د پاکستان پوځ دعوه کړې، د افغانستان سره په پوله د خېبرپښتونخوا خېبر ضلعه کې یې د تحريک طالبان پاکستان څلور وسله وال وژلي دي.
پوځ پرون ناوخته ويلي، په 27م نومبر د خېبر په باغ علاقه کې د "خوارجو" د موجودګۍ خبر وو، د پاکستان پوځ او حکومت ټي ټي پي ته فتنه خوارج ډله يادوي.
پوځ ويلي، د استخباراتو په اساس عمليات شوي، د يو خوارج ليډر باتور په ګډون یې څلور وسله وال وژل شوي او درې ژوبل کړل شوي دي.
پوځ ویلي، د عملياتو وروسته د پاکۍ عملیات کولی شي.
د پاکستان پوځ چې کومو سيمو کې عمليات کوي هلته جرنلسټان يا مطبوعات رسايي نه لري، ځکه د ازادو سرچينو څخه د عملياتو په اړه تاييد نه کيږي.
د پاکستان په خېبرپښتوخوا او بلوچستان صوبو کې په وروستیو کې د ناامنۍ پېښې سېوا شوي، په پوځ، پولیس او نورو امنيتي بريدونه زيات شوي دي.
څلور ورځې وړاندې په پاکستان کې امنیتي ځواکونو دعوه کړې، چې د خېبر پښتونخوا په قبایلي ضلعو خېبر، جنوبي وزیرستان او د پنجاب د راولپنډۍ سیمې تر څنګ یې د وسله والو په ضد عملیات کړي، د شپږو وسله والو د وژل کېدو ويل شوي وو.
نزدې وختونو کې په پاکستان کې د ترهګرۍ بهیر زیات چټک شوی، پاکستاني چارواکي تورونه لګوي، ترهګرې ډلې د افغانستان خاوره د پاکستان په ضد کاروي خو د طالبانو حکومت دا تورونه ردوي او دریځ لري چې امن د پاکستان خپله مسله ده او دوی دې خپله ناکامي د افغانستان غاړې ته نه اچوي.
Forum