لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د کوټې پولیس وايي په ښار کې د شوي چاودنې تحقیقات یې شروع کړي دي


د چاودنې ذمه واري لا چا نه ده منلي خو تر دې وړاندې په صوبه کې پر امنيتي ځواکونو د بريدونو او بېلا بېلو چاودنو زمه واري بلوڅ بيلتون خوښو ډلو او يا تندروه مذهبي ډلو منلې دي
د چاودنې ذمه واري لا چا نه ده منلي خو تر دې وړاندې په صوبه کې پر امنيتي ځواکونو د بريدونو او بېلا بېلو چاودنو زمه واري بلوڅ بيلتون خوښو ډلو او يا تندروه مذهبي ډلو منلې دي

پولیس وايي د کوټې ښار په فاطمه جناح سړک د چاودنې تحقیقات یې شروع کړي دی، ترهګرۍ د مخنيوي څانګې سي ټي ډي په دې اړه مقدمه درج کړي او په چاودنه کې د وژل شوي یو پولیس افسرجسد د زیارت، پنجشنبې، په ورځ خاورو ته وسپارل شو.

د شورو، چهارشنبې، په ماښام چاودنه کې د پولیس د یو ډي اېس پي په شمول درې کسان وژل شوي او لږ تر لږه 18 نور کسان زخمیان شوي دي.

په تېرو دوو مياشتو کې د بلوچستان په بېلا بېلو سېمو کې پر امنيتي ځواکونو وسلوال بريدونه او چاودنې زياتې شوي دي۔

د سږ کال په لومړۍ مياشت کې په نهو پېښو کې د 13 امنيتي عسکرو په ګډون 30 تنه وژل شوي او ګڼ شمېر نور زخمیان شوي دي.

د فبرورۍ په مياشت کې د دوو لويو بريدونو په ګډون د ناامنۍ 17 پيښې شوې چې پکې د 14 امنيتي عسکرو په ګډون 53 کسان وژل شوي او د 24 امنيتي عسکرو په ګډون 36 ټپيان شوي دي.

د شورو، چهارشنبې، په ورځ شوي چاودنې په اړه د کوټې پوليس ايس ايس پي اپريشنز عبدالحق عمراني وویل نا معلومه بريدګرو پر ضد مقدمه درج کړل شوې ده چې پکې د ترهګرۍ، قتل، اقدام قتل او نورې دفعې شاملې کړل شوې دي۔ "د سي ټي ډي پوليس د پېښې پلټنې کوي, ډېر ژر به د پېښې پلټنې پوره شي او په پېښه کې ککړ به د قانون منګولو ته وسپارو"۔

د پوليسو په خبره د چهار شنبې په ماښام د کوټې پر فاطمه جناح سړک په چاودنه کې د يوه پوليس افيسر په ګډون درې تنه مړه شوي او اتلس ټپيان شوي وو

د کوټې د سول روغتون وياند وسيم بېګ په خبره په پيښه کې څلرويښت تنه ټپيان سول روغتون ته وروړل شوي و چې پکې د دریو حالت له خطر سره مخ دی، د بېګ په خبره پينځلس ټپيان يې له درملنې پس خپلو کورنو ته لېږلي

د پوليسو رپورټ دی چې په ياده چاودنه کې له دوو څخه تر دوه نيم کلو پورې چاودېدونکي توکي کارول شوي۔

د چاودنې ذمه واري لا چا نه ده منلي خو تر دې وړاندې په صوبه کې پر امنيتي ځواکونو د بريدونو او بېلا بېلو چاودنو زمه واري بلوڅ بيلتون خوښو ډلو او يا تندروه مذهبي ډلو منلې دي۔

د چاودنې په اړه پر ټولنيزو رسنيو هم بحث روان دی، وتلې فعالې وکيلې جليله حيدر پر خپل فيسبک پاڼه ليکلي چې د کوټې پر فاطمه سړک د چوټو د جوړونکو هزارګانو پر دوکان ډزې شوې وې چې پکې دوه تنه هزاره ګان وژل شوي او له هغه ورستعو چاودنه وشوه۔

د دې خبرو په اړه ايس ايس پي اپريشنز عبدالحق عمراني و ډيوه ته وويل و دوی ته هم پدې اړه تر اوسه کوم کره معلومات يا ثبوت په لاس ندی ورغلی.

د بلوچستان اعلا وزير مير عبدالقدوس بزنجو چاودنه غندلې او ويلي يې دي چې د يو سازش دلاندې د کوټې ښار او د صوبې امن د خرابولو کوښښ کېږي.

اعلا وزير په ښار کې د امنيتي چارو د لا پياوړې کولو امر کړی، هغه په خپل بيان کې د چا د نوم له اخيستلو پرته ويلي چې له ترهګرو او د هغوۍ له مشرانو سره بهرنی حمايت يا مرسته روانه ده۔

په کوټه کې د شورو، چهارشنبې، په ماښام چاودنه د مارچ د ماشت لومړۍ پيښه ده۔


  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG