لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دبلوچستان پنجګور کې د44 ساعته تيريدو وروسته هم دپوځ اؤ وسله والو نښته روانه ده


د بلوچستان ايالت په پنجګوﺭ سیمه کې له 44 ساعته تيريدو وروسته هم د پاکستان د امنیتي ځواکونو او د وسله والو بريدګرو تر منځ جګړه روانه ده.

له سېمي څخه راپورونه دي چې دبلوچستان ايالت په پنجګور ضلعه کې د ايف سي ځواک پر کيمپ دوه ورځې وړاندې د وسله والو له ډليز بريد ورسته جګره پيل شوې ده.

وتلی ځوان خبریال او شنونکی زين الدين وایي چې ځينې بريد ګر لا هم هلته موجود دي او جګړه دوام لري.

زين الدين زياتوي چې امنيتي ځواکونو ته د پاکستان د هوايي ځواک تر څنګ نور کومک هم يادې سيمې ته رسېدلی، خو په خبره يې چې د ايف سي کېمپ په ابادي کې دی او بريدګرو هم له ابادۍ ګټه اخيستې او تر اوسه په جګړه بوخت دي.

" چارواکي وايي چې هلته لا هم څلور پينځه وسله وال دي او هغه د ابادۍ په سيمه ننوتي دي, ځکه هلته لا هم عمليات روان دي,هلته انټرنيټ او د موبايل سګنل مکمله بند کړل شوي دي"

د بلوچستان د وزير اعلا د کورنيو چارو سلا کار مير ضيا لانګو ویلي ياد بريد د چار شپنبې په ماښام اته نيمې بجې د بلوچستان په پنجګور نومې ضلعه کې شوی.

پنجګور د بلوچستان ايالت د سر ښار کوټې په سهيلي لوري کې 500 کلو ميتره ليرې د ايران سرحدي پولې سره نېزدې پرته ضلعه ده ۔

د کورنيو چارو دمشير ضيال لانګو په خبره د پنج شنبې تر ماښامه پورې د وسله والو په دې بريد کې د ايف سي ځواک اووه سرتيري وژل شوي او 11 ټپيان دي،


" په پنجګور کې لا هم عمليات روان دي هلته د وژل شوو ( وسله والو بريدګرو) شمېر ځکه نه شو ښولای"

دپاکستان د پوځ وياندې ادارې ويلي وؤ چې په پنجګور کې دامنتي ادارو لخوا پينځه بريد ګر وژل شوي دي، او د بريد پرشا تمبولو لپاره امنیتي سرتيري په پوره توګه سره خپله ذمه واري تر سره کوي ۔

دپنجګور ترڅنګ د چهارشنبې په ماښام په ياد وخت کې دبلوچستان په نوشکي ضلعه کې هم د ايف سي ځواک پر کېمپ وسله وال بريد شوی ؤ ، نوشکي له کوټې خڅه 150 کلو ميتره ليري په لوېديځ کې افغانستان سره پوله لرونکې ضلعه ده۔

اوښتی مرګ ژوبله

د بلوچستان د اعلا وزير دکورنيو چارو د سلاکاﺭ ضيا لانګو په خبره د وسله والو لخوا په دې بريد کې د ايف سي ځواک پينځه سرتيري وژل شوي او 12 ټپيان شوي دي،

لانګو زياتوي چې د امنيتي ځواکونو له لوري په ځوابي بريد کې 9 وسله وال وژل شوي وؤ۔

دضيا لانګو ویلي دواړو بريدونو کې ۱۵ بريد ګر وژل شوي او د وسله والو په بريد کې ۱۲ امنتي عسکرو هم خپل ژوند له لاسه ورکړی۔

د پاکستان د پوځ د وياندې ادارې ايي ايس پي ار پر وېب پاڼه د بلوچستان د تازه بريدونو په اړه ددې خبر د خپرېدو تر وخت پورې کوم بيان نه دی ورکړل شوی، خو پرون د پاکستان سرکاري خبري ادارې (ای پي پي) پر خپله وېب پاڼه دپوځ له قوله خبر ورکړی چې :

"امنیتي ځواکونو د زيارت په ورځ د بلوچستان په نوشکي او پنجګور سيمه کې د اېف ـ سي ځواک پر کېمپونو بريدونه شنډ کړي، 13 ترهګر يې وژلي او د ترهګرو سره په جګړه کې اووه پوځيان هم وژل شوي دی.

په خبر کې ويل شوي، د نوشکي په بريد کې ټول نهه ترهګر او څلور پوځيان وژل شوي وؤ۔

د پنجګور او د نوشکي د يادو دواړو بريدونو ذمه واري د بېلتون غوښتونکې بلوڅ وسله والې ډلې بي ايل ای د ځانمرګو څانګې مجيد بريګېد په نامه ډلې منلې ده،

دبلوڅ وسله والو ډلو بدل شوی تاکتیک

خبريال زين الدين وایي د بي اېل اې لخوا په ړومبي ځل د امنيتي ځواک پر کېمپونو داسې بريد پلان شوی دی .

هغه وايي تر دې وړاندې هم ياد تنظيم بريدونه کړي او زياتره وخت يې هدف چينايي وګړي پاتې شوي دي۔

" مجيد بريګېډ د بي ايل اې ځانمرګې ډله ده، له کال 2018 څخه ﺭاهيسې بيا تر دا اوس وخت پورې دوئ په کراچۍ،چاغي او په ګوادر کې بېلا بېل هدفونه بلخصوص په کراچۍ کې دچين کونسلګري، سټاک ايکسچېنج او دا ډول چيني انجنيران دوئ په نخښه کړي، خو په دې ډول د ځواکونو پر کېمپونو داسې بريد کول په بلوچستان کې د بلوڅ وسله والو تنظيمونو لخوا دا وړومبی مثال دی"

د اې پي پي په خبر کې د پاکستان د پوځ له قوله ويل شوي دي چې د پوځ د لومړو تحقيقاتو او استخباراتي ادارو دا مالومه کړې چې د ياد بريد پر وخت د ترهګرو په افغانستان او هند کې رابطې وې۔

د بلوچستان د کورنيو چارو سلا کار ضيا لانګو له ياد وسله وال بريد يوه ورځ وروسته په کوټه کې په خپل خبري کانفرنس کې په اشارې سره وويل چې د پنجګور او نوشکي بريګرو ايران سره له پرتې لویې پولې ګټه اخستې ده۔

پاکستان له دې وړاندې هم تل داسې دعوې کړي چې په پاکستان کې په بريدونو کې ککړو کسانو اړيکې په افغانستان او هند کې مالومې شوي، خو افغانستان او هند زياتره وخت دغه تورونه رد کړي دي.

بلوچستان کې ترسره شوي وروستي بریدونه

د رپورټونو له مخې کال 2022م په لومړۍ مياشت جنورۍ کې په بلوچستان ايالت کې په بېلا بېلو وسله والو ،بمي بريدونو او د چاودونو په نهو پېښو کې اتويشت تنه وژل شوي او شل تنه ټپيان شوي وؤ.

په دغه پېښو کې د جنورۍ پر څلورمه په کيچ سېمه کې د جميعت علما اسلام ځايي مشر هم د نامعلومو وسله والو په ډزو وژل شوی ؤ،

دجنورۍ پر اتمه په کوټه ښار کې د امنيتي ځواکونو په عملياتو کې دداعش د کمانډر په ګډون دشپږو کسانو د وژنې دعوه شوې وه.

د جنورۍ پر ۱۸مه نېټه په بولان سيمه کې د اورګاډی په نخښه کېدو سره پينځه تنه ټپيان شوي وو.

د جنورۍ پر 23مه نېټه په پنجګور سېمه کې د ايف سي ځواک پر پوسته په بريد کې د ځواک يو سرتېری وژل شوی او يو ټپي شوی ؤ.

پر 25مه جنورۍ د تربت په سبدان سېمه کې د پاکستان پر پوځي کېمپ وسله وال ډليز بريد کې د پوځ لس سرتيري وژل شوي او درې ټپيان شوي وؤ، د پاکستان د پوځ د وياندې ادارې په خبره په ځواب کې يې يو بريدګر وژل شوی او ځيني نور ټپيان شوي وؤ او د عملياتو په ترڅ کې يې دﺭې تنه وسله وال هم نيولي وؤ.

د دې بريد ذمه واري بلوڅ بېلتون غوښتونکې ډلې بي ايل ايف منلې وه.

پر ۲۷مه جنوﺭۍ افغانستان سره‌ په پوله پرته چمن سيمه کې د ليويز ځواک يو سرتيری وژل شوی ؤ، د دې بريد ذمه واري تحريک طالبان پاکستان منلې وه.

پر 28مه جنورۍ د ډيره بګټي په سويي سيمه کې د بمي بريد په نتيجه کې د ليويز چارواکو په ګډون څلوﺭ تنه وژل شوي وو, حکومتي چارواکو د دې بريد ذمه واري پر بلوڅ بېلتون غوښتونکې ډلې بي ار ای ور اړولې وه.

د پاکستان مرکزي او د بلوچستان ايالتي حکومتونو تل د بلوڅ وسله والو تنيطميونو تر شا د پاکستان د دښمنو قوتونو لاس بللی دی۔

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG