لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کوټه: په چاودنه کې څلور تنه وژل شوي، 15 ټپيان شوي


د بلوچستان ايالت په مرکزي ښار کوټه کې په چاودنه کې 14 تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده، د کوټې د پوليسو په خبره چاودنه د زیارت/ پنجشنبې په ماښام (30دسمبر) د ښار په اېم اې سړک د سايسن کالج د دروازې مخې ته شوې ده.

د پوليسو په خبره په چاودنه کې څلور تنه مړه او ټپي شوي کسان يې د کوټې د سول روغتون و ټراما سينټر ته وړي دي.

د سول روغتون وياند وسيم بېګ په خبره ټراما سنټر ته وروړل شوي څوارلس ټپيان تر درملنې لاندې دي،چې پکې د ځينو حالت له خطر سره مخ دی.

د بېګ په خبره د چاودنې له خبرېدو سره سم يې په روغتون کې بېړنځ حالت اعلان کړي او ټول ډاکټران يې روغتون ته حاضر کړي، وايي د ټپيانو پوره پوره درملنه روانه ده.

دا چاودنه په داسې حال کې شوې چې د پوليسو په خبره د جميعت علما اسلام نظرياتي ګوند د زده کونکو د سازمان غونډه د ساينس کالج مخې ته څو شېبې وړاندې ختمه شوې وه.

ياده سيمه په يوه څلور لارې کې شوې ده او دلته هر وخت زياته ګڼه ګوڼه وي.

د بلوچستان د کورنيو چارو مشير مير ضيا لانګو د چاودنې د ځای لېدو ته ورغلی او هلته يې له رسنيو سره په خبر کې وويل،

"دا ريموټ کنټرول چاودنه وه او هدف يې کوم سياسي ګوند يا بل څه نه دی، بس د پاکستان ولس يې هدف وو، د پاکستان دښمن قوتونه له تيرو دوو لسيزو زمونږ خلاف روان وو، مونږ او زمونږ امنيتي ځواکونو د هغوی پر ضد قربانۍ ورکړې او هغه مو پر شاه وتمبول، په افغانستان کې هغه په ښه حالت کې وه، هندوستان هغه ساتل او د هغوی مالي مرستې يې کولې، چې له کله نه په افغانستان کې حالات بدل شوي دي نو پر دوی په افغانستان کې ځای ودرېدی، هغه په مرګوني حالت کې دي، چې کله هم د پاکستان اولس سره يو ځای شي هغه وار ورباندې کوي، چې ځاني او مالي نقصان او د ملک بدنامي وشي".

د يو سوال په ځواب کې هغه وويل چې دښمن قوتونو د پاکستان پر ضد زياته سرمايه کاري کړې دي، هغه وويل،

"امنيتي ځواکونو ته مو د ولس د ځان او مال د حفاظت په خاطر هدايت جاري کړي دي چې يو ډول غفلت به نه کوئ، پدې لاره کې زمونږ دښمن زياته سرمايه لګولې ده، زمونږ ډېر خلک يې اخيستي دي ، زمونږ ډېری خلک استعمالوي، ستاسو ومخ ته به په کوټه ښار کې هره ورځ چاودنې کېدلې، سلګونه خلګ به مړه کېده، زمونږ امنيتي ځواکونه خپله دنده په ښه توګه تر سره کوي که چېري زمونږ امنيتي ځواکونو خپله دنده په ښه توګه نه تر سره کولای نو نن به پدې چاودنه کې دېری خلک مړه شوي وو ".

هغه وویل، "مونږ و خپل قوم ته يقين ورکوو چې تر هغې پورې به مونږ په ارام نه کښېنو چې تر څو مو دغو ترهګر پوره پورہ ختم کړي نه وي".

د داخله چارو د مشیر د تازه تورونو په اړه د هندوستان لخوا کوم غبروګون مخې ته ندی راغلی خو تر دې وړاندې د هند او د افغانستان حکومتونو د پاکستان لخوا لګول شوي داسې تورونه تل رد کړي دي.

د بلوچستان د اعلا وزير مير قدوس بزنجو لخوا په جاري کړل شوي بيان کې ليکل شوي "چې اعلا وزير د مرکزي ښار کوټې د امنيت خوندي نه ساتلو په اړه خواشیني ښودلې او له امنیتي ځواکونو يې پدې اړه رپورټ طلب کړی، په بيان کې زيات شوي چې اعلا وزیر ویلي چې د خلکو د ځان او مال خوندي ساتل د پوليسو او د امنتي ادارو زمه واري ده".

د بلوچستان د داخله چارو د محکمې رپورټ دی چې په کال 2021 کې په بلوچستان ايالت کې په 262 پېښو کې 144 تنه وژل شوي او 500 ته نېږدې ټپيان شوي دي.

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG