لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پيښور:دخيبرپښتونخوا کابينې سوگند اخستى


دپاکستان دخيبرپښتونخواصوبې دحکومت 12ؤ وزيرانو دزيارت په ورځ دپيښور په گورنر هاؤس کې دخپلو عهدو سوگند اخستى ، خو په دغو وزيرانو کې کومه زنانه وزيره نۀ ده شامله کړل شوې.
دخيبرپښتونخوا دنوې کابينې څخه گورنر انجنئير شوکت الله سوگند اخستى دى.
په دغو وزيرانو کې دپاکستان تحريک انصاف 7، دقومي وطن پارټۍ دوه ، دجماعت اسلامي دوه اؤ دعوامي جمهوري اتحاد يو وزير شامل دى.
دخيبرپښتونخوا په نوې منتخب شوې کابينه کې حلف اخستو وزيرانو کې شاه فرمان، عاطف خان، يوسف ايوب، امين الله، عنايت الله ، بخت بيدار، شوکت يوسفزۍ، حبيب الرحمان، نسيم حيات اؤ شهرام ترکئ شامل دي.
اسرارالله گنډاپور ته دقانون اؤ پارليماني چارو ، شوکت يوسفزي ته دروغتيا اؤ اطلاعاتو، يوسف ايوب ته دکميونکيشن اينډ ورکس اؤ شهرام خان ترکۍ ته دکرکيلې وزارتونه ورکړل شوي دي.
همدغه شان عنايت الله خان ته دلوکل گورننس، بخت بيدار ته دبشري قوت اؤ انډسټرۍ، ابرار حسن کمولي ته دځنگلونو اؤ حبيب الرحمان ته دزکات اؤ عشر وزارت سپارل شوى.
له دې وړاندې دجماعت اسلامي سراج الحق اؤ دقومي وطن پارټۍ سکندر شيرپاؤ دسينئر وزيرانو په توگه سوگند اخستى، سراج الحق ته دخزانې اؤ شيرپاؤ ته دانرژۍ وزارتونه ورکړل شوي.
  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG