لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په کوټه کې د ورکېدو له خطر سره مخ پړانګانو جوړه ليدل شوې


د چلتن پړانګ
د چلتن پړانګ

د بلوچستان ايالت په سر ښار کوټه کې د چلتن په غره کې د ورکېدو د خطر سره مخ پړانګانو جوړه ليدل شوې د ځنګلي ځنارو د صوبې محکمه وايي دا د دوی دپاره غټ زېری دی.

دا جوړه په لومړی ځل نزدې شپږ مياشتې وړاندې هم په دغه ځای کې ليدل شوې وه خو د روانې مياشتې مې په لومړی اونۍ کې يې عکس بندي او ويډيوز جوړې کړل شوي دي.

د بلوچستان د ځنګلاتو او ځنګلي ځناورو/ ژوو د تحفظ د ادارې چارواکی د چلتن نيشنل پارک هزارګنجي منتظم نذيراحمد کرد په خبره په چلتن غره کي چې د پړانګانو کومه جوړه دوی موندلې دی دعوه کوي دا نسل پړانګان په نړۍ کې په ورکېدو دي.

نذير احمد کرد وايي موندل شوې جوړه د (پرشين ليوپرډ) په نامه له نسل څخه ده.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل د دغه نسل پړانګانو استوګن ځای زياتره له ايرانه څخه تر منځنۍ اسيا پورې دی.

هغه وويل چې د پړانګانو نښانې له موندلو ورسته يې د پارک کارکونکو ته کېمري او دوربينان ورکړل چې عکسونه يې ثبت کړي او تاييد کړي چې په رښتيا هم دغه پرشين نسل پړانګان دلته شتون لري.

د بلوچستان د ځنګلاتو او ځنګلي ځناورو د تحفظ د ادارې چارواکی د چلتن نيشنل پارک هزارګنجي منتظم نذير احمد کرد وايې چې ډيرله پخوا ورته دغه خبر ورکول شوی وو چې دلته پړانګان شته خو تير کال د اکتوبر په مياشت کي يې ورسته له هغه پلټنې شورو کړې کله چې يې د دغه پړانګانو د پښو نخښې وموندلې.

نذير احمد کرد وايې چې د پارک انتظاميه پرله پسي د شپږو مياشتو د زياتو کوششونو پس د دې پړانګانو د جوړې انځورونه د مې مياشتې په اولوورځو کښې اخيستلو کې کاميابي تر لاسه کړې.

"دغه پړانګان زياتره د غرو په غارونو کې ژوند کوي، په کال2011/12 کې د بلوچستان په سيمه مکران کې د دغه پړانګانو د ښکار واقعه رپورټ شوې وه له هغه ورسته بيا په کال 2013 کي د سيند په ايالت کې سکهر ته نېزدې د يوه پړانګ ليدلو راپورونه ورکړل شوي وو خو له هغه ورسته دا اول وار دی چې دلته مو ثبوتونه پيدا کړل، دوی مو وليدل او انځورنه مو واخيستل".

نذيرکرد زياتوي له انځورونو ښکاري چې دغه پرشين پړانګان ډير بې ويرې او په رعب کې دي او د دوی دغه اطمينان او نه ويره ښايې چې دوی دلته خوندي او خوشحاله دي.

دنذيرکرد په خبره د چلتن نيشنل پارک په اصل کې په وايټ ګوټ ( سپېنې وزې) باندې مشهور دی چې ځايي نوم ورته "چلتن مارخور" ويل کيږي.

هغه دعوه کوي چې د چلتن مارخور پسونو نسل په ټوله نړۍ کې يوازي دلته د ( چلتن غره) کې استوګن دي، دی وايې چې د کال 1980م تر لسيزې مخکې د چلتن مارخور شمير له 50 نه 60 پورې وو خو د ده په خبره چې د ځاي خلګو په مرسته او چلتن پارک د کارکوونکو په هڅو دغه شمېره اوس تر 1500 پورې رسېدلی دی.

کرد زياتوي چې د پړانګانو د جوړې له موندنې سره به اوس د دې غرنۍ سيمې په قدرتي ماحول کې هم توازن پيدا کېږي، دی وايي دوی به له نړيوالوادارو لکه ، اي يو سي اين، ډبليو ډبليو اېف او د پړانګانو د تحفظ لپاره کار کولو بين الاقوامي تنظيمونه سره هم اړيکه نيسي او له هغوی څخه به په لړ کې د مرستو غوښتنه کوي.

اي يو سي اين او د حيواناتو د تحفظ لپاره کارکونکو نورو ادارو په مطابق د پړانګانو دغه نسل د معدومي خطرناکه خطرې سره مخ ده او دا د دوی خوش بختې ده چې دغه نسل دلته شتون لري.

دوی که دغه پړانګان ختم کړل شو نو د دوی بيا پيدا کول به نا ممکنه کار وي، په همدي وجه له حکومت سره سره له خلکو څخه هم دا غوښتنه کو چې د دغه پړانګانو ساتنه وکړي.

چارواکي وايي چې له چلتن سره نزدې غرونو کوه ماران، تکتو،کوه مردار،زرغون غرونه دي که چرته دغو پړانګانو ته تحفظ ورکړل شي نو دوی به د دغو غرونو پورې اباد شي.

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG