لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هند: چې رافال جهازونه مو راورسیږي بیا به پاکستان کنټرول لاین ته نږدې کیدای هم نشي


د هند د هوایي ځواکونو مشر وایي دوی به په څو میاشتو کې د رافال جنگي جهازونه ترلاسه کړي او له هغه وروسته به پاکستان جرآت هم ونه کړي چې لاین آف کنټرول ته نږدې شي.

د هند د هوایي ځواکونو مشر، بیریندر سینگ دهوانا د گل یا دوشنبې په ورځ د دې ټکي تر څنگ وویل چې رافال به د هند په نیمه قاره کې تر ټولو پرمختللې او بهترین جنگي جهاز وي.

دهوانا هندي میډیا ته وویل: «د رافال جهازونو په رارسیدو سره به زمونږ د هوایي دفاع وړتیا څو برابره زیاته شي او هغوی (پاکستان) به زمونږ لاین آف کنټرول یا سرحد ته نږدې هم رانشي. داسې وړتیا به له مونږ سره وي چې هغوی (پاکستان) یې اوس مهال جواب نه لري.»

په همدې مهال، بیرنیدر سینگ دهوانا په یوه دستوره کې چې د هند په چندیگړ کې جوړه شوې وه، هم برخه واخیسته چې هغه دستوره د څلورو امریکایي شینوک ډوله هلیکوپټرو د ښودلو په مناسبت جوړه شوې وه. دغه څلور پرمختللې شینوک هلیکوپټرې تازه د هند پوځ ته په واک کې ورکړل شوې دي.

رافال د فرانس جوړې شوې جنگي الوتکې دي، چې ویل کیږي په پرمختللو میزاییلونو سمبالې دي او کولای شي په هوا کې تر ١٥٠ کیلومټرو پورې لیرې بل جهاز وولي.

هند له فرانس سره د ٣٦ رافال جهازونو د اخیستو قرارداد کړی دی. له دې جملې نه به لومړنۍ رافال الوتکه، په ستمبر میاشت کې هند ته وسپارل شي.

د هند د هوایي ځواک په جهازونو کې اوس مهال تر ټولو پرمختللي یې میراژ، میگ، او سوخوی جنگي جهازونه دي. بل لور ته د پاکستان تر ټولو پرمختللې جنگي الوتکه، F-16 ده چې هغه هم یوازې د ترهگرو خلاف یې استعمالولی شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG