د اسلامي نظریاتي کونسل لخوا د وي پي اېن غېر شرعي ګرځولو فیصلې پاکستان کې سخت غبرګون راپارولی
په پاکستان کې دیني عالمانو ،د ډیجیټل حقونو لپاره کارکوونکو اؤ خبریالانو د پاکستان اسلامي نظریاتي کونسل د مشر راغب نعیمي هغه بیان ته سخت غبرګونونه ښودلي چې پکې هغه د وي پي این استعمال غیر شرعي بللی ؤ. څيړونکي وایي چې داسې رقم ګامونه انلاین څارنه نوره هم سیوا کوي، د رایې د څرګندولو مخه نیسي اؤ په انټرنیټ کیدونکي کاروبار ته زیانونه اړوي.