لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د چین خارجه وزارت: د کوټې په ځانمرګي برید کې هیڅ چینایي وګړي ته زیان نه دی رسېدلی


پرون د بلوچستان د مرکز کوټې په مشهور سرینا هوټل کې ځانمرګی برید په داسې وخت کې وشو، چې په دې هوټل کې استوګن د چین لوی سفیر له خپل پلاوي سره له دې هوټله وتلی وو او د چارواکو په وینا په پېښه کې هیڅ چینایي وګړي ته زیان نه دی رسېدلی.

رسنۍ د پاکستان د استخباراتي چارواکو له خولې وایي، د چین سفیر د پاکستاني پوځ له چارواکو سره د کوټې ښار په چاوڼۍ کې مېلمه وو او له هغه ځایه سرینا هوټل ته د ستنېدو پر لاره وو چې دغه چاودنه وشوه.

د بلوچستان د داخله چارو وزير مير ضيا لانګو وایي، د چين د سفير او د هغه د ملګرو د استوګنې بندوبست هم په سرينا هوټل کې شوی وو، خو وایي دا لا څرګنده نه ده چې د بريد هدف څوک وو:

"زموږ ميلمنو [چینایي پلاوي] ته د امينت په اړه له اوله کوم ګواښ نه وو، د چاودنې پر وخت په هوټل کې يو غېر ملکي وګړی هم موجود نه وو، د چين سفير د کوټې په چاوڼۍ کې وو".

پاکستاني طالبانو د دې ځانمرګي برید ذمه واري منلې او وایي د برید مقصد یې په هوټل کې دننه "د ځایي او بهرنیو" کسانو غونډه په نخښه کول وو.

د چین د بهرنیو چارو وزارت هم دغه چاودنه په کلکه غندلې او دا خبره یې تایید کړې چې د چاودنې په وخت د چین سفیر یا بل کوم چینایي وګړی په سرینا هوټل کې موجود نه وو او نه ورته کوم زیان رسېدلی. د چین د بهرنیو چارو د وزارت ویاند وانګ وینبین د پنجشنبې- زیارت په ورځ رسنیو ته ویلي:

"د پاکستان امنیتي ادارې د دې پېښې پلټنه کوي، موږ باور یو پاکستان به د پېښې حقیقت را برسېره کړي او قاتلین به قانون منګولو ته وسپاري. چین له پاکستان سره په ترهګرۍ ضد عملیاتو کې کلک ولاړ وي او په ګډه به د سیمې د ارامۍ او په پاکستان کې د چینایي ادارو او وګړو د خوندیتوب لپاره کار کوي".

د کوټې د پوليسو په وینا تېره شپه د سرينا هوټل په چاودنه کې ټپي شوي يو بل ځوان د کوتې په سېول روغتون کې ساه ورکړه او په چاودنه کې د وژل شوو شمېر پینځو تنو ته ورسېد.

د سېول روغتون د وياند وسیم بېګ په خبره په چاودنه کې ټپي 11 تنه په روغتون کې لا هم بستر دي چې وایي په هغوی کې هم د يوه بل ټپي تن حالت له خطر سره مخ دی.

بل لوري ته د چاودنې مقدمه د کوټې د ترهګرۍ ضد ادارې [سي ټي ډي] د پوليسو په تاڼه کې درج شوې ده. پولیس وایي په مقدمه کې د قتل، اقدام قتل، ترهګرۍ او د چاودېدونکو توکو دفعې اچول شوې دي.

په کوټه کې د بم ناکاره کوونکې سرکاري ډلې چارواکو د سرينا هوټل بريد ځانمرګی بريد بللی او وايي ځانمرګي بريدګر له يوه موټر سره سرينا هوټل ته ننوتی وو او په بريد کې له 60 تر 80 کیلوګرامه پورې سي فور نوم لرونکي زيات خطرناک چاودېدونکي توکي کارول شوي دي.

د بلوچستان د داخله چارو وزير مير ضيا لانګو تېره شپه دا هم وويل چې د چين سفير او د هغه د ملګرو حوصلې لوړې دي او خپله دوره به مکمله کوي او بيا به ځي، خو سرچینې وايي له يادې پېښې وروسته د چين سفير او د هغه ملګرو خپله دوره لنډه کړه او نن بېرته اسلام اباد او کراچۍ ته ستانه شول.

په بلوچستان کې د سیاسي چارو څېړونکی د انوار ساجدي وایي، په حقيقت کې دا د پاکستان او چين تر منځ د اربونو ډالرو (پاک چاينا اکانومک کورېډور) په نامه پروژې باندې بريد دی.

انور ساجدي وایي تر دې وړاندې بلوڅ بېلتونپالو پر سیپېک خپګان څرګند کړی او وخت ناوخته يې د چين پر ډيپلومېټانو او انجينېرانو "علامتي" بريدونه کړي، خو وايي له دې پېښې وروسته به د اقتصادي پروژې چارې نورې اغېزمنې او سوکه شي:

"تاسو ويلای شئ چې دا پر سيپېک بريد دی يا د هغه د درولو يو شعوري هڅه ده".

د پاکستان د داخله چارو مرکزي وزير شېخ رشيد ويلي، د کوټې بريد د نړيوالو سازشونو برخه ده او تر يو منظمه د سيسه لاندې د پاکستان د پر شا تمبولو په موخه په ملک کې د ترهګرۍ بريدونه کېږي.

شېخ رشيد ويلي د پاکستان راتلونکی له بلوچستان او ګوادر سره تړلی دی.
شېخ رشيد د پاکستان په اسلام اباد، راولپینډۍ، کراچۍ او لاهور کې هم د داسې نورو ترهګريزو بريدونو خبرداری ورکړی دی.

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG