د ملګرو ملتونو دپاپولېشن فنډ شمېرې ښايي چې په نړيواله کچه 85 فيصده مېرمنې د انلاين يا د انټرنټ د لارې د تشدد ښکار کېږي چې پکې د دوی د اجازت پرته يې تصويران خپرول، دوی ته بد رد ويل او دړکې ورکول شامل دي۔
د سازمان ترمخه د دې ناوړي فعل له وجې مېرمنې په ذهني ناروغیو اخته کیدای او د ځان وژنې لیکې ته سمېدای شي.
په پاکستان کې د مېرمنو د حقونو فعالانې وايي چې د نورو هېوادونو په څېر په دې هېواد کې هم د انټرنټ د لارې د ځورولو پېښې ورځ تر بلې سېوا کېږي چې علتونه يې د ډيجيټل الاتو په استعمال د زياتره ښځو نه پوهېدل او د د داسې ډول جرمونو مخنيوي لپاره جوړ قوانين په سمه توګه نه عملي کېدل دي۔
د ملګرو ملتونو د شمېرو ترمخه په نړيواله کچه 85 فصيده مېرمنې راپور ورکوي چې د انلاين يا د انترنټ د لارې د تشدد شاهدانې دي په کومو کې چې نزدې 40 فيصده مېرمنې په شخصي توګه ددغې تشدد دتجربې سره مخ شوې دي.
په پېښور کې د شرکت ګاه نومې غېر دولتي ادارې کار کوونکې او د مېرمنو د حقونو فعاله فوزيه علي وي او ای ډيوه ته وايي چې د انلاين څورونې د لارې د مېرمنو د تشدد پېښې د نورو هېوادنو په څېر په پاکستان کې هم زياتې شوي دي۔
ډيوه سره دخبرو پر مهال د هغې وېنا وه " په ټولنه کې د مېرمنو د خواندګۍ شرحه ښه نه ده او بيا په داسې حال کې چې یو ناساپه هر څه ډيجيټلايز شي او د خلکو ورته لاس رسی هم زيات شي نو يو خو مېرمنو ته پخپله هم دا مالومات نشته چې زه کله سوشل ميډيا کاروم نو ماله څه، څه اقدامات پکار دي چې د ځورولو نه ځان خوندي وساتم"
هغه وايي چې يو خو د دوی پاسورډز کمزوري وي نو هغه ترې څوک واخلي او تصويران ورله خپاره کړي، غلط غلط پېغامونه ورته لېږي او دا شيان کافي زيات دي نن سبا۔
نوموړې زياته کړه چې په مېرمنو کې د تعليم د کمي ترڅنګ د انټرنټ د لارې د ځورولو دپېښو د مخنوي لپاره چې کوم قوانين وضعه کړل شوي هغه هم په سمه توګه نه عملي کېږي۔
فوزيه علي دا هم وويل " دې لپاره مختلف قوانين په نړيواله او ملکي کچه موجود دي خو خبره د عملي کولو ده، زمونږه دا بدقسمتي ده چې کله د بشري حقونو خبره راشي نو زمونږه قوانين عملي کول لږ کمزورې وي"
په پاکستان کې د انټرنټ د صارفينو د حقونو لپاره کار کوونکې يو غېر دولتي ادارې ډيجيټل رائټس فاونډېشن د مئ په مياشت کې پخپل وروستي راپور کې ويلي وو چې په تېرو 5 کالونو کې د انټرنټ د لارې د ځورونو په اړه د 11000 نه سېوا شکايتونه ترلاسه شوي چې پکې 68 فيصده د مېرمنو او 30 فيصده د سړو شکايتونه شامل دي۔
په پېښور کې مېشته خبريالا فرزانه علي وي او ای ډيوه ته وايي چې د انلاين ځورولو د مخنيوي لپاره خو قانون جوړ کړل شوی خو زياتره مېرمنې د کورني او کلتوري ستونزو له امله د قانون ترمخه خپل شکايتونه نه جمع کوي۔
ډيوه سره خبرو کې د فرزانه علي وېنا وه" لویه مسله دا ده چې مونږه ښځې د ساسبر کرايمز يا د انټرنټ د لارې د جرمونو په اړه شکايت نه کوو ځکه چې دا د خاندان د عزت سوال جوړېږي"
هغه وايي چې اول مېرمنو ته ځان مضبوطول کول پکار دي چې په داسې پېښو کې شکايت درج کوي او بل دا چې کوم قانون جوړ شوی هغه هم موثر جوړول پکار دي۔
د غېر دولتي ادارې په راپور کې دا هم ويل شوي چې کال 2021م کې تر ټولو زيات څه کم 4500 پېښو په اړه شکايتونه درج کړل شوي وو چې د تېرو پنځو کالونو 38 فيصده برخه جوړېږي۔
د مېرمنو د حقونو فعالان وايي چې د داسې ډول ځورونو د مخنيوي لپاره قانون سازي او په هغې عمل درامد کول موثر جوړولو ترڅنګ سړو ته پخپل سوچ او رويه کې مثبت بدولون راوستل ډېر مهم دي۔