لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د کريمه بلوچ مړی يوه مياشت پس د بلوچستان تربت تمپ سيمې ته ورسول شو


د بشري حقونو فعالې کریمې بلوچ مړی خپلې خاورې بلوچستان ته منتقل کړی شو او کورنۍ یې پر 25مه جنوري د هغې د مړي ښخولو اعلان کړی و، خو ځايي سرچينې وايي ممکن د شپې يې خاورو ته وسپاري.
کورنۍ او بلوڅ سياسي فعالان پر ټولنيزو رسنيو تورنه پورې کوي چې د امنیتي ځواکونو لخوا خلک ګرځول شوي او د کريمې بلوڅ له جنازې سره يې د هغې کلي ته د تللو اجازه نه ورکوي.
دوی تور پورې کوي چې ښایي سرکار کريمه بلوڅ د هغې د کورنۍ له خوښۍ پرته د شپې ښخه کړي.
د دې تورونو په حقله مو د بلوچستان له حکومتي چاوراکو سره د اړيکو نيولو هڅه وکړه خو بريالي نه شو.

د بلوڅو زده کونکو سازمان " بي ايس او ازاد " پخوانۍ مشره کريمه بلوچ د 2020م کال د دسمبر پر 20مه د کېنېډا په ټورنټو ښار کې مړه شوې وه.
د کريمې کورنۍ او بېلا بېل بلوڅ سياسي تنظيمونو د هغې مړينه يو منظم وژنه بللې خو د کېنډا پوليسو دغه تورنه رد کړي او وايي د کريمې په مرګ کې د جرم کوم څرک نه ښکاري.

د تربت ځايي خبريال د نوم نه اخيستلو په شرط وي او اې ډيوه ته وويل، چې د اتوار/یکشنبې په ماښام 7 بجې د کريمې بلوڅ مړی (جسد) په يوه ايمبولنس کې د تربت له ښاره تېر شو او د هغې د کلي و خوا ته يووړل شو او هلته ورسول شو.

هغه زياته کړه په ټول تربت کې د موبايل سېګنل بند دی او انټرنېت کار نه کوي.

خبريال وايي، "په تربت کې د امنيتي ځواکونو لخوا سختي وه، کوم چا ته د موبايل د کارولو، عکسونو او ويډيو جوړولو اجازه نه وه او نه هم کوم څوک د کرېمې بلوڅ د کلي پر لاره تللو ته پرېښول شوي، يو ايمبولنس و چې پکې د کريمې مړی او د هغې د کورنۍ غړي ناست و او نور حکومتي ګاډي و، بل چا ته له جنازې سره د تللو اجازه نه وه".

‌د جنازې درناوی

د تربت يوه سياسي کارکن چې نوم يې پټ ساتل غوښتل، وي او اې ډيوه ته وويل: "ډېرو خلکو غوښتل چې د کريمې بلوڅ له جنازې سره د هغې پلرني کلي تمپ ته ولاړ شي خو د ايف سي ځواک له لوري خلک نه پرېښول شول، اوس هم د کريمې بلوڅ له کور سره د امنیتي ځواکونو سرتيري په زيات شمېر کې موجود دي".

د کريمه بلوڅ خاوند حمل حيدر پر خپل ټويټر پاڼه ليکلي چې د کريمې بلوڅ له وصيت سره يې سم د هغې مړی د هغې پلرني وطن تمپ ته ليږلی.
د کريمې بلوڅ جسد د هوايي جهاز له لارې کراچۍ ته راوړل شو، کورنۍ يې غوښتل چې په کراچۍ کې يې د جنازې لمنونځ ورکړي او بيا د جلوس په شکل کې د هغې جنازه د هغې کلي ته يوړل شي.
بلوڅ سياسي فعالان او کورنۍ يې تور پورې کوي چې د سرکاري ادارو لخوا د هغې جسد د جنازې و ځای ته نه پريښول شو او له هغې ورستو د هغې غايبانه جنازه ادا کړل شوه.
د کريمې جسد راوړلو او د لوړو لګول شویو تورونو په حقله تر اوسه کوم حکومتي دريځ مخې ته ندی راغلی.
تر دې وړاندې د بلوچستان ايالت د اعلا وزير جام کمال مشېرې بشرا رند په کوټه کې په يوه خبري کانفرنس کې کريمه بلوڅ د پاکستان او بلوچستان لور بللې او وويل يې چې حکومت د کېنېډا له حکومت څخه د کريمه بلوڅ د مرګ د پيښې پلټنې کول غوښتي دي.
له بل لوري پر ټولنيزو رسنيو هم ځينې ويډيو خپرې شوې په کوم کې چې ليدل کيږي چې د کريمې بلوڅ د جنازې ګاډي ته ځينې خلک په احترام ولآړ دي او په يوه دوې ويډيو کې خو ځينې ځوانان لاس په سلام ورته ولاړ دي.

سياسي فعاله ماه رنګ بلوچ وايي کريمه بلوچ يوه ښځينه رهبره وه، هغې تل د بلوڅ قام لپاره ږغ پورته کړی وو، ماه رنګ وايي د کريمې بلوچ په وړاندې د هغې سياسي ملګري اغوا شوي او وژل شوي خو هغه پر شا و نه تمبېده، بلکې پر خپل قامي فکر تر اخري دمه ټينګه و اوسېده:

"د مبارزې له اولې ورځې نيولې بيا تر نن ورځې هغې [کريمې] پر جدوجهد يقين درلود او پر هغه باندې قايمه وه، هغه په هيڅ حال کې هم له بلوڅ قامي فکره کله پر شا نه شوه".

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG