رحم ويلي په دغه قضيه کې د انصاف غوښتنه کوي.

هغه په تورنو کسانو په درج کړې مقدمه کې تور لګولی او ويلي يې دي زوی يې اول تښتولی بيا وژل شوی او مړی يې سوځولی دی.

هغه دا هم ويلي کېدی شي د زوي سره یې جنسي تيري شوی وي ځکه يې هغه په بې رحمۍ وژلی او بيا يې مړی سوځول شوی دی.

هغه وويل که خلکو يې د زوی د وژنې پرضد غږ نه وی پورته کړی هغه به د تل دپاره د زوی د غم په غمجن ؤ چې زوی يې چا او ولې وژلی دی؟.

په مقدمه کې په يادو تورنو کسانو دا تور هم لګول شوی چې دوی له دې وړاندې هم د ماشومانو سره جنسي تیري کړي او وژلي دي.

خو د ژوب پوليس مشر (اېس پي فهد کهوسه وايي، په ياده مقدمه کې به د انصاف ورکولو پوره هڅې کوي.

د پوليسو په خبره د ژوب ليويز او پوليسو په ګډه تورن قاتل عبدالستار او عبدالجبار نيولي دي.

د يادې پېښې پر ضد نن په ژوب ښار کې د ټولو سياسي او مذهبي ګوندونول لخوا کار بنديزاو احتجاجي لاريون شوی دی. احتجاج کونکو له ايالتي حکومت څخه تورنو کسانو ته د زينب ايکټ( قانون) لاندې د سزا ورکولو او په ژوب ښار کې د نا امنۍ مخه نيولو غوښتنه کوله.

ويل شوي تورن دواړه تنه وروڼه دي او د ژوب د سهراب ګوټ سيمې اوسيدونکي او د وژل شوي ماشوم ګاونډيان دي.

د اېس اېچ او په خبره د تورن قاتل عبدالستار پر ضد پخوا هم د قتل سره نورې مقدمې درج شوې دي، او د قتل په يوه مقدمه کې ورته عدالت د عمر قيد سزا اورولې وه، او بيا په هغه نورې مقدمې هم درج شوې وې .

پوليس وايي عبدالستار په 2019م کال کې د حبيب الله په نامه شپږ کلن ماشوم وژلی او د خپل کور په غولي کې يې پټ کړی و، په دې مقدمه کې د ژوب عدالت د عمر قېد سزا اورولې وه او بيا بلوچستان هايکورټ د ثبوتونو د نېشت والي له کبله د هغه دا سزا ختمه کړې او هغه خوشی شوی ؤ.

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG