لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلوچستان:پولیس وایي دترهګرۍ پلان یې شنډ کړی اؤ ترهګر یې نیولي دي


د ترهګرۍ د مخ نيوي اداره وایي د بلوچستان په تربت سيمه کې يې دوه ترهګر نيولي او د ترهګريز بريد پلان يې شنډ کړی دی۔

د بلوچستان دپوليسو دترهګرۍ دمخنيوي ادارې سي ټي ډي وياند رسنيو ته په لېږلي بيان کې ليکلي چې د پټو معلوماتو پر اساس يې د تربت په نيو بليده کراس سيمه کې دوه تنه وسله وال نيولي چې موخه يې ترهګريز بريد ؤ۔

په بيان کې زيات شوي چې نيول شوي وسلوال له "بلوچ ريپبلکن ارمي" نومي بلوچ وسلوال تنظيم سره تړاو لري۔

په بيان کې ياد تنظم او نيول شوي وسله وال ترهګر بلل شوي، او ويل شوي چې له نيول شوؤ کسانو څخه يې چاودېدونکي توکي هم نيولي.

بيان کې زياته شوي چې د نيول شوو کسانو پر ضد مقدمه درج کړ‎ل شوې او د دوي د معلوماتو پر اساس يې په سيمه کې د هغوئ د ملګرو د نيولو لپاره پلان ترتيب کړی دی۔

د سي ټي ډي لخوا دغه کاروايي په داسې وخت کې شوې چې دوه ورځې وړاندې پر 25مه جنورۍ د تربت ضلعې د کېچ په سبدان سيمه کې د پاکستان پر پوځ وسله وال یو ستر بريد شوی ؤ۔

د بلوچستان د داخله چاور وزير مير ضيا لانګو د دې پېښې پخلی کړی ؤ او ډيوه ته يې د ټيلي فون له لارې ويلي وؤ چې په ياد بريد کې د امنيتي ځواک نهه سرتيري وژل شوي او دوه ټپيان شوي دي۔

ددې بريد ذمه واري بلوڅ بېلتون غوښتونکې وسله والې ډلې بي ايل ايف منلې وه۔

د ياد بريد په هکله د پاکستان د پوځ د وياندې ادارې ايي ايس پي ار لخوا هیڅ نه دي ویل شوي.

خو د تربت د دې پېښې په اړه پر 26مه جنورۍ د پاکستان د اردو ژبې ټيلي ويژن ډان په یو پروګرام کې د پاکستان د سېنټ غړی انوار الحق کاکړ ميلمه وو" دا سيمه به غرنۍ وي او کره معلوماتو ته به لاس رسۍ نه وي شوی، او که داسې معلومات ورکړل شي چې هغه وروستو غلط ثابت شي نو دا د بې باورۍ سب کرځي "

کاکړ ياد بريد د وسله وال تنظيم لخوا د هغوی سياسي تاکتيک او د ځان د مشهورؤلو لاره بللې ده۔

بلوچستان د پاکستان تر ټولو لويه او له قدرتي وسايلو يا شتمنيو ډک ايالت بلل کېږي۔

په دې ايالت کې له تېرو څو لسيزو را په هيسې نا امني روانه ده، که يو خوا ته بلوڅ قامپرسته ګوندونه د پاﺭليماني سياست له لاﺭې د ايالت او د بلوڅ قام د حقوقو لپاﺭه سياسي مباﺭزه کوي خو بل پل ته په بېلا بېلو نومونو په بېلا بېلو وختونو کې وسله والو تنظيمونو د ملک او د ملکي اداﺭو پر ضد وسله وال خوڅښتونه کړي دي.

په بلوچستان کې بي ايل اې، بي ايل ايف، لشکر بلوچستان، بي ار اې تر ټولو فعالې وسله والې ډلې بلل کېږي۔

د شنونکو په خبره په بلوچستان کې اوسنۍ پېښې د بلوڅ وسله والو ډلو لخوا پينځم خوځښت دی۔

خو د پاکستان پوځي او سياسي مشرانو په وار وار دبلوڅو وسله والو خوڅښتونه د پاکستان د دښمنانو دسيسې بللې دي.

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG