لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د بلوچستان پوهنتون د دوو زده کوونکو د لادرکۍ خلاف احتجاج د حکومت په ډاډ ځنډېدلی


کوټه ـــ دوولس ورځې تېرې شوې خو له بلوچستان پوهنتون څخه لا درکه شوي بلوڅ زده کوونکي لا هم نه دي موندل شوي، د دوی د ورکېدو په ضد سلګونو زده کوونکو په پوهنتون کې احتجاجي لاریون هم کړی. حکومتي چارواکي وايي هيله من دي چې ژر به يې پیدا کړي.

د ايالتي حکومت د مذاکراتي پلاوي په باور د بلوچستان پوهنتون زده کوونکو خپل احتجاج محدوده کړ، وايي تر څلور ورځو پورې يې خپل احتجاج له سړک او د پوهنتون له مرکزي دروازې ختم کړی خو په پوهنتون کې دننه به علامتي احتجاجي غونډې جاري ساتي.

د بلوچ زده کوونکو سازمان بي ايس او پجار چېرمېن زبېر بلوچ وایي د حکومتي پلاوي مخ ته يې دوې غوښتنې اېښې دي چې پلاوي ورسره منلې دي:

"حکومتي پلاوي له موږه وخت وغوښت او ډاډ یې راکړ چې د دې مسئلې د حل لپاره لګيا دي، وزير اعلا هم په اسلام آباد کې دی، هلته هم پر دې خبره کوي، موږ ته يې دا وويل چې له بلوچستان پوهنتونه به ايف سي والا خامخا باسو".

د بلوچ زده کوونکو بېلابېلو سازمانونو له تېرو دولسو ورځو علامتي احتجاج کاوه خو له تېرو څلورو ورځو راهيسې يې د بلوچستان پوهنتون کوټې مرکزي دروازه تړلې وه او د سړک پر غاړه يې پرلت پېل کړی وو، دوی د امتحانونو بايکاټ هم اعلان کړی وو.

دغه احتجاج د بلوچستان پوهنتون د دوو زده کونکو د ورکېدو پر ضد روان دی، احتجاجي زده کوونکي تور پورې کوي چې د روانې نومبر میاشتې پر لومړۍ نېټه دوه بلوچ زده کوونکي فصیح او سهېل د پوهنتون له هاسټله لادرکه شوي دي.

د دوی په خبره د پوهنتون هاسټل د نيم پوځي ځواک ايف سي تر ولکه لاندې دی او هلته سي سي ټي وي یا څارونکې کېمرې هم لګېدلې دي او بيا هم د دوی ملګري لا درکه شوي دي.

د حکومتي مذکراتي پلاوي غړي نصرالله زېري وي او اې ډيوه ته په ټيليفون له احتجاجي زده کوونکو سره د خبرو تصديق وکړ او ویې ويل دوی باوري دي چې په څلورو ورځو کې به لادرکه شوي زده کوونکي وموندل شي:

"څلور ورځې وروسته امکان دی چې دا مسئله حل شي او دا زده کوونکي به بازياب شي، نو زده کوونکو خپل دغه احتجاج د څلورو ورځو لپاره وځنډاوه، حکومت، وزير صاحب او نورو دوی ته ډاډ ورکړ چې ستاسو غوښتنې به ومنل شي".

له مذاکراتو وروسته د پوهنتون د چارواکو له لوري يوه اعلاميه خپره شوې چې له پينځلسم نومبره به بېرته پوهنتون خلاص وي او د ځنډول شوو امتحانونو نېټه به بيا اعلانوي.

د لادرکو زده کوونکو د کورنۍ د غړو په وینا دوی د نوشکي اوسېدونکي او د يوې کورنۍ دي. د دوی د ورکېدو مقدمه د کوټې د سرياب سيمې د پوهنتون په پوليس تاڼه کې د نامعلومو کسانو پر ضد درج شوې ده.

په مقدمه کې ليکل شوي چې لا درکه شوي ځوانان د پوهنتون د پاکستان سټډيز د څانګې زده کوونکي وو او د پوهنتون د هاسټل په 22م نمبر خونه کې استوګن وو. د پوليسو په خبره د زده کوونکو د لادرکۍ د پېښې پلټنې يې روانې کړې دي.

بل لور ته د بلوچستان وزير اعلا عبدالقدوس بزنجو د پېښې د پلټنو لپاره درې کسيزه کمېټه جوړه کړې او د پېښې رپورټ يې طلب کړی.

د وايس فار بلوچ ميسنګ پرسنز په نامه تنظيم دعوه کوي چې لا هم د بلوڅ فعالانو د ورکېدو لړۍ دوام لري، خو حکومتي او امنيتي ادارې دا تورونه ردوي او وايي په تېرو درو کالو کې په بلوچستان ايالت کې تر 400 زيات لادرکه کسان بېرته خپلو کورونو ته ستانه شوي دي۔

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG